چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ما د څښتن قوي حضور احساس کړ او د هغه روح زه هغې درې ته چې ماته اشنا وه، بوتلم چې ځمکه یې د هډوکو نه ډکه وه او هلته یې ودرولم. ۲ هغه زه په ټوله دره کې وګرځولم او ما ولیدل چې هلته ډېر زیات هډوکي پراته وو او هغه وچ شوي وو. ۳ هغه زما نه پوښتنه وکړه: «ای فاني انسانه، ایا دا هډوکي بېرته ژوندي کېدای شي؟» ما ځواب ورکړ: «ای څښتن تعالی، د دې په ځواب یوازې ته پوهېږې!»
۴ بیا هغه ماته وویل: «په دې هډوکو باندې نبوت وکړه او هغوی ته ووایه: ‹ای وچو هډوکو، د څښتن کلام ته غوږ ونیسئ.› ۵ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی هغوی ته داسې وایم: ‹زه به په تاسو کې ساه واچوم او تاسو به بېرته راژوندي کړم. ۶ زه به تاسو ته پلې او غوښه درکړم او په پوستکي کې به مو پټ کړم. په تاسو کې به ساه واچوم او بېرته به مو راژوندي کړم. بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم.›»
۷ نو څنګه چې ماته ویل شوي وو، ما نبوت وکړ. کله چې ما خبرې کولې، نو کړپهار مې واورېد چې هډوکو یو د بله سره په یوځای کېدلو پیل وکړ. ۸ نو ما وکتل چې په هډوکو باندې پلې او غوښه راپیدا شوې وې او بیا په پوستکي کې پټ شوي وو. خو په هغوی کې لا ساه نه وه.
۹ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، ساه ته نبوت وکړه او ورته ووایه چې څښتن تعالی درته حکم کوي چې د هرې خوا نه راشه، د دې مړو بدنونو ته ورننوځه او هغوی بېرته راژوندي کړه.» ۱۰ نو څنګه چې څښتن ماته وویل، ما هماغه شان نبوت وکړ. هغو بدنونو ته ساه ورننوتله، هغوی راژوندي شول او په خپلو پښو باندې ودرېدل. د هغوی شمېر دومره زیات ؤ چې یو ډېر لوی لښکر ورڅخه جوړ شو.
۱۱ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، ټول اسراییلیان په جلاوطنۍ کې د دې هډوکو په شان دي. هغوی وایي چې زمونږ هډوکي وچ شوي دي، زمونږ دپاره کومه هیله نشته او راتلونکی نه لرو. ۱۲ نو زما قوم ته نبوت وکړه او هغوی ته ووایه: ‹زه څښتن تعالی به ستاسو قبرونه خلاص کړم. تاسو به د هغه ځای نه راوباسم او بېرته به مو د اسراییلو وطن ته راولم. ۱۳ ای زما خلکو، کله چې زه ستاسو قبرونه خلاص کړم او تاسو ورڅخه راوباسم، نو هغه وخت به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم. ۱۴ زه به په تاسو کې خپله ساه واچوم، تاسو به بېرته راژوندي کړم او تاسو به په خپل وطن کې ځای په ځای کړم. نو بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم. ما وعده کړې ده چې زه به دا کار وکړم. ما، څښتن داسې ویلي دي.›»
۱۵ څښتن ماته وویل: ۱۶ «ای فاني انسانه، یو لرګی راواخله او په هغه باندې ولیکه: «د یهودا پاچاهي او د هغې سره یو ځای شوي اسراییلیان» بیا یو بل لرګی راواخله او په هغه باندې ولیکه: «د اسراییلو پاچاهي او د هغې سره یو ځای شوي اسراییلیان.» ۱۷ بیا د دواړو لرګیو څوکې سره یوځای کړه چې ستا په لاس کې د یو لرګي په شان ښکاره شي. ۱۸ کله چې خپل قوم درڅخه پوښتنه وکړي چې دا کار څه معنې لري، ۱۹ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه به هغه لرګی چې د اسراییلو د پاچاهۍ او د هغوی سره د یوځای شویو قبیلو استازیتوب کوي، راواخلم او د هغه لرګي سره به یې ونښلوم چې د یهودا د پاچاهۍ استازیتوب کوي. د هغو دواړو نه به یو لرګی جوړ کړم او په خپل لاس کې به یې ونیسم.›
۲۰ دواړه لرګي په خپل لاس کې ونیسه او پرېږده چې خلک یې وویني. ۲۱ بیا هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه به د اسراییلو خلک د هغو قومونو نه راوباسم چې هلته تللي دي، هغوی به راټول کړم او بېرته به یې خپل وطن ته راولم. ۲۲ زه به په هغه وطن کې د اسراییلو په غرونو باندې د هغوی نه یو قوم جوړ کړم. هغوی به یو پاچا ولري چې په دوی باندې به پاچاهي وکړي او هغوی به نور دوه قومونه نه وي او نه به په دوو پاچاهیو باندې ووېشل شي. ۲۳ هغوی به نور خپل ځانونه د کرکې وړ بتانو باندې ناپاکه نه کړي او نه به خپل ځانونه په ګناه باندې فاسد کړي. زه به هغوی د هغو ټولو لارو نه چې هغوی په کې ګناه کړې ده، خلاص کړم. زه به هغوی پاک کړم، هغوی به زما قوم شي او زه به د هغوی خدای شم.
۲۴ زما د خدمتګار داود د کورنۍ څخه به یو کس د هغوی پاچا وي. هغوی ټول به د هغه د پاچاهۍ لاندې یو موټی شي او د هغوی ټولو به یو شپون وي او په وفادارۍ سره به زما په قوانینو او حکمونو باندې عمل کوي. ۲۵ هغوی به په هغه وطن کې واوسیږي چې خپل خدمتګار یعقوب ته مې ورکړی دی، هغه وطن چې ستاسو نیکونه په کې اوسېدل. دوی به تل هلته واوسیږي او همدارنګه د هغوی اولادونه او د هغوی د اولادونو اولاده به د تل دپاره په کې واوسیږي او زما د خدمتګار داود د کورنۍ څخه یو کس به تل تر تله د هغوی پاچا وي. ۲۶ زه به د هغوی سره د سولې او امن ابدي لوظ وکړم. زه به هغوی په خپل وطن کې ځای په ځای کړم، نفوس به یې زیات کړم او د هغوی په وطن کې به خپل سپېڅلی کور چې تر ابده پورې به هلته وي، رامنځته کړم. ۲۷ زما د اوسېدلو ځای به د هغوی په منځ کې وي، زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي. ۲۸ کله چې زما سپېڅلی کور د هغوی په منځ کې د تل دپاره شتون ولري، نو بیا به نور قومونه په دې پوه شي چې ما اسراییل د دې دپاره غوره کړي دي چې زما سپېڅلی قوم شي.›»