چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، زه څښتن تعالی د اسراییلو خلکو ته داسې وایم چې دا ستاسو دپاره د پای ټکی دی! ستاسو د ټول هېواد د پای وخت رارسېدلی دی. ۳ نو اوس ستاسو دپاره د پای وخت رارسېدلی دی او خپل غضب به په تاسو باندې نازل کړم. تاسو به د خپلو اوسېدونکو د بدو کړنو له امله محاکمه او د هغوی د ټولو د کرکې وړ عملونو له امله به تاسو ته سزا درکړم. ۴ زه به تاسو ته د مینې په سترګه ونه ګورم او په تاسو باندې به هېڅ رحم ونه کړم. زه به تاسو ته د هغو د کرکې وړ عملونو له امله چې کړي مو دي، سزا درکړم. نو بیا به تاسو په دې پوه شئ چې زه څښتن یم.»
۵ «زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹په تاسو به یو مصیبت راشي. ګوره، داسې مصیبت چې هېڅکله په تاسو نه وي راغلی. ۶ اخري وخت رارسېدلی دی. اخري وخت ډېر نژدې دی او ټول شیان پای ته رسیږي. ۷ ای د دې هېواد اوسېدونکو، ستاسو د اجل وخت رارسېدلی دی. هغه وخت رانژدې دی چې نور به په غرونو کې د خوشحالۍ اواز وانه ورېدل شي، بلکې تاسو به په پرېشانۍ کې یئ.
۸ ډېر زر به په تاسو باندې خپل قهر او غضب نازل کړم. زه به تاسو د خپلو بدو کړنو له امله محاکمه او د خپلو ټولو د کرکې وړ عملونو له امله به سزا درکړم. ۹ زه به تاسو ته د مینې په سترګه ونه ګورم او په تاسو باندې به هېڅ رحم ونه کړم. زه به تاسو ته د هغو کرکې وړ عملونو له امله چې تاسو کړي دي، سزا درکړم. نو بیا به تاسو په دې پوه شئ چې زه هغه څښتن یم چې تاسو ته سزا درکوم.›»
۱۰ څښتن بیا وویل: «ګورئ، په اسراییلو باندې د مصیبت ورځ ډېره نژدې ده. ستاسو اجل رارسېدلی دی. ظلم او زیاتی خپل وروستي حد ته رسېدلی دی او غرور زیات شوی دی. ۱۱ د ظلم او زیاتي له امله شرارت زیات شوی دی. د دې مغرورو او بدکاره خلکو نه به هېڅ شی پاتې نه شي، نه به د هغوی شتمني او نه به د هغوی شان او شوکت.
۱۲ هغه وخت رارسېدلی دی او هغه ورځ نژدې شوې ده. په هغه ورځ دې اخیستونکي خوشحالي نه کوي او خرڅوونکي دې خفګان نه کوي، ځکه ټول خلک به زما په قهر او غضب اخته شي. ۱۳ ترڅو چې اخیستونکی او خرڅوونکی ژوندي وي، اخیستونکی به بېرته خپل جایداد ترلاسه نه کړي، ځکه دا رویا چې زه یې تاسو ته بیانوم، په ټولو پورې اړه لري او هغه بدلېدونکې نه ده. د ګناهونو له امله به هېڅوک ژوندی پاتې نه شي. ۱۴ د جګړې سرنی وهل شوی دی او هرڅه تیار دي، خو هېڅوک جګړې ته نه ځي، ځکه چې په ټولو خلکو باندې زما غضب نازل شوی دی.
۱۵ د ښار څخه دباندې جنګ او په ښار کې به وبا او قحطي وي. هرڅوک چې د ښار نه دباندې ووځي، په توره به ووژل شي او هغه څوک چې په ښار کې پاتې شي د قحطۍ او وبا له امله به مړه شي. ۱۶ حتی که څوک ژوندي هم پاتې شي، د درو د کوترو په شان به غرونو ته وتښتي او هلته به هم د خپلو ګناهونو له امله زګېروی وکړي. ۱۷ د هرچا لاسونه به کمزوري شي او زنګنونه به یې رپیږي. ۱۸ هغوی ټول به په سخته وېره کې د ویر کالي واغوندي. د هغوی سرونه به د ویر له امله خریلي وي او له شرمه به یې سرونه ټیټ وي. ۱۹ هغوی به خپل سپین زر لکه د چټلیو په شان په کوڅو کې وغورځوي او د هغوی سره زر به یو ناپاکه شی وګڼل شي، ځکه کله چې څښتن خپل غضب نازل کړي، نو نه سپین او نه سره زر هغوی ژغورلی شي. هغوی په دې باندې خپله لوږه نه شي ختمولی او نه ورباندې د هغوی خېټې مړیږي. ځکه چې سپین او سره زر هغوی د ګناه خواته بوتلل. ۲۰ یو وخت هغوی په خپلو ښکلو زېوراتو باندې ویاړ کاوه، خو له هغو نه یې د کرکې وړ بتانو په جوړولو کې کار اخیست. نو له دې امله به زه دا ټوله شتمني د هغوی دپاره ناپاکه وګرځوم.»
۲۱ څښتن بیا وویل: «زه به پردي خلک پرېږدم چې هغوی لوټ کړي او د نړۍ شریر خلک به د هغوی شتمني یوسي او هغه به یو عادي شی جوړ کړي. ۲۲ زه به خپل مخ د دې شریرو خلکو څخه واړوم او هغوی به زما قیمتي ځای ته سپکاوی وکړي. لوټماران به هلته ورننوځي او هغه به یو عادي شی جوړ کړي.
۲۳ د اسراییلو د قوم دپاره زنځیرونه تیار کړئ، ځکه د هغوی ټول هېواد د وینو تویولو او جنایتونو څخه ډک دی او ښار هم د تاوتریخوالي څخه ډک دی. ۲۴ زه به تر ټولو شریر قومونه دلته راولم چې د هغوی کورونه په زور ونیسي. زه به د زورورو خلکو غرور پای ته ورسوم او زه به پرېږدم چې د هغوی سپېڅلي ځایونو ته سپکاوی وشي. ۲۵ کله چې هغوی په سخته وېره اخته شي، نو د امن او ارامۍ په لټه کې به شي، خو هغه به هېڅکله ونه مومي. ۲۶ یو مصیبت پسې به بل مصیبت راشي او یوازې ګونګوسې به اورېدل کیږي. هغوی به د پیغمبرانو څخه د راتلونکې په اړه د رویا غوښتنه کوي. د کاهنانو تعلیم به پای ته ورسیږي او مشران به د مشورې ورکولو څخه عاجز وي. ۲۷ پاچا به ویر کوي، مامورین به خپله هیله له لاسه ورکړي او خلک به له وېرې څخه رپیږي. هغوی چې کوم کارونه کړي دي، د هغو سره سم به زه هغوی ته سزا ورکړم او د هغوی په اړه به داسې قضاوت وکړم لکه څنکه چې هغوی د نورو په هکله کړی دی. نو بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.»