چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ زمونږ د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې میاشتې په پنځمه ورځ زه په خپل کور کې د یهودا د مشرانو سره ناست وم. ناڅاپه د څښتن تعالی قوت په ما باندې نازل شو. ۲ ما وکتل او په رویا کې مې د انسان په شان یو شکل ولیده. بدن یې د ملا نه ښکته د اور د لمبو په شان ښکاره کېده او د ملا نه پورته د یو ځلېدونکي فلز په شان ؤ. ۳ وروسته بیا هغه یو شی چې د لاس په شان ؤ، رااوږد کړ او زه یې د ویښتانو څخه ونیولم. په دې وخت کې په رویا کې د خدای روح اسمان ته پورته کړم او زه یې په اورشلیم کې د څښتن د کور د دنننۍ حوېلۍ د شمالي دروازې خولې ته بوتلم. هلته یو بت ؤ چې خدای یې ډېر په قهر کړ او د هغه غیرت یې راوپاراوه. ۴ نو هلته مې د اسراییلو د خدای جلال ولیده چې د هغې رویا په شان ؤ چې په دره کې مې لیدلې وه.
۵ بیا څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، اوس شمال خواته وګوره.» نو ما هغې خواته وکتل او د دروازې شمال خواته مې د هغه بت د قربانۍ ځای ولیده چې د خدای غیرت یې راپارولی ؤ. ۶ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، ته وینې چې د اسراییلو قوم په څه کارونو باندې اخته دی؟ ګوره چې هغوی د کرکې وړ کارونه کوي او دا د دې سبب ګرځي چې زه د خپل سپېڅلي ځای څخه لېرې شم. خو ته به د دې څخه نور هم زیات د کرکې وړ کارونه ووینې.»
۷ هغه زه د دنننۍ حوېلۍ د دروازې خولې ته بوتلم او په دېوال کې یې راته یو سوری راوښود. ۸ هغه ماته وویل: «ای فاني انسانه، دا سوری لوی کړه.» او ما هغه سوری لوی کړ او هلته مې یوه دروازه ولیدله. ۹ هغه راته وویل: «دننه لاړ شه او وګوره چې هغوی څنګه ناوړه او د کرکې وړ کارونه په دې ځای کې سرته رسوي.» ۱۰ نو زه دننه ورغلم او ومې لیدل چې په دېوالونو باندې د خزندو، ناپاکو حیواناتو او د هغو ټولو بتانو نقشونه چې اسراییلیانو ورته عبادت کاوه، ویستل شوي وو. ۱۱ د اسراییلو د قوم اویا مشران د هغو په مخکې هلته ولاړ وو چې په هغو کې د شافان زوی یازنیا هم شامل ؤ. هر یو په خپلو لاسونو کې د خوشبویۍ د سوځولو لوښی نیولی ؤ او د هغه نه د خوشبویۍ لوګی پورته کېده. ۱۲ څښتن زما څخه پوښتنه وکړه: «ای فاني انسانه، ایا تا لیدلي دي چې د اسراییلو ټول مشران په خپله کوټه کې په پټه د خپل بت عبادت کوي؟ هغوی داسې وایي: ‹څښتن مونږ نه ویني، ځکه چې هغه دا هېواد پریښی دی.›»
۱۳ بیا څښتن وویل: «ته به د دې څخه وروسته د دې نه هم ډېر د کرکې وړ کارونه چې هغوی یې کوي، ووینې.» ۱۴ نو هغه زه د څښتن د کور د شمالي دروازې خولې ته بوتلم او هلته یې ښځې راته وښودلې چې ناستې وې او د خپل خدای تموز په مرګ یې ژړا کوله.
۱۵ هغه پوښتنه وکړه: «ای فاني انسانه، ایا ته دا وینې؟ خو ته به د دې څخه وروسته د دې نه هم ډېر ناوړه او د کرکې وړ کارونه ووینې.» ۱۶ نو بیا هغه زه د څښتن د کور دنننۍ حوېلۍ ته بوتلم. هلته د څښتن د کور د ننوتلو دروازې ته نژدې د قربانۍ د ځای او برنډې ترمنځ پنځه ویشت سړي ولاړ وو. هغوی د عبادت ځای ته شاګانې اړولې وې او خپل مخونه یې ختیځ خواته اړولي وو او لمر ته یې عبادت کاوه.
۱۷ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، ایا ته دا وینې؟ ایا دا لازمه ده چې د یهودا قوم دا د کرکې وړ کارونه ترسره کړي، په ټول هېواد کې ظلم او زیاتی خپور کړي او زما قهر او غضب نور هم راوپاروي؟ هغوی ته وګوره چې څنګه په بېشرمۍ زما سپکاوی کوي. ۱۸ نو له دې امله به په هغوی باندې خپل غضب نازل کړم. زه به هغوی ته د مینې په سترګه ونه ګورم او په هغوی باندې به هېڅ رحم ونه کړم. هغوی به چیغې وهي او ماته به په ډېر لوړ اواز زارۍ کوي، خو زه به ورته غوږ ونه نیسم.»