۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ ګلتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

پنځم باب

۱مسيح مُونږ دَ آزاد اوسيدلو دَ پاره آزاد کړى يُو، نو بيا پرے ټينګ اوسئ اَؤ بيا غُلامان مۀ جوړيږئ.

دَ ايماندارانو آزادى

۲ګورئ، زَۀ پولوس تاسو ته وايم چه که تاسو سُنت شئ نو دَ مسيح نه به تاسو ته هيڅ فائده نۀ وى. ۳بلکه زَۀ په هر سُنت شوى سړى ګواهى ورکوم چه هغه به په ټول شريعت عمل کوى. ۴تاسو کُوم چه دَ شريعت په وسيله صادِق کيدل غواړئ، دَ مسيح نه جُدا شوئ اَؤ دَ فضل نه پاتے شوئ. ۵ځکه چه مُونږ دَ رُوحُ القُدس په وسيله په ايمان سره به صادِقان ګرزولے شُو اَؤ مُونږ دَ اُميد سره دَ دے اِنتظار کوُو. ۶اَؤ څوک چه دَ مسيح عيسىٰ سره يووالے لرى، دَ هغۀ نۀ خو سُنتيدل څۀ معنىٰ لرى اَؤ نۀ نا سُنتيدل، خو دَ هغۀ ايمان چه په مسيح دے، دَ فائدے خبره ده اَؤ ايمان دَ مينے په وسيله ښکارى. ۷تاسو خو ښه منډه وهله، ستاسو په لاره کښے چا رکاوټ جوړ کړو چه دَ حق دَ منلو نه ايسار شوئ؟ ۸دا لمسه ستاسو دَ رابلُونکى خُدائے له طرفه نۀ ده. ۹ياد لرئ چه لږه خمبيره ټول آخښلى اوړۀ خمبيره کړى. ۱۰زما په مالِک کښے په تاسو يقين دے چه تاسو به بل څۀ خيال نۀ کوئ اَؤ څوک چه تاسو ويروى، که هغه هر څوک هم وى، سزا به مُومى.

۱۱زما ورُوڼو! که زَۀ تر اوسه دَ سُنتيدو پيغام ورکوم نو بيا تر اوسه عذابولے ولے شوم؟ په هغه صُورت خو دَ عيسىٰ دَ سولئ دَ تيندک خبره هم نۀ وه. ۱۲زما خوښه خو دا ده چه ستاسو راپارووُونکے دِ يواځے دَ سنتُولو نه، بلکه خپل ځان به نامرد کړے وى!

۱۳زما ورُوڼو! تاسو دَ آزادئ دَ پاره رابللى شوى يئ، خو دا آزادى خپل جسمانى شوقُونو دَ پاره مه اِستعمالوئ بلکه دَ مينے سره دَ يو بل خدمت کوئ. ۱۴ځکه چه ټول شريعت يواځے په دے حُکم ځوړند دے، يعنے په دے چه ”تۀ دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه لره.“ ۱۵خو که چرے تاسو يو بل چيچئ اَؤ خورئ نو پام کوئ، تاسو دواړه به يو بل برباد کړئ.

دَ رُوح ميوه اَؤ دَ جِسم کارُونه

۱۶زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ. ۱۷ځکه چه اِنسانى فطرت دَ خدائے دَ روح په خلاف خواهش کوى اؤ دَ خدائے روح دَ انسانى فطرت په خلاف، اَؤ دا دَ يو بل مُخالف دى دَ پاره دَ دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ، هغه کولے نۀ شئ. ۱۸خو که چرے تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت روان يئ نو تاسو دَ شريعت ماتحت نۀ يئ.

۱۹اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت، ۲۰بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه، ۲۱بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

۲۲خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى، ۲۳عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے. ۲۴اَؤ څوک چه دَ مسيح دى نو هغوئ خپل دَ اِنسانى فطرت ټول رغبتُونه اَؤ خواهشُونه په سولئ خيژولى دى. ۲۵که چرے مُونږ دَ خُدائے دَ رُوح په وسيله ژوندى يُو نو دَ خُدائے دَ رُوح په مُطابق ژوند تيرول هم په کار دى. ۲۶مُونږ دِ بے ځايه فخر ونۀ کړُو، نۀ دِ يو بل تنګوُو اَؤ نۀ دِ دَ يو بل نه سوزُو.