۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ ګلتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

شپږم باب

دَ يو بل بوج اُوچتوئ

۱اَئے ورُوڼو! که څوک په څۀ قصُور کښے ونيولے شى نو تاسو چه دَ رُوحُ القُدس په هدايت چليږئ هغه په عاجزئ سره په ځائے کړئ، اَؤ خپل خيال هم ساتئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزے ۲تاسو دَ يو بل خيال ساتئ اَؤ دغه شان دَ مسيح شريعت پُوره کوئ. ۳ځکه چه که څوک سړے خپل ځان څۀ شمارى اَؤ وى هيڅ هم نه، نو دَ خپل ځان سره ټګى کوى. ۴نو بيا دِ هر سړے خپل ځان وآزمئى، په داسے حال کښے به هغۀ ته په خپل ځان دَ فخر موقع وى، نۀ چه دَ بل. ۵ځکه چه هر سړے به خپل بوج اُوچتوى.

۶دَ کلام تعليم آخستُونکے دِ تعليم ورکووُونکے په ټولو ښو څيزُونو کښے شريک کړى.

۷دَ ځان سره ټګى ونۀ کړئ، دَ خُدائے سره ټوقے نۀ شى کيدے ځکه چه سړے چه څۀ کرى هم هغه به ريبى. ۸که چرے هغه په خپل اِنسانى فطرت کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ دے نه دَ فنا کيدو فصل وريبى، اَؤ که چرے هغه دَ خُدائے په رُوح کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ خُدائے دَ رُوح نه دَ تل ژوندُون وريبى. ۹نو بيا دِ مُونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو، ځکه چه که بے زړۀ نۀ شُو نو په عين وخت به ئے وريبُو. ۱۰نو بيا چه څومره موقع په لاس درځى، دَ ټولو سره نيکى کوئ، خاص دَ ايماندارانو سره.

آخرى خبردارے اَؤ برکت

۱۱ګورئ چه ما تاسو ته په خپل لاس څومره په غټو غټو ټکو ليکلى دى. ۱۲څومره خلق چه جسمانى نمائش غواړى، هغوئ تاسو په سُنتيدلو مجبُوروى تش دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح دَ سولئ په وجه ونۀ عذابولے شى. ۱۳ولے چه سُنت شوى په خپله هم په شريعت عمل نۀ کوى خو ستاسو سُنتيدل ځکه غواړى چه ستاسو په جِسمانى حالت فخر وکړى. ۱۴خو خُدائے دِ نۀ کړى چه زَۀ په څۀ څيز فخر وکړم بغير دَ عيسىٰ مسيح دَ سولئ نه، چه په هغے دُنيا زما په نزد په سولئ شوله اَؤ زَۀ دَ دُنيا په نزد. ۱۵ځکه چه نۀ سُنتيدل څۀ څيز دے اَؤ نۀ نا سُنتيدل، بلکه نوے مخلُوق. ۱۶اَؤ څومره چه په دے لار چليږى، هغوئ ته، يعنے دَ خُدائے حقيقى اِسرائيل ته دِ سلامتى اَؤ رحم وى.

۱۷دَ دے نه پس هيڅوک دِ ما له نور تکليف نۀ راکوى ځکه چه زَۀ په خپل بدن دَ عيسىٰ داغُونه لرم.

۱۸زما ورُوڼو! زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى، آمين.

بل څپرکۍ