۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پیدایښت کتاب

لسم فصل

د حضرت نوح د زامنو اولاده

(اول تواریخ ۱: ۵ - ۲۳)

۱ دا د حضرت نوح د زامنو حام، سام او یافث اولاده ده چې د سیلاب څخه وروسته زېږېدلې ده.

۲ د یافث زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس. ۳ د جومر زامن: آشکناز، ریفات او توجرمه. ۴ د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیم او رودانیم. ۵ دا د هغو خلکو نیکونه وو چې د دریاب په غاړه او په جزیرو کې اوسیږي. دا ټوله د یافث اولاده وه چې خپلې ژبې، خپل قومونه او خپلې ځمکې یې درلودلې.

۶ د حام زامن: کوش، مصرایم، فوط او کنعان. ۷ د کوش اولاده سبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شبا او ددان وه. ۸ د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د دنیا اولنی قوي جنګیالی ؤ. ۹ هغه د خدای پاک په نظر کې یو ډېر قوي ښکاري ؤ، له دې کبله خلک وایي: <خدای پاک دې ستا څخه د نمرود په شان لوی ښکاري جوړ کړي.> ۱۰ د هغه په پادشاهۍ کې اول بابل، ارک، اکد او کلنه شامل وو چې دا درې واړه د شنعار په خاوره کې پراته دي. ۱۱ او د هغه ځای څخه نمرود آشور ته لاړ او د نینوا، رحوبوت عیر او کالح ښارونه ۱۲ او ریسن چې د نینوا او د کالح د لوی ښار ترمنځ پروت دی جوړ کړل.

۱۳ د مصرایم اولاده د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو، ۱۴ فتروسیانو، کسلوحیانو او کریت قومونه دي. (فلسطینیان د کریت د قوم څخه وو.)

۱۵ کنعان د صیدون پلار ؤ چې د هغه مشر زوی ؤ او همدارنګه هغه د حیتیانو، ۱۶ یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، ۱۷ حویانو، عرقیانو، سینیانو، ۱۸ اروادیانو، صماریانو او حماتیانو نیکه هم ؤ. د هغه څخه وروسته د کنعانیانو قبیلې خپرې شوې. ۱۹ د کنعان پولې د صیدون څخه د جرار خواته تر غزې او بیا د سدوم، عمورې، ادمه او صبوئیم څخه تر لاشع پورې ورسېدلې. ۲۰ دا د حام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.

۲۱ د سام څخه چې د یافث مشر ورور ؤ هم زامن پیدا شول او سام د ټولو عبرانیانو نیکه ؤ. ۲۲ د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او ارام وو. ۲۳ د ارام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو. ۲۴ ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عابر پلار ؤ. ۲۵ د عابر څخه دوه زامن پیدا شول، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د دنیا خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ. ۲۶ د یقطان څخه الموداد، شالف، حضرموت، یارح، ۲۷ هدورام، اوزال، دقله، ۲۸ عوبال، ابیمائیل، شبا، ۲۹ اوفیر، حویله او یوباب پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو. ۳۰ هغه سیمه چې هغوی په کې اوسېدل هغه د میشا څخه د سفارې د لمرخاته غرنۍ سیمې پورې غزېدلې وه. ۳۱ دا د سام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.

۳۲ او په دې سره د حضرت نوح د اولادې لست پوره کیږي. د سیلاب څخه وروسته د هغوی د اولادې څخه قومونه رامنځته شول او په ټوله دنیا کې خپاره شول.