چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ابراهیم د ممري څخه د کنعان جنوب خواته کډه وکړه او د قادش او شور په منځ کې یې اوسېده او د یو څه وخت دپاره په جرار کې پاتې شو. ۲ هلته ابراهیم د خپلې ښځې ساره په هکله وویل: «هغه زما خور ده.» د جرار پاچا ابي ملک په ساره پسې کسان ولېږل او هغه یې راوستله. ۳ یوه شپه خدای په خوب کې ابي ملک ته ښکاره شو او ویې ویل: «ته به مړ شې، ځکه هغه ښځه چې تا خپل ځان ته راوستلې ده، هغه واده شوې ښځه ده.»
۴ خو ابي ملک لا هغې ته ورنژدې شوی نه ؤ، هغه وویل: «ای څښتنه، ایا ته به بې ګناه خلک ووژنې؟ ۵ ابراهیم په خپله وویل چې هغه زما خور ده او هغې هم همدا خبره وکړه چې دی زما ورور دی او دا کار ما د پاک وجدان له مخې کړی دی او هېڅ غلطي مې نه ده کړې.»
۶ خدای په خوب کې هغه ته وویل: «هو، زه پوهېږم چې تا دا کار د پاک وجدان له مخې کړی دی او ته مې د دې څخه وساتلې چې زما په وړاندې کومه ګناه وکړې او دې ته مې پرېنښودلې چې هغې ته لاس وروړې. ۷ اوس هغه ښځه بېرته خپل مېړه ته ورکړه. هغه نبي دی او هغه به ستا دپاره دعا وکړي، ترڅو ژوندی پاتې شې. خو که چېرې هغه بېرته ورنه کړې، په دې پوه شه چې ته او ستا ټول خلک به مړه شئ.»
۸ سبا سهار وختي ابي ملک خپل ټول درباریان راوغوښتل او څه چې پېښ شوي وو هغوی ته یې بیان کړل او هغوی ډېر ووېرېدل. ۹ بیا ابي ملک ابراهیم راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «زمونږ سره دې څه وکړل؟ ما ستا سره څه بد کړي وو چې داسې لوی مصیبت دې په ما او زما په پاچاهۍ باندې راوست؟ تا زما سره داسې کار وکړ چې د کولو نه ؤ.» ۱۰ بیا ابي ملک د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: «داسې کار دې ولې وکړ؟» ۱۱ ابراهیم ځواب ورکړ: «ما فکر وکړ چې د دې ځای خلک د خدای څخه نه وېریږي او ما به د خپلې ښځې په خاطر ووژني. ۱۲ هغه په رښتیا سره زما خور ده، هغه زما ناسکه خور ده. هغه زما د پلار لور ده، خو زما د مور لور نه ده او ما د هغې سره واده کړی دی. ۱۳ کله چې خدای زه د خپل پلار د کور څخه پردي هېواد ته ولېږلم، ما هغې ته وویل: ‹دا به زما سره ستا وفاداري وي چې مونږ هرځای ته لاړ شو، زما په هکله به وایې چې هغه زما ورور دی.›»
۱۴ نو ابي ملک ابراهیم ته پسونه او غویان، غلامان او وینځې ورکړل او د هغه ښځه ساره یې بېرته هغه ته وسپارله. ۱۵ ابي ملک وویل: «زما ټوله ځمکه ستا په مخکې ده، هرځای چې ستا خوښ وي هلته واوسېږه.» ۱۶ هغه ساره ته وویل: «زه ستا ورور ته د سپینو زرو زر سیکې ورکوم، ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې ستا سره دي دا ثابته شي چې ته بې ګناه یې او هر یو په دې باندې پوه شي چې تا کومه غلطي نه ده کړې.»
۱۷-۱۸ د هغه څه په خاطر چې د ابراهیم په ښځې ساره باندې شوي وو، څښتن د ابي ملک د کورنۍ ټولې ښځې شنډې کړې وې. نو ابراهیم د ابي ملک دپاره دعا وکړه او خدای هغه ته شفا ورکړه. هغه همدارنګه د هغه ښځې او د هغه وینځو ته هم شفا ورکړه چې ماشومان وزېږوي.