چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ یعقوب هم په خپله مخه لاړ او د خدای فرښتې ورسره مخامخ شوې. ۲ کله چې یعقوب هغوی ولیدلې، ویې ویل: «دا د خدای کمپ دی.» نو د هغه ځای نوم یې محنایم کېښود.
۳ یعقوب د ځان څخه مخکې خپل ورور عیسو ته چې د ادوم په خاوره کې اوسېده، استازي ولېږل. ۴ هغوی ته یې وویل: «زما بادار عیسو ته ووایئ چې ستا غلام یعقوب داسې وایي: ‹زه د لابان سره اوسېدم او تراوسه پورې هلته پاتې وم. ۵ زه د پادو، خرو، پسونو، وزو، غلامانو او وینځو خاوند شوی یم. اوس مې خپل بادار ته دغه پیغام ولېږه چې په ما باندې مهرباني وکړې.›»
۶ کله چې استازي بېرته یعقوب ته راستانه شول، هغوی وویل: «مونږ ستا ورور عیسو ته لاړو او هغه د څلور سوه کسانو سره ستا د لیدلو دپاره راروان دی.» ۷ نو یعقوب ډېر ووېرېد او پرېشانه شو. هغه خپل خلک او رمې، پادې او اوښان په دوه ډلو باندې ووېشل. ۸ هغه فکر وکړ: «که چېرې عیسو په لومړنۍ ډلې باندې حمله وکړي، نو بله ډله به وکولای شي چې وتښتي.»
۹ بیا یعقوب دعا وکړه: «ای زما د پلار ابراهیم خدایه او زما د پلار اسحاق خدایه، ای څښتنه چې ماته دې وویل خپل وطن او خپلو خپلوانو ته بېرته لاړ شه، زه به تا نېکمرغه کړم. ۱۰ زه د هغو ټولو مهربانیو او وفاداریو وړ نه یم چې د خپل غلام سره دې کړي دي. کله چې زه د اردن د سیند څخه تېرېدم، نو زما سره یوازې یوه امسا وه. او اوس زه د دوو لویو ډلو خاوند یم. ۱۱ اوس سوال کوم چې ما د خپل ورور عیسو له لاسه وژغوره، ځکه زه وېرېږم چې هغه به راشي او په مونږ به حمله وکړي او مونږ به د ښځو او ماشومانو سره له منځه یوسي. ۱۲ بلکې هغه وعده رایاده کړه چې تا زما سره کړې وه چې ما سره به ښه کوې او زما اولاده به د بحیرې د شګو په شان دومره زیاتوې چې ونه شمېرل شي.»
۱۳ هغه هلته شپه تېره کړه او هرڅه چې یې درلودل د هغو څخه یې د خپل ورور عیسو دپاره سوغات غوره کړ: ۱۴ دوه سوه وزې او شل سېرلي، دوه سوه مېږې او شل پسونه، ۱۵ دېرش اوښې د هغو د بچیو سره، څلوېښت غواګانې او لس غویان، شل خرې او لس خره. ۱۶ هغوی یې په دوه ډلو ووېشل او خپلو غلامانو ته یې وسپارل او هغوی ته یې وویل: «زما څخه مخکې ځئ او د ډلو ترمنځ فاصله پرېږدئ.» ۱۷ یعقوب هغه غلام ته چې مخکې روان ؤ، حکم وکړ: «کله چې زما ورور عیسو ستا سره مخامخ شي او پوښتنه وکړي چې ستاسو بادار څوک دی؟ تاسو چېرې ځئ؟ او ستاسو په مخکې دا حیوانات د چا دي؟ ۱۸ باید ووایې: ‹دا ستا د غلام یعقوب دي او هغه یې د سوغات په توګه خپل بادار عیسو دپاره لېږلي دي او په خپله یعقوب هم مونږ پسې راروان دی.›» ۱۹ همدارنګه هغه دوهم، درېم او ټولو پادوانانو ته امر وکړ: «کله چې د عیسو سره مخامخ شئ، نو همداسې به ورته وایئ. ۲۰ خامخا ووایئ چې ستا غلام یعقوب مونږ پسې راروان دی.» ځکه هغه فکر کاوه چې د دې سوغاتونو په وسیله به چې مخکې مې لېږلي دي د هغه قهر سوړ کړم او چې کله د هغه سره مخامخ شم، کېدای شي چې هغه ما وبخښي. ۲۱ نو د یعقوب سوغاتونه له هغه څخه مخکې لاړل، خو هغه شپه په کمپ کې تېره کړه.
۲۲ په هماغه شپه یعقوب پاڅېد او خپلې دوه ښځې، دوه وینځې او خپل یوولس زامن یې واخیستل او د یبوق د سیند په ګودر باندې پورې وتل. ۲۳ وروسته له دې چې هغوی یې د سیند څخه پورې ویستل، هغه خپل مال او شتمني هم ولېږله. ۲۴ نو یعقوب یوازې پاتې شو او یو کس راغی او د هغه سره یې د سهار تر رڼایۍ پورې غېږه ونیوله. ۲۵ نو کله چې هغه کس ولیدل چې په یعقوب باندې بری نه شي موندلی، نو د یعقوب په ورون باندې یې ګوزار وکړ او د هغه ورون له بنده وخوت. ۲۶ نو بیا هغه سړي وویل: «ما پرېږده چې لاړ شم، ځکه چې لمر په راختلو دی.» خو یعقوب ځواب ورکړ: «ترڅو چې ماته برکت رانه کړې، تا نه پرېږدم چې لاړ شې.» ۲۷ هغه کس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «یعقوب.» ۲۸ هغه کس وویل: «له دې وروسته به نور ستا نوم یعقوب نه وي، بلکې اسراییل به وي، ځکه چې تا د خدای او انسان سره غېږه ونیوله او بریالی شوې.» ۲۹ یعقوب وویل: «خپل نوم دې ماته ووایه.» خو هغه ځواب ورکړ: «ولې زما د نوم پوښتنه کوې؟» نو په هغه ځای کې یې یعقوب ته برکت ورکړ.
۳۰ نو یعقوب وویل: «خدای مې مخامخ ولیده او لا تراوسه هم ژوندی پاتې یم.» نو یعقوب هغه ځای د فنییل په نوم یاد کړ. ۳۱ د لمرخاته په وخت کې هغه د فنییل څخه تېر شو او د خپل ورون په سبب یې ګوډ، ګوډ تګ کاوه. ۳۲ په همدې خاطر اسراییلیان تر نن ورځې پورې هغه پله چې د ورون د بنده پورې نښتې ده نه خوري، ځکه چې د یعقوب د ورون همدې برخې ګوزار خوړلی ؤ.