د پیدایښت کتاب

اته دېرشم فصل

یهودا او تامار

۱ داسې وشول چې په هغه وخت کې یهودا خپل ورونه پرېښودل او د حیره په نوم یو سړي سره چې د عدولام د ښار څخه ؤ، پاتې شو. ۲ هلته یهودا د شوعه په نوم د یو کنعاني د لور سره مخامخ شو. یهودا د هغې سره واده وکړ او ورسره یوځای شو. ۳ هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې عیر نوم کېښود. ۴ هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. په هغه باندې یې اونان نوم کېښود. ۵ هغې بل زوی وزېږاوه او په هغه باندې یې شیله نوم کېښود. یهودا په کزیب کې ؤ چې هلک پیدا شو.

۶ یهودا خپل مشر زوی ته ښځه وکړه او د هغې نوم تامار ؤ. ۷ د عیر چلند د څښتن په نظر کې بد ؤ. نو څښتن هغه مړ کړ. ۸ هغه وخت یهودا د عیر ورور اونان ته وویل: «لاړ شه او د خپل ورور د کونډې سره یوځای شه او د هغې د مېړه د ورور په توګه دې خپل مسوولیت تر‌سره کړه، ترڅو ستا ورور هم اولادونه ولري.» ۹ خو اونان په دې پوهېده چې دا به د ده اولادونه نه وي. نو کله به چې هغه د خپلې کونډې ورېندارې سره څملاست، خپل ځان به یې په ځمکه باندې انزال کاوه او نه یې غوښتل چې د خپل ورور دپاره اولاد راوړي. ۱۰ څه چې هغه کول هغه د څښتن په نظر کې بد ښکاره کېدل. نو څښتن هغه هم وواژه. ۱۱ نو یهودا خپلې انږور تامار ته وویل: «د خپل پلار په کور کې د کونډې په توګه اوسېږه، تر هغې پورې چې زما زوی شیله لوی شي.» ځکه هغه وېرېده چې شیله به هم د خپلو ورونو په شان مړ شي. نو تامار لاړه چې د خپل پلار په کور کې واوسیږي.

۱۲ څه موده وروسته د یهودا ښځه یعنې د شوعه لور مړه شوه. کله چې د غم وخت تېر شو، نو یهودا د خپل دوست حیره عدولامي سره د تمنه ښار ته چې هلته د هغه پسونه سکولول کېدل، لاړ. ۱۳ کله چې تامار خبره شوه چې د هغې خسر د خپلو پسونو د سکولولو دپاره تمنې ته روان دی، ۱۴ نو هغې خپل د کونډتوب کالي وویستل، خپل مخ یې په څادر کې پټ کړ او د عینایم په دروازه کې چې د تمنې په لاره کې وه، کښېناستله. هغې دا کار په دې خاطر وکړ چې د یهودا کشر زوی لوی شوی ؤ، خو یهودا دا پلان نه درلود چې تامار ورته په نکاح کړي. ۱۵ کله چې یهودا هغه ولیدله، په هغې یې د بدلمنې ګومان وکړ، ځکه چې مخ یې پټ ؤ. ۱۶ هغه پوه نه شو چې هغه د ده انږور ده. هغه د لارې په غاړه باندې هغې ته ورغی او ویې ویل: «راشه، چې درسره څملم.» هغې پوښتنه وکړه: «ماته به څه راکړې چې درسره څملم؟» ۱۷ هغه وویل: «زه به د خپلې رمې څخه تاته یو سېرلی درولېږم.» هغې پوښتنه وکړه: «تر هغې پورې چې ته هغه رالېږې، ماته به څه شی د ضمانت په توګه پرېږدې؟» ۱۸ هغه وویل: «څه شی درته د ضمانت په توګه درکړم؟» هغې ځواب ورکړ: «مهر، د هغه مزی او دا امسا چې ستا په لاس کې ده.» نو هغه دا هرڅه هغې ته ورکړل او ورسره څملاست او تامار د هغه څخه امیدواره شوه. ۱۹ تامار کور ته لاړه. خپل څادر یې لېرې کړ او خپل د کونډتوب کالي یې واغوستل.

۲۰ نو یهودا د خپل عدولامي دوست په لاس سېرلی ورولېږه، ترڅو د هغې ښځې څخه د ضمانت شیان بېرته واخلي. خو هغه یې پیدا نه کړه. ۲۱ ده د عنایم له خلکو څخه پوښتنه وکړه: «هغه بدلمنه چې دلته په لاره کې ناسته وه، چېرته ده؟» هغوی وویل: «دلته هېڅ وخت بدلمنه ښځه نه وه.» ۲۲ هغه بېرته یهودا ته ورغی او ویې ویل: «ما هغه پیدا نه کړه. برسېره پردې د هغه ځای خلکو وویل چې دلته هېڅ بدلمنه ښځه نه وه.» ۲۳ نو یهودا وویل: «پرېږده چې هغه شیان خپل ځانته وساتي. مونږ نه غواړو چې د خلکو د خندا شو. دا دی ما هغې ته دغه سېرلی ورولېږه، خو تا هغه پیدا نه کړه.»

۲۴ درې میاشتې وروسته یهودا ته خبر ورسېده: «ستا انږور تامار د یوې بدلمنې په شان عمل کړی دی او هغه اوس امیدواره ده.» یهودا وویل: «هغه دباندې راوباسئ او ویې سوځوئ چې مړه شي.» ۲۵ څنګه یې چې هغه دباندې راوویستله، خپل خسر ته یې پیغام ورولېږه ویې ویل: «زه د هغه سړي څخه امیدواره شوې یم چې د دې شیانو خاوند دی.» هغې زیاته کړه: «وګوره. دا مهر، د هغه مزی او دا امسا وپېژنه چې د چا دي.» ۲۶ یهودا هغه وپېژندل او ویې ویل: «هغه په حقه ده. زه د هغې سره په خپل لوظ کې ناکام شوم. ما باید هغه خپل زوی شیله ته واده کړې وای.» یهودا بیا د هغې سره یوځای نه شو.

۲۷ کله چې د تامار د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، نو د هغې په ګېډه کې غبرګوني وو. ۲۸ د زېږولو په وخت کې د هغو څخه یو خپل لاس راوویست، نو دایي یو سور مزی واخیست او د هغه په مړوند باندې یې وتاړه او ویې ویل: «دا لومړی راووت.» ۲۹ خو کله چې هغه خپل لاس بېرته کش کړ د هغه ورور راووت او هغې وویل: «ته څرنګه راووتلې!» او په هغه باندې یې فارص نوم کېښود. ۳۰ له هغې وروسته د هغه ورور چې په مړوند باندې یې سور مزی ؤ، راووت او هغه یې د زارح په نوم یاد کړ.