د پیدایښت کتاب

پنځه څلوېښتم فصل

یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته ورپېژني

۱ یوسف نور د خپلو نوکرانو په مخکې ځان ټینګ نه کړای شو. هغه چیغې کړې: «ټول د کوټې څخه ووځئ!» نو کله چې یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده هلته بل څوک نه ؤ. ۲ هغه په داسې لوړ اواز سره وژړل چې مصریانو دا ژړا واورېدله او د فرعون درباریانو هم دا خبره واورېدله. ۳ یوسف خپلو ورونو ته وویل: «زه یوسف یم! ایا زما پلار لا تر‌اوسه پورې ژوندی دی؟» خو کله چې د هغه ورونو دا خبره واورېدله، ډېر سخت ووېرېدل. ورونو یې نه شو کولای چې هغه ته ځواب ورکړي. ۴ بیا یوسف خپلو ورونو ته وویل: «ماته رانژدې شئ.» کله چې هغوی ورنژدې شول، هغه وویل: «زه ستاسو ورور یوسف یم، هغه یوسف چې تاسو د نورو په لاس په مصر کې خرڅ کړی ؤ. ۵ اوس مه پرېشانه کېږئ او خپل ځانونه په دې باندې مه ملامتوئ چې زه تاسو دلته خرڅ کړم، ځکه چې خدای زه ستاسو څخه مخکې د خلکو د ژوند د ژغورلو دپاره دلته رالېږلی یم. ۶ ځکه چې دوه کاله کیږي چې په دې هېواد کې قحطي ده او د راتلونکو پنځو کالو دپاره به دلته کرل او رېبل نه وي. ۷ خو خدای زه ستاسو څخه مخکې راولېږلم چې تاسو په یوه عجیبه طریقه وژغوري چې تاسې او ستاسو اولاده ژوندي پاتې شي. ۸ نو په رښتیا سره تاسو زه دلته نه یم رالېږلی، بلکې خدای رالېږلی یم. هغه زه د فرعون ډېر لوړ‌رتبه درباري وټاکلم او زه د ټول هېواد دوهم واکمن یم.

۹ اوس زر شئ، زما پلار ته بېرته ورشئ او هغه ته ووایئ چې ستا زوی یوسف داسې وایي چې خدای زه د مصر دوهم مشر کړی یم. بې له کومه ځنډه ماته راشئ. ۱۰ تاسو به د جوشن په سیمه کې اوسېږئ، ترڅو تاسو، ستاسو اولادونه، ستاسو لمسیان، ستاسو رمې او پادې او خپلو ټولو شیانو سره چې درسره دي زما سره نژدې اوسئ. ۱۱ زه به هلته په تاسو پام کوم، ځکه چې د قحطۍ پنځه کاله لا پاتې دي. که تاسو رانه شئ نو تاسو، ستاسو کورنۍ او ستاسو حیوانات به له لوږې څخه مړه شي. ۱۲ تاسو په خپله او همدارنګه زما ورور بنیامین ویني چې په رښتیا سره دا زه یم چې تاسو سره خبرې کوم. ۱۳ نو زما پلار په مصر کې زما د عزت او هغه څه څخه چې تاسو ولیدل، خبر کړئ او زر هغه دلته راولئ.» ۱۴ بیا هغه خپل لاسونه د خپل ورور بنیامین څخه راتاو کړل او ویې ژړل او بنیامین هغه په غېږ کې ونیوه او ویې ژړل. ۱۵ هغه خپل ټول ورونه ښکل کړل او ورته ویې ژړل. له هغې نه وروسته ورونو یې ورسره خبرې وکړې.

۱۶ کله چې د فرعون ماڼۍ ته د یوسف د ورونو د راتللو خبر ورسېده، نو فرعون او د هغه ټول درباریان خوشحاله شول. ۱۷ فرعون یوسف ته وویل: «خپلو ورونو ته ووایه چې داسې وکړئ، خپل حیوانات بار کړئ او د کنعان خاورې ته ستانه شئ. ۱۸ خپل پلار او خپلې کورنۍ ماته راولئ. هغوی ته به د مصر تر ټولو ښه ځمکه ورکړم او هغوی به د خپل ژوندانه د اړتیا څخه زیات ولري. ۱۹ تاته زما امر دی چې هغوی ته ووایه: ‹داسې وکړئ چې د مصر څخه د خپلو اولادونو او خپلو ښځو دپاره ګاډۍ‌ګانې بوځئ او خپل پلار د ځان سره راواخلئ او راشئ. ۲۰ د هغو شیانو په اړه چې تاسو یې د ځان سره نه شئ راوړلی هېڅ اندېښنه مه کوئ، ځکه چې د مصر تر ټولو ښه ځمکه به ستاسو وي.›»

۲۱ نو د یعقوب زامنو همداسې وکړل او لکه څنګه چې فرعون امر کړی ؤ، یوسف هغوی ته ګاډۍ‌ګانې ورکړې او هغوی ته یې د سفر خواړه هم ورکړل. ۲۲ هغوی هر یو ته یې یوه یوه جوړه کالي ورکړل، خو بنیامین ته یې درې سوه د سپینو زرو سکې او پنځه جوړه کالي ورکړل. ۲۳ او خپل پلار ته یې د مصر تر ټولو ښو شیانو څخه د خرو لس باره او په ډوډۍ، غلو دانو او نورو خوړو باندې بار لس خرې د هغه د سفر دپاره ولېږلې. ۲۴ بیا هغه خپل ورونه رخصت کړل او څنګه چې روان شول، نو هغوی ته یې وویل: «په لاره کې شخړه مه کوئ.»

۲۵ نو دوی د مصر څخه ووتل او په کنعان کې خپل پلار یعقوب ته راغلل. ۲۶ هغه یې خبر کړ: «یوسف تر‌اوسه پورې ژوندی دی او د مصر دوهم واکمن دی.» یعقوب هک حیران شو او د هغوی په خبره یې باور ونه کړ. ۲۷ خو کله چې هغوی د یوسف ټولې خبرې یعقوب ته بیان کړې او هغه ګاډۍ‌ګانې یې چې یوسف د هغه د راوستلو دپاره رالېږلې وې ولیدلې، نو د هغوی په پلار یعقوب کې بېرته ساه راپیدا شوه. ۲۸ یعقوب وویل: «زه اوس کولی شم باور وکړم چې زما زوی یوسف تر‌اوسه پورې ژوندی دی. زه به لاړ شم او د خپل مرګ څخه مخکې به هغه ووینم.»