د عبرانيانو په نوم خط

لسم باب

۱ ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بې‌ناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى. ۲ کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو، نو دا قربانۍ به ختمې شوې وې او عبادت کوونکى به يو ځل د تل دپاره پاک شوى وُو نو بيا به هغوئ خپل ځان ګناه ګار نۀ ګڼلو. ۳ بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى. ۴ ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى. ۵ ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو. ۶ په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې. ۷ بيا ما وفرمائيل، وګوره خُدايه پاکه، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم، اے خُدايه پاکه، د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“ ۸ مسيح اول وفرمائيل چې، ”نۀ خو تا قربانى او نذرونه او پوره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې خوښې کړې او نۀ په هغې خوشحاله شوے وې“ کۀ څۀ هم چې دا قربانۍ د شريعت په مطابق پېش کيږى. ۹ او بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”وګوره، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم.“ هغه اولنۍ قربانى ځکه منسوخ کوى چې دوېمه قربانى هغه ځائ ونيسى. ۱۰ او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو. ۱۱ او هر يو اِمام روزانه د هغۀ خدمت کښې ولاړ وى او هم هغه يو رنګ قربانۍ بيا بيا پېش کوى کومې چې هيڅکله هم ګناهونه نۀ شى ختمولے. ۱۲ خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو. ۱۳ او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى. ۱۴ ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى. ۱۵ او روحُ القُدس هم مونږ ته دغه ګواهى راکوى ځکه چې هغه فرمائى چې، ۱۶ ”خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم.“ ۱۷ او بيا دا هم فرمائى چې، ”زۀ به د هغوئ ګناهونه او بې‌شرعې کارونه نور بيا کله هم ياد نۀ کړم.“ ۱۸ او چې د هغوئ معافى شوې ده نو بيا نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ پېش کولو حاجت نشته.

نصيحت او خبردارے

۱۹ نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. ۲۰ هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، ۲۱ نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، ۲۲ نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے. ۲۳ راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے. ۲۴ او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو. ۲۵ او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ. ۲۶ کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته. ۲۷ خو يو يروونکے عدالت او غضبناک اور پاتې دے چې د خُدائ پاک مخالفين به وسوزوى. ۲۸ هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى، ۲۹ نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بې‌حرمتى کړى وى، او د فضل د روح بې‌عزتى يې کړى وى؟ ۳۰ ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“ ۳۱ د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده. ۳۲ خو هغه اولنۍ ورځې رايادې کړئ کله چې د خُدائ پاک نُور په تاسو وځلېدو، نو تاسو په سخت وخت کښې مصيبتونه وزغمل او قائم پاتې شوئ. ۳۳ تاسو په څو څو کرَته بې‌عزته او د مصيبتونو په وجه د خلقو تماشه شوئ، او کله کله تاسو د هغوئ په بد سلوکۍ کښې هم مدد وکړو چا چې دا مصيبتونه زغمل، ۳۴ د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے. ۳۵ نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. ۳۶ نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ. ۳۷ ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى. ۳۸ څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“ ۳۹ خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.