د عبرانيانو په نوم خط

نهم باب

دُنياوى او آسمانى عبادتخانې

۱ غرض دا چې په اولنى لوظ کښې هم د عبادت او د زمکنى عبادتخانې هدايت وو. ۲ نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى. ۳ او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى. ۴ په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو. ۵ د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے. ۶ هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو. ۷ خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله. ۸ په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه. ۹ دا خېمه د موجوده زمانې يو مِثال دے او په دې کښې داسې نذرونه او قربانۍ ورکړے شوې چې په هغې د عبادت کوونکى ضمير پاک کولے نۀ شو. ۱۰ بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى. ۱۱ خو کله چې مسيح د ښو څيزونو دپاره د مشر اِمام په طور راغے نو هغۀ په هغه لويه او کامله خېمه کښې خِدمت وکړو، چې انسان هغه خېمه نۀ ده جوړه کړې او نۀ هغه د دې دُنيا ده. ۱۲ هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو. ۱۳ کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى، ۱۴ نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو. ۱۵ په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل. ۱۶ ځکه چرته چې وصيت دے هلته د وصيت کوونکى مرګ ثابتول هم ضرورى دى، ۱۷ ځکه چې وصيت د مرګ نه پس جارى کيږى او ترڅو چې وصيت کوونکے ژوندے وى تر هغې دا وصيت نۀ جارى کيږى. ۱۸ هم دغسې اولنے لوظ هم بغېر د وينې نه نۀ وو شوے. ۱۹ ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله، ۲۰ او هغۀ وفرمائيل چې، ”دا د هغې لوظ وينه ده د کوم حُکم چې خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.“ ۲۱ او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله. ۲۲ په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.

د حضرت عيسىٰ مسيح په قربانۍ ګناه ختميږى

۲۳ د آسمانى څيزونو نمونې دپاره دا ضرورى وه چې هغه په دې طريقه پاک کړے شى، خو آسمانى څيزونو ته په خپله د دې نه د ښې قربانۍ ضرورت دے. ۲۴ ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى. ۲۵ هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى. ۲۶ ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى. ۲۷ او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى، ۲۸ نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.