چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ملکصدق د سالیم پاچا او د خدای تعالی کاهن ؤ. کله چې ابراهیم پاچاهانو ته د ماتې ورکولو نه وروسته بېرته راغی، نو ملکصدق د هغه سره مخامخ شو او هغه ته یې برکت ورکړ ۲ او هرڅه چې ابراهیم په جنګ کې ترلاسه کړي وو، د هغو لسمه برخه یې ملکصدق ته ورکړه. د ملکصدق د نوم لومړنی معنی «صادق پاچا» او بیا د سالیم پاچا یعنې «د سولې او سلامتۍ پاچا» دی. ۳ هغه بېپلاره، بېموره او بېشجرې دی. د هغه د ژوند پیل او پای نه دی معلوم. خو هغه د خدای د زوی په شان تل ترتله کاهن دی.
۴ ګورئ چې ملکصدق څومره لوی انسان ؤ، تر دې چې زمونږ نیکه ابراهیم ورته د خپل غنیمت لسمه برخه ورکړه. ۵ شریعت د لاوي اولادې ته چې د کاهنۍ مقام ته رسیږي، حکم کوي چې د اسراییلو د خلکو یعنې خپل قوم څخه لسمه برخه راټوله کړي، که څه هم هغوی د ابراهیم اولاده ده. ۶ سره له دې چې ملکصدق د لاوي د اولادې څخه نه دی، خو هغه د ابراهیم نه لسمه برخه واخیستله او ابراهیم ته یې چې خدای ورسره وعده کړې وه، برکت ورکړ. ۷ په دې کې شک نشته چې برکت ورکوونکی د برکت اخیستونکي نه ډېر لوی دی. ۸ له یوې خوا هغه کاهنان چې لسمه برخه راټولوي، فاني انسانان دي او له بلې خوا ملکصدق چې لسمه برخه یې واخیستله، ژوندی دی لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي. ۹ نو ویلی شو چې کله ابراهیم لسمه برخه ورکوله، لاویانو هم چې د لسمې برخې اخیستونکي وو، د ابراهیم په وسیله ملکصدق ته لسمه برخه ورکړه. ۱۰ ځکه کله چې ملکصدق د ابراهیم سره ولیدل، نو لاوي لا د ابراهیم په کورنۍ کې نه ؤ پیدا شوی.
۱۱ دا د لاویانو د کاهنتوب په وسیله ؤ چې د اسراییلو خلکو ته شریعت ورکړل شوی ؤ. نو که چېرې د لاوي کاهنانو کار پوره شوی وای، نو بیا د بل کاهن راتللو ته څه اړتیا وه چې د ملکصدق په شان وي، نه د هارون په شان. ۱۲ ځکه کله چې په کاهنتوب کې بدلون رامنځته شي، نو په شریعت کې هم باید بدلون رامنځته شي. ۱۳ نو د چا په هکله چې دا خبرې شوې دي هغه د بلې قبیلې څخه ؤ او د هغې قبیلې څخه هېچا هم د قربانۍ د ځای خدمت نه ؤ کړی. ۱۴ ځکه دا ښکاره ده چې زمونږ څښتن د یهودا د قبیلې څخه دی. سره له دې چې موسی هېڅکله د کاهنتوب په هکله د هغوی سره خبرې نه دي کړي.
۱۵ دا موضوع به نوره هم ښه روښانه شي کله چې د ملکصدق په شان کوم بل کاهن راپیدا شي. ۱۶ هغه کاهن شو، خو د هغو قوانینو له مخې نه چې هغه به د لاوي کورنۍ کې پیدا شي، بلکې د هغه ژوند د قدرت په وسیله چې هېڅکله نه ختمیږي. ۱۷ ځکه چې د خدای کلام د هغه په هکله داسې شاهدي ورکوي:
«ته به کاهن یې تر ابده د ملکصدق په شان»
۱۸ نو پخواني حکمونه باطل شول، ځکه چې هغه کمزوري او بېاثره وو، ۱۹ ځکه چې شریعت هېڅ شی کامل نه کړ. خو اوس له مخکې نه یوه ښه هیله پیدا شوه چې د هغې په وسیله مونږ خدای ته نژدې کېدای شو.
۲۰ دا نوی کاهنتوب د قسم په خوړلو سره پیل شو، خو نور بې له کوم قسم نه کاهنان شول. ۲۱ خو عیسی په قسم خوړلو سره کاهن شو، کله چې خدای هغه ته وویل:
څښتن قسم خوړلی
مات به نه شي هېڅ وخت
چې تر ابده به ته یې کاهن
۲۲ د همدې قسم له امله عیسی د خدای سره له مخکې نه د یو ښه لوظ ضامن شو.
۲۳ په پخوا زمانه کې زیات شمېر کاهنان راغلل، ځکه چې مرګ هغوی نه پرېښودل چې خپل خدمت ته دوام ورکړي، ۲۴ خو د عیسی کاهنتوب د تل دپاره دی، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی، ۲۵ نو له دې امله عیسی کولای شي هغو خلکو ته چې د هغه په وسیله خدای ته نژدې شي، په پوره توګه خلاصون ورکړي، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی او د هغوی شفاعت کوي.
۲۶ نو مونږ داسې لوی کاهن ته اړتیا لرو چې هغه سپېڅلی، بېګناه، بېعیبه، د ګناهکارانو نه بېل او د اسمانونو نه اوچت وي. ۲۷ هغه دې ته اړتیا نه لري چې د نورو لویو کاهنانو په شان هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بیا د خلکو د ګناهونو دپاره قرباني ورکړي، ځکه چې هغه خپل ځان یوځل او د تل دپاره قرباني کړ. ۲۸ شریعت داسې خلک د لویو کاهنانو په توګه ټاکي چې په روحاني توګه کمزوري وي، خو د شریعت نه وروسته خدای د قسم په خوړلو سره خپل زوی کاهن وټاکه چې د تل دپاره کامل کړی شوی دی.