۰:۰۰ / ۰:۰۰

عبرانیانو ته لیک

اتم فصل

عیسی زمونږ لوی کاهن

۱ اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی. ۲ هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس. ۳ څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي. ۴ که چېرې عیسی لا تر‌اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي. ۵ هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړې چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.» ۶ خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه خدمت وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی او له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی. ۷ که چېرې په لومړني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای. ۸ خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه، نو داسې یې وویل:

څښتن وایي: «هغه ورځ به رارسیږي کله چې د اسراییلو او یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم. ۹ خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ. په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل، ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول.»

څښتن وایي: «نو بیا ما خپل مخ له هغوی هم واړاوه.»

۱۰ او همدارنګه څښتن وایي: «دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکې کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم. زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي. ۱۱ نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ‹څښتن وپېژنه،› ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني. ۱۲ نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښم او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم.»

۱۳ کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.