۰:۰۰ / ۰:۰۰

د اشعیا نبي کتاب

شپږویشتم فصل

خدای به خپلو خلکو ته بری ورکړي

۱ هغه ورځ راتلونکې ده چې خلک به د یهودا په خاوره کې دا روحاني سندره ووایي:

دی قوي زمونږه ښار

ځکه چاپېر دي له هغه نه

دېوالونه د خدای د خلاصون

۲ دروازې د ښار کړئ خلاصې

ترڅو راننوځي نېک قوم

هغه قوم چې څښتن ته وفادار دی

۳ ای څښتنه، پوره امن کې ساتې

ته هغه څوک

چې لري اراده ټینګه

ځکه په تا باندې توکل لري

۴ تل په څښتن باندې توکل وکړئ

ځکه څښتن خدای دی د ګټ په شان تلپاتې پناه ځای زمونږه

۵ هغه څوک چې وو مغرور او کبرجن

هغوی یې کړل خوار او ذلیل

هغه وران کړل هغه ښارونه

چې وو قوي او لوړو ځایونو کې وو

او کړل یې د خاورو سره خاورې هغه

۶ اوس مظلومان ګرځي وران شوي ښار کې

او تر پښو لاندې کيږي غریبان خلک

۷ لاره سمه ده د نېکو خلکو

ای څښتنه، هواروې لاره د نېکو خلکو

۸ ای څښتنه، مونږ کوو اطاعت ستا د حکمونو

او ده تا ته زمونږ هیله

زمونږه زړونه غواړي

چې ژوندی وساتو ستا نوم او یاد

۹ زه ټوله شپه تا ته لېوال یمه

زه په سهار کې یم لټون کې ستا د زړه له کومي

کله چې ته کړې قضاوت د نړۍ د اوسېدونکو

هغه وخت به خلک پوه شي په انصاف

او عدالت باندې

۱۰ که مهرباني هم وشي په بدکارانو باندې

خو دوی نه زده کوي هېڅکله

چې وکړي نېک کار

هغوی دوام ورکوي د انصاف ځمکه کې هم

بدو کارونو ته خپل

او د څښتن لویي او جلال نه ویني

۱۱ ای څښتنه، نه پوهیږي دښمنان ستا

چې اوچت شوی دی ستا لاس هغوی ته د سزا دپاره

هغوی ته وښایه چې ته لرې غیرت د خپل قوم دپاره

ترڅو وشرمیږي دوی او وسوځیږي ستا د قهر اور کې

۱۲ ای څښتنه، ته به راکړې ارامي مونږ ته

ځکه زمونږه کامیابي ده ستا د کار نتیجه

۱۳ ای زمونږ څښتنه خدایه

نورو په مونږ باندې حکومت کړی دی

خو یوازې ته یې زمونږ څښتن

۱۴ خو اوس مړه شوي هغوی

او راژوندي کیږي نه بیا

ارواح‌ګانې د هغوی نه راځي بېرته

ځکه ورکړې تا سزا او تباه کړي دي دوی

او له منځه وړی دې دی نوم او نښان د هغوی

۱۵ خو ای څښتنه، تا ډېر کړی دی خپل قوم

تا پراخ کړی دی زمونږ هېواد

او څرګنده کړې دې ده خپله لویي

۱۶ ای څښتنه، هغوی وکړه رجوع تا ته

د کړاوونو وخت کې

کله چې ورکړه تا هغوی ته سزا

نو ستا حضور ته یې دعا وکړه

۱۷ ای څښتنه، تا مونږ داسې ژړولي یو

لکه یوه ښځه چې تاویږي راتاویږي له ډېر درده

او وهي چیغې د ماشوم د زېږېدو په وخت کې

۱۸ لکه د ښځې د لنګون په وخت کې

تاوېدو راتاوېدلو مونږ له درده

خو څه ونه زېږول مونږ

مونږ ورنه کړل ماشومان نړۍ ته

او حاصل مو نه کړلو بری په ځمکه

۱۹ خو شي به بېرته راژوندي مړه شوي خلک ستا

هغوی به پاڅي له قبرونو څخه

چې په خاورو کې اوسیږي هغوی

شي دې راویښ او ودې وایي د خوشحالۍ سندرې

لکه چې څنګه تازه کوي ځمکه ځلېدونکې پرخه

نو راژوندي به کړي څښتن هغه مړه شوي خلک

اسراییلیانو ته سزا او بخښنه

۲۰ ای زما خلکو، خپلو کورونو ته لاړ شئ او خپلو ځانونو پسې دروازې وتړئ. د لږ وخت دپاره خپل ځانونه پټ کړئ، ترڅو د څښتن قهر سوړ شي. ۲۱ ځکه ګورئ، څښتن د خپل استوګنځي څخه راروان دی چې د ځمکې خلکو ته د هغوی د ګناهونو په سبب سزا ورکړي. د کومو خلکو وینه چې د ځمکې په مخ تویه شوې ده، هغه به ښکاره شي او نور به ځمکه د وژل شویو خلکو مړي نه پټوي.