د اشعیا نبي کتاب

شپږویشتم فصل

خدای به خپلو خلکو ته بری ورکړي

۱ هغه ورځ راتلونکې ده چې خلک به د یهودا په خاوره کې دا روحاني سندره ووایي:

دی قوي زمونږه ښار

ځکه چاپېر دي له هغه نه

دېوالونه د خدای د خلاصون

۲ دروازې د ښار کړئ خلاصې

ترڅو راننوځي نېک قوم

هغه قوم چې څښتن ته وفادار دی

۳ ای څښتنه، پوره امن کې ساتې ته هغه څوک

چې لري اراده ټینګه

ځکه په تا باندې توکل لري

۴ تل په څښتن باندې توکل وکړئ

ځکه تلپاتې غر دی څښتن خدای زمونږه

۵ هغه څوک چې وو مغرور او کبرجن

هغوی یې کړل خوار او ذلیل

هغه ښارونه هغه وران کړل

چې وو قوي او لوړو ځایونو کې وو

او کړل یې د خاورو سره خاورې هغه

۶ اوس په وران شوي ښار کې ګرځي مظلومان

او تر پښو لاندې کوي غریبان خلک

۷ لاره سمه ده د نېکو خلکو

ای څښتنه، هواروې لاره د نېکو خلکو

۸ ای څښتنه، مونږ کوو ستا د حکمونو اطاعت

او ده تاته زمونږ هیله

زمونږه زړونه غواړي

چې ژوندی وساتو ستا نوم او یاد

۹ زه ټوله شپه تاته لېوال یمه

د سهار له خوا زه یمه ستا لټون کې د زړه له کومي

کله چې ته کړې قضاوت د نړۍ د اوسېدونکو

هغه وخت به خلک پوه شي په انصاف او عدالت باندې

۱۰ که مهرباني هم وشي په بدکارانو باندې

خو دوی نه زده کوي هېڅکله

چې وکړي نېک کار

هغوی دوام ورکوي د انصاف ځمکه کې هم

بدو کارونو ته خپل

او د څښتن لویي او جلال نه ویني

۱۱ ای څښتنه، نه پوهیږي دښمنان ستا

چې اوچت شوی دی ستا لاس د هغوی د سزا دپاره

هغوی ته وښایه چې ته لرې غیرت د خپل قوم دپاره

ترڅو وشرمیږي دوی او وسوځیږي ستا د قهر اور کې

۱۲ ای څښتنه، ته به راکړې ارامي مونږ ته

ځکه زمونږ بریالیتوب دی ستا د کار نتیجه

۱۳ ای زمونږ څښتنه خدایه،

په مونږ حکم کړی ډېرو واک لرونکو

خو ته یوازېنی واک لرونکی او څښتن یې زمونږ

۱۴ خو اوس مړه شوي هغوی او راژوندي کیږي نه بیا

ارواحګانې د هغوی نه راځي بېرته

ځکه چې تا سزا ورکړې او تباه کړي دي دوی

او له منځه وړی دې د هغوی نوم او نښان دی

۱۵ خو ای څښتنه، تا ډېر کړی دی خپل قوم

پراخ کړی دې دی زمونږ هېواد

او څرګنده کړې دې ده خپله لویي

۱۶ ای څښتنه، هغوی وکړله رجوع تا ته

د کړاوونو وخت کې

کله چې ورکړه تا هغوی ته سزا

ستا حضور ته یې دعا وکړه

۱۷ ای څښتنه، تا په مونږه داسې چیغې ووهلې

لکه یوه ښځه چې د ماشوم د زېږېدو په وخت کې

له ډېره درده تاویږي راتاویږي او وهي چیغې

۱۸ لکه د ښځې د لنګون په وخت کې

تاوېدو راتاوېدلو مونږ له درده

خو څه مو ونه زېږول

مونږ ورنه کړل ماشومان نړۍ ته

او حاصل مو نه کړلو بری په ځمکه

۱۹ خو مړه شوي خلک به ستا بېرته راژوندي شي

هغوی به پاڅي له قبرونو څخه

چې په خاورو کې اوسیږي هغوی

شي دې راویښ او ودې وایي د خوشحالۍ سندرې

لکه چې څنګه تازه کوي ځمکه ځلېدونکې پرخه

نو څښتن به راژوندي کړي هغه مړه شوي خلک

اسراییلیانو ته سزا او بخښنه

۲۰ ای زما خلکو، خپلو کورونو ته لاړ شئ او خپلو ځانونو پسې دروازې وتړئ. د لږ وخت دپاره خپل ځانونه پټ کړئ ترڅو د څښتن قهر سوړ شي. ۲۱ ځکه وګورئ، څښتن د خپل استوګنځي څخه راروان دی چې د ځمکې خلکو ته د هغوی د ګناهونو په سبب سزا ورکړي. د کومو خلکو وینه چې د ځمکې په مخ تویه شوې ده هغه به ښکاره شي او نور به ځمکه د وژل شویو خلکو مړي نه پټوي.