د اشعیا نبي کتاب

پنځه ویشتم فصل

د څښتن د ثنا او صفت سندره

۱ ای څښتنه، ته یې خدای زما

زه به کومه درناوی ستا

او ثنا او صفت به کوم ستا د نامه

ځکه تا کړي دي ډېر عجیبه کارونه

هغه څه چې پلان کړي تا پخوا وو

په وفادارۍ دې رسولي هغه سرته

۲ تا بدل کړي دي ښارونه کنډوالو باندې

او ورانې کړې دې دي ټینګې کلاګانې

کومې ماڼۍ چې جوړې کړې وې پردو قومونو

هغه شوې ورانې د تل دپاره داسې

چې بیا به جوړې نه شي هېڅکله

۳ نو په دې خاطر به وکړي ثنا او صفت ستا

د نړۍ د تکړه قومونو خلک

او خلک به تا نه وېره وکړي

د ظالمو قومونو په ښارونو کې

۴ ځکه چې ته د مصیبت په وخت کې

یې ساتونکی د غریبو او بې وسه خلکو

تا ورکړې ده پناه هغوی ته د توفانونو وخت کې

او ورکړی دې دی سیوری

د سوځوونکې ګرمۍ په وخت کې

د توفان په شان دی پوکی د ظالمانو

چې لګیږي په دېوال

۵ لکه ګرمي د صحرا چې وچوي ځمکه

خو ای څښتنه، غلي کوې ته اوازونه

د پردو قومونو داسې

لکه ورېځ چې سړوي ډېره ګرمي

نو غلې کوې ته همدارنګه

سندره د ظالمو خلکو

د خدای مېلمستیا د صهیون په غره کې

۶ مطلق قادر څښتن به د صهیون په غره باندې د نړۍ ټولو قومونو ته د خوندورو خوراکونو او د انګورو د ښو زړو شرابو مېلمستیا تیاره کړي. ۷ دلته به هغه د غم څادر لېرې کړي چې په ټولو خلکو باندې هوار دی او د قومونو څخه به هغه کفن لېرې کړي چې په هغوی باندې پروت دی. ۸ څښتن تعالی به د تل دپاره مرګ لېرې کړي! هغه به د هرچا د سترګو اوښکې وچې کړي او د خپلو خلکو هغه رسوایي او بې عزتي چې هغوی په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخ دي، لېرې کړي. دا په خپله څښتن ویلي دي.

۹ په هغه ورځ به خلک داسې وایي: «وګورئ، هغه زمونږ خدای دی چې ورته سترګې په لاره وو او مونږ یې ژغورلي یو. هغه څښتن دی چې مونږ د هغه نه هیله لرله، نو په دې خاطر چې هغه مونږ ژغوري، باید د خوشحالۍ جشن جوړ کړو.»

خدای موآب ته سزا ورکوي

۱۰ څښتن به د صهیون د غره ساتنه کوي، خو د موآب خلک به داسې تر پښو لاندې شي لکه بوس چې په ډېران کې تر پښو لاندې کیږي. ۱۱ هغوی به د خپلې ژغورنې په خاطر د لامبوزنو په شان لاس او پښې وهي، خو څښتن به د هغوی مهارت له منځه یوسي او غرور به یې مات کړي. ۱۲ څښتن به د موآب جنګي کلاګانې چې لوړ لوړ دېوالونه لري، راوغورځوي او د خاورو سره به یې خاورې کړي.