چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د اشعیا نبي کتاب
نهه دېرشم فصل
د بابل استازي
(دوهم پاچاهان ۲۰:۱۲-۱۹)
۱ په همدې وخت کې د بابل پاچا د بلدان زوی مرودک بلدان خبر شو چې حزقیا پاچا ناروغ ؤ او اوس روغ شوی دی، نو هغه د خپلو استازو په لاس حزقیا ته لیکونه او سوغات ورولېږل. ۲ حزقیا استازو ته تود هرکلی ووایه او هغوی ته یې د خپلو شتمنیو تحویلخانې، یعنې خپل سپین او سره زر، خپلې خوشبویه مسالې، عطرونه او خپل ټول عسکري سامان وروښودل. د هغه په ماڼۍ یا پاچاهۍ کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته یې نه وي ښودلی. ۳ بیا اشعیا نبي حزقیا پاچا ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «دا خلک د کوم ځای څخه راغلي وو او تا ته یې څه وویل؟» حزقیا ځواب ورکړ: «هغوی د یو ډېر لېرې وطن یعنې د بابل څخه راغلي وو.» ۴ اشعیا پوښتنه وکړه: «ستا په ماڼۍ کې هغوی څه ولیدل؟» حزقیا ځواب ورکړ: «هغوی هر څه ولیدل. په تحویلخانو کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته مې نه وي ښودلی.»
۵ بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: «د مطلق قادر څښتن خبرو ته غوږ ونیسه: ۶ داسې وخت راتلونکی دی چې هر څه چې ستا په ماڼۍ کې دي او هر څه چې ستا نیکونو تر نن ورځې پورې ذخیره کړي دي، هغه به بابل ته یووړل شي. هېڅ شی به پاتې نه شي. ۷ ستا د خپلې اولادې څخه به ځینې په اسارت بوتلل شي او هغوی به خصیان شي چې د بابل د پاچا په ماڼۍ کې خدمت وکړي.» ۸ حزقیا پاچا فکر وکړ چې دا خبره دا معنی لري چې د هغه په ژوند کې به سوله او امن وي، نو هغه ځواب ورکړ: «هغه پیغام چې تا د څښتن له خوا ما ته راکړ، ښه پیغام دی.»