د اشعیا نبي کتاب

څلوېښتم فصل

د څښتن د تسلۍ کلام خپل قوم ته

۱ ستاسو خدای وایي:

«ورکړئ تسلي

زما غوره شوي قوم ته ورکړئ تسلي!

۲ خبرې وکړئ په نرمه ژبه د اورشلیم خلکو سره

او کړئ اعلان هغوی ته

چې تېرې شوې مو دي د غلامۍ ورځې

او ما بخښلي ګناهونه ستاسو

ځکه هغوی ته مې ورکړې سزا

د ګناهونو په بدل کې یو په دوه»

۳ زه اواز اورم چې یو څوک وهي نارې:

«لاره تیاره کړئ په دښته کې څښتن دپاره

جوړه صحرا کې کړئ لویه او سیده لاره

زمونږ د خدای دپاره

۴ شي به ډکه هره دره

شي به هواره هره غونډۍ او غر

او شي به هوار کنډ و کپر ځایونه

۵ بیا راښکاره به شي جلال د څښتن

او ټول انسانان به یې یوځای وویني

ځکه داسې ویلي دي خپله څښتن»

۶ یو اواز راځي او وایي: «یو پیغام اعلان کړه»

ما پوښتنه وکړه: «کوم پیغام اعلان کړم؟»

«دا اعلان وکړه چې د واښو په شان دي ټول انسانان

زیات دوام نه کړي د هغوی ژوند له ځنګلي ګلانو

۷ څښتن چې کله په هغوی باندې نازل کړي باد

واښه وچیږي او ګلان رژیږي

هو، په رښتیا چې انسانان دي د واښو په شان

۸ واښه وچیږي او ګلان رژیږي

خو تل ترتله به وي ټینګ زمونږ د خدای کلام»

۹ ای صهیونه، وخېژه لوړ غره ته

له هغه ځایه ورکړه زېری

ای اورشلیمه، په لوړ اواز ورکړه خپل زېری

پرته له وېرې ته اعلان کړه هغه

د یهودا ښارو ته ووایه:

«راروان دی ستاسو خدای»

۱۰ ګوره، څښتن تعالی راځي

او پاچاهي کوي د مټو په زور

ګوره، راولي له خپله ځانه سره

هغه ژغورل شوي خلک

راروان دي هغوی هغه نه مخکې

۱۱ هغه به پام کوي په خپلې رمې لکه د شپون په شان

راغونډوي به هغه وري په یوځای

او وړي به یې غېږه کې خپل

بیایي په مینه به د هغوی مورګانې

د اسراییلو بې مثاله خدای

۱۲ ایا کولای شي څوک چې اندازه کړي

د بحر اوبه په خپله لپه

یا اسمان په خپلې لوېشت باندې؟

ایا کولای شي څوک چې په سطل کې ځای کړي

د ټولې ځمکې خاورې

یا تله کې وتلي غونډۍ او غرونه؟

۱۳ ایا کولای شي څوک چې نصیحت وکړي څښتن ته؟

یا د هغه روح ته لارښوونه وکړي د مشاور په توګه؟

۱۴ ایا مجبور ؤ څښتن مشورې ته د چا

چې وروښایي هغه ته سمه لاره

یا ورزده کړي ورته پوهه او حکمت؟

۱۵ نه، په حقیقت کې ټول قومونه دي څښتن دپاره داسې

لکه په سطل کې یو څاڅکی اوبه

او یا لکه چې دوړه وي په تله کې

هغه د دوړې په شان پورته کوي جزیرې

۱۶ زمونږ څښتن ته د سوځېدونکو نذرانو دپاره

کافي نه دي اور بلولو دپاره

د لبنان د ځنګلونو هغه ټول حیوانات

کافي نه دي د دې ځنګلونو ټولې ونې

۱۷ هېڅ هم نه دي د څښتن په وړاندې د نړۍ ټول قومونه

او په هېڅ کې شمېرل کیږي د هغه په وړاندې

۱۸ نو تشبیه کولای شئ خدای د چا سره؟

پرتله کولای شئ هغه د کومې مجسمې سره؟

۱۹ ایا کولای شئ چې پرتله کړئ څښتن له یو بت سره؟

کسبګر هغه قالب کې اچوي اول او ترې جوړوي مجسمه

په سرو زرو پوښوي زرګر هغه

او جوړوي هم د سپینو زرو زنځیرونه د هغه دپاره

۲۰ څوک چې غریب وي هغه نه شي ورکولی نذرانه

داسې لرګی غوره کوي هغه بت جوړولو لره

چې نه ورستیږي هغه

بیا ورکوي هغه په لاس د یو ماهر کسبګر

چې ترې جوړ کړي یو بت چې راونه غورځیږي

۲۱ ایا تاسو په دې نه پوهېږئ؟

ایا تاسو اورېدلي نه وو؟

ایا تاسو ته له پیله ویل شوي نه وو؟

ایا تاسو په دې نه پوهېدئ چې څنګه پیدا شوه دا نړۍ؟

۲۲ څښتن ډېر لوړ له ځمکې ناست دی په خپل تخت باندې

او د ځمکې اوسېدونکي ورته ښکاري ملخانو په شان

خپروي هغه اسمان لکه پردې په شان

او ودروي یې لکه خېمې په شان د اوسېدو دپاره

۲۳ غورځوي له واکه هغه قوي حکمرانان

او په نشت بدلوي د نړۍ قوي مشران

۲۴ هغوی دي هغو نیالګیو په شان

چې کرل شوي اوس تازه

او ریښې یې ځغلیدلې نه وي

چې راوالوزي کله د څښتن باد

هغوی وچ شي او سیلۍ یې یوسي

لکه د بوسو په شان

۲۵ سپېڅلی خدای وایي:

«تشبیه کوئ مې تاسو چا سره؟

ایا بل څوک شته زما په شان؟»

۲۶ اسمان ته وګورئ!

چا پیدا کړي دي دا ستوري چې یې وینئ تاسې؟

دا هغه څوک دی تنظیموي چې اسماني لښکرې

ورته معلوم دی شمېر د هغوی، هر یو په نوم پېژني

هغه لري دومره توان

هغه نه پرېږدي چې ورک شي له هغو نه یو هم

۲۷ نو ای یعقوبه، ولې وایئ

او ای اسراییلو، بیا کوئ شکایت ولې

چې خبر نه دی څښتن زمونږ له کړاوونو څخه

او نه کوي پام زمونږ حق ته زمونږ خدای

۲۸ ایا نه پوهېږئ او تاسو نه دي اورېدلي

چې څښتن دی تلپاتې خدای

او پیدا کړې ده هغه ټوله نړۍ؟

هغه هېڅکله نه ستړی کیږي او ستومانه کیږي نه

او نه پوهیږي هېڅوک د هغه فکرونو باندې

۲۹ هغه ستړو ته قوت وربخښي

او زیاتوي زور د کمزورو

۳۰ حتی ځوانان هم شي ستړي او ستومانه

او زلمي هم له ستړیا رالویږي

۳۱ خو چې څښتن ته منتظر دي هغوی

وبه مومي هغوی نوی زور

په وزرونو باندې به الوزي لکه عقاب په شان

هغوی به منډې وهي، خو ستومانه کیږي به نه

هغوی به ګرځي، خو ستړي کیږي به نه