۰:۰۰ / ۰:۰۰

د اشعیا نبي کتاب

یوڅلوېښتم فصل

اسراییلو ته د څښتن ډاډګېرنه

۱ څښتن وایي:

ای د لېرې هېوادونو خلکو

اوسئ غلي او ما ته غوږ ونیسئ

زړور اوسئ او کړئ وړاندې محکمې ته خپله دعوه

تاسو ته دربه کړل شي وخت چې خبرې وکړئ

راځئ دا پرېکړه وکړو یو ځای

چې په حقه دی څوک

۲ چا هڅولی یو فاتح دی له ختیځه

او خپل خدمت ته یې راوبللو؟

ورکوي څوک بری هغه ته په قومونو باندې

چې پاچاهان کړي تر پښو لاندې هغه؟

دوړه کوي په خپله توره هغوی لکه د خاورو په شان

او خپاره کوي په خپلو غشو هغوی

لکه د بوسو په شان

۳ تعقیبوي هغوی او مخکې ځي بې له خطره څخه

په داسې لارو چې یې مخکې لګېدلې نه وي پښې هلته

۴ هغه څوک ؤ چې سبب د دې کارو شو؟

هغه څوک دی چې له پیله په نسلونو کې

خلک ټاکي خپل مقصد دپاره؟

زه څښتن وم موجود له پیل نه

او هم په پای کې به موجود یم زه څښتن

۵ خلک د لېرې هېوادو وېریږي

ځکه ليدلي هغوی کارونه زما

لړزیږي ټوله نړۍ له وېرې

هغوی راغلل او ټول راټول شول سره

۶ هغوی مرسته کوي یو له بله سره

او وایي یو بل ته چې قوي اوسئ

۷ نجار زرګر ته وایي شاباش

څوک چې بت هواروي په ټکولو باندې

څوک هڅوي هغه چې کار کړي له سندان سره

وایي هغوی چې لیم‌کاري یې ښه ده

او په مېخونو ټینګوي دغه بت چې راونه لویږي

۸ خو ته ای د اسراییلو قومه، خدمتګاره زما

ای یعقوبه چې غوره کړی یې ما

ای زما د ملګري ابراهیم اولادې

۹ د نړۍ له بله سره مې ته راوستلې

د نړۍ لېرې کنجونو نه مې راوغوښتلې

او درته مې وویل: ته خدمتګار یې زما

ته مې رد کړی نه یې بلکې غوره کړی یې ما

۱۰ مه وېرېږه، ځکه چې زه یمه له تا سره

مه ډارېږه، زه یم خدای ستا

زه به تا ته قوت درکړم، وبه کړم درسره مرسته

زه به درکړم بری خپل عدالت کې او تا به ژغورم

۱۱ ګوره، څوک چې په تا باندې دي ډېر په قهر

وبه وشرمیږي او رسوا به شي ټول

څوک چې کوي جګړه له تا سره

په نشت حساب به شي هغوی

او له منځه لاړ به شي

۱۲ هغه کسان چې کړي له تا سره جنګ

لټوئ به هغوی تاسو خو پیدا به یې نه کړئ

نور به نه وي هغوی

۱۳ ځکه چې زه یم څښتن خدای ستا

او تا نیسم له ښي لاسه او وایم تا ته

مه وېرېږه زه کوم تا سره مرسته

۱۴ څښتن وایي: ای یعقوبه، ای اسراییله

که څه هم ته یې کمزوری او کوچنی

لکه چینجي په شان یې

خو مه وېرېږه، ستا مرستندوی یمه زه

د اسراییلو سپېڅلی خدای دی ستا ژغورونکی

۱۵ ګوره، زه به جوړ کړمه له تا نه

د درمند ټکولو څپر

چې ولري نوي او تېره غاښونه

ترڅو میده کړې او هوار کړې غرونه

او ذرې ذرې کړې غونډۍ‌ګانې

لکه د بوسو په شان

۱۶ ته به هوا ته کړې ګوزار هغوی

باد به یې لېرې یوسي

او خواره واره به یې کړي توفان

بیا به خوشحاله شې له ما څښتنه

او کوې به فخر په ما

چې سپېڅلی خدای یمه د اسراییلو

۱۷ چې لټوي کله اوبه بې‌وزلي او مجبوره خلک

او نه پیدا کیږي هغه

له ډېرې تندې یې وچیږي ستوني

بیا زه څښتن به کړم قبوله د هغوی دعا

هغوی به هېڅکله پرېنږدمه یوازې، زه د اسراییلو خدای

۱۸ زه به سیندونه کړم جاري د وچو غرونو منځ کې

او په درو کې به جاري کړم چینې

زه به بدله کړمه دښته په ډنډونو د اوبو باندې

او کړم به بدله وچه ځمکه په جاري چینو

۱۹ زه به راشنې کړمه په دښته کې د سبر

اکاسۍ، آس او د زیتونو ونې

کړم به صحرا کې راشنه د سروې

او چنار او د نښتر ونې

۲۰ ترڅو خلک وویني دا

وبه کړي فکر په دې اړه او ټول به پوه شي په دې

چې ما څښتن کړی دا کار په خپل قدرت باندې

او سپېڅلي خدای د اسراییلو پیدا کړي دا ټول

د بتانو په اړه د څښتن بیان

۲۱ څښتن، د یعقوب پاچا وایي:

ای بتانو د قومونو خپله دعوه وړاندې کړئ

او ووایئ خپل قوي دلایل

۲۲ هغوی دې وړاندې دلیلونه کړي

او مونږ ته ووایي چې څه به پېښ شي

او ودې وایي هغه پېښې

چې یې کړې پېشګویي وه پېښېدو نه مخکې

راځئ چې وکړو فکر د هغو په هکله

چې دا پېښ شوي په رښتیا دي که نه

یا دې مونږ ته کړي بیان راتلونکی

۲۳ مونږ ته ووایئ چې څه به کیږي په راتلونکې کې

بیا به مونږ پوه شو چې په رښتیا تاسو خدایان یئ

یا کوم کار وکړئ د خیر یا کوم مصیبت راولئ

چې مونږ یې ووینو او ووېرېږو

۲۴ خو هېڅ شی نه یئ تاسو او نه شئ کولای کوم کار

چې غوره کوي تاسو څوک، د کرکې وړ دي هغوی

څښتن د راتلونکې په هکله پوهیږي

۲۵ ما هڅولی یو سړی چې حمله وکړي له شماله

هغه ما دی غوره کړی له ختیځه

هغه کوي زما د نوم درناوی

او پاچاهان به کړي تر‌پښو لاندې

لکه په خټو باندې خېژي چې کلال

۲۶ کړې وه چا دا پېشګویي چې به داسې کیږي

ترڅو وکړو مونږ باور چې هغه وایي رښتیا؟

هېچا نه دي څه ویلي په دې اړه

او نه یې کړی دی اعلان د دې

هیچا نه دي اورېدلې خبرې ستاسو

۲۷ زه څښتن وم لومړنی ذات

چې مې صهیون ته ورکړ زېری

ما استازی ولېږلو اورشلیم ته چې هلته ووایي:

ګورئ، راروان دي ستاسو خلک

۲۸ خو ما پیدا نه کړلو څوک هغو خدایانو منځ کې

چې راکړي ما ته مشوره

او په هغو کې یو هم ځواب رانه کړ د پوښتنې زما

۲۹ ګورئ، دا ټول دي دروغجن خدایان

هغوی هېڅ کولای نه شي

دا دي بې‌وسه او کمزوري بتان