د اشعیا نبي کتاب

دوه څلوېښتم فصل

د څښتن غوره خدمتګار

۱ څښتن وایي:

«دا دی زما خدمتګار چې زه یې ملاتړ کومه

هغه ما دی غوره کړی، زه خوشحاله یم له هغه نه

ما خپل روح دی نازل کړی په هغه باندې

او راولي به هغه عدالت او انصاف د نړۍ قومو ته

۲ هغه به ونه وهي چیغې، نه لوړوي به خپل اواز

اورېدل کیږي به نه د هغه اواز کوڅو کې

۳ نه ماتوي به هغه یوه کږه لوخه هم

نه مړه کوي به هغه نیمګړې بله ډېوه

په حقیقت کې راولي به عدالت هغه

۴ هغه به نه شي ناامیده او بې حوصلې

ترڅو ټینګ کړي په نړۍ کې عدالت

خلک د لېرې هېوادونو منتظر دي

چې تعلیم د هغه واوري»

۵ خدای یعنې څښتن پیدا او خپاره کړل اسمانونه

هغه جوړه کړله ځمکه او پیدا یې ټول مخلوق کړ

ټولو خلکو ته یې ساه او ژوندون ورکړ

هغه اوس خپل خدمتګار ته داسې وایي:

۶ «ما، څښتن راوغوښتلې ته

ترڅو ټینګ کړې په نړۍ کې عدالت

تاته مې درکړلو واک او ته مې وساتلې

کومه لوظ زه ستا په وسیله

د نړۍ د ټولو خلکو سره

زه به جوړه کړمه تا نه رڼا

چې د قومونو لارښوونه وکړې

۷ ته به بینا کړې ړندې سترګې

ته به ازاد کړې بندیان

چې په زندان او په تیارو کې دي

۸ زه یم څښتن! دا دی نوم زما

زه به ورنه کړم خپل جلال هېچا ته

زه به هېڅکله شریک نه کړم بتان

خپلې ثنا او صفت کې

۹ ګورئ، څه چې ما کړې پېشګویي وه

عملي شول هغه ټول

اوس نوې پېښې، مخکې له دې نه چې شي پېښې

درکوم تاسو ته خبر»

څښتن ته د ثنا او صفت نوې سندره

۱۰ څښتن ته ووایئ نوې سندره

ای ټولې نړۍ، د هغه ثنا او صفت ووایئ!

ای په بحیره کې مسافرو، ای په بحیره کې ټول مخلوقه

ای لېرې هېوادونو او په هغو کې اوسېدونکو خلکو

د هغه ثنا او صفت ووایئ!

۱۱ په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت ووایي

دښته او د هغې ښارګوټي

کلیوال دې د قیدار همداسې وکړي

د سالع ښاریان دې ووایي د خوشحالۍ سندرې

هغوی دې ووهي نارې د غرونو له سرونو څخه

۱۲ چې په لېرې هېوادونو کې اوسیږي کوم خلک

هغوی دې ووایي ثنا او صفت د څښتن

او بیان دې کړي جلال د هغه

۱۳ څښتن جګړې ته ځي د جنګیالي په شان

او په غیرت تیاروي ورته خپل ځان

ورکوي هغه په چیغه د جګړې اعلان

او ښکاره کوي خپل دښمنانو ته خپل زور او ځواک

خپل قوم ته د څښتن د مرستې وعده

۱۴ څښتن وایي:

«له ډېره وخته وم زه غلی

او کنترول مې کړ خپل قهر

خو اوس زه یم د داسې ښځې په شان

چې کوي زګېروي له ډېره درده

د لنګون په وخت کې او نفس یې سوځي

۱۵ زه به له منځه یوسم غونډۍ او غرونه

زه به وچ کړمه واښه او ونې

وچ به سیندونه کړمه

په کې ښکاره چې جزیرې شي

بیا به هم وچ کړم د اوبو ډنډونه

۱۶ زه به ړندو ته لارښوونه وکړم

په هغو لارو چې هېڅ وخت ورباندې تللي نه وي

زه به بدله په رڼا کړمه تيارې د دوی

او ورته هوارې به کړم کنډې او کپرې ځمکې

زه به هغوی ته دا کارونه وکړم

هغوی به هېڅکله پرېنږدمه یوازې

۱۷ خو هغه څوک چې باور لري بتانو باندې

او ورته وایي خپل خدایان

هغوی به سپک شي او ډېر به وشرمیږي»

کاڼه او ړانده اسراییلیان

۱۸ څښتن وایي: «ای کڼو خلکو واورئ!

ای ړندو خلکو، خلاصې کړئ سترګې او وګورئ!

۱۹ څوک دی ړوند زما د خادم په شان؟

څوک دی کوڼ زما د استازي په شان؟

څوک دی ړوند زما، څښتن د ټاکلي خادم په شان

۲۰ ډېر شیان ولیدل تاسو

خو اهمیت مو ورته ورنه کړ

غوږونه خلاص دي ستاسو

خو څه پرې نه اورئ»

۲۱ دا چې څښتن عادل دی، هغه لېوال ؤ

چې قوانین یې پرتمین وګڼل شي

او درناوی یې وشي او جلالي ښکاره شي

۲۲ خو اوس دا خلک لوټ شوي

دي په کندو کې راګېر او اچول شوي زندانونو ته

د خلاصون دپاره یې رانغی هېڅوک

دي تالا شوي او چور شوي دا خلک

خو څوک نه ؤ چې ووایي: «بېرته ولېږئ هغوی»

۲۳ ایا څوک شته تاسو کې چې دې خبرو ته ونیسي غوږ؟

ایا دې ته به پام وکړي څوک راتلونکي وخت کې؟

۲۴ چا اجازه ورکړه چې شي تالا دې یعقوب؟

لوټمارانو ته تسلیم کړ اسراییل چا؟

څښتن خپله داسې وکړل

ځکه چې مونږه ګناه وکړه د هغه په وړاندې

قدم وانخیست اسراییلو د هغه په لاره

ویې نه کړه پیروي د هغه له قوانینو څخه

۲۵ له دې امله څښتن نازل کړ خپل غضب په هغوی

او هغوی ولیده کړاو او تاوان د جګړې

بلېده د هغه قهر اسراییلو کې لکه د اور په شان

خو پوه نه شول هغوی چې څه کیږي

هغوی وانخیست هېڅ عبرت