۰:۰۰ / ۰:۰۰

د اشعیا نبي کتاب

دوه څلوېښتم فصل

د څښتن غوره خدمتګار

۱ څښتن وایي:

دا دی زما خدمتګار چې زه یې ملاتړ کومه

هغه ما دی غوره کړی، زه خوشحاله یم هغه نه

ما خپل روح دی نازل کړی په هغه باندې

او راولي به هغه د نړۍ قومو ته عدالت او انصاف

۲ هغه به ونه وهي چیغې، نه لوړوي به خپل اواز

اورېدل کیږي به نه د هغه اواز کوڅو کې

۳ نه ماتوي به هغه یوه کږه لوخه هم

نه مړه کوي به هغه نیمګړې بله ډېوه

په حقیقت کې راولي به عدالت هغه

۴ هغه به نه شي نا‌امیده او بې‌حوصلې

ترڅو ټینګ کړي په نړۍ کې عدالت

منتظر دي خلک د لېرې هېوادونو

چې تعلیم د هغه واوري

۵ خدای یعنې څښتن پیدا او خپاره کړل اسمانونه

هغه جوړه کړله ځمکه او پیدا یې ټول مخلوق کړ

ټولو خلکو ته یې ساه او ژوندون ورکړ

اوس هغه داسې وایي خپل خدمتګار ته

۶ ما، څښتن راوغوښتلې ته

ترڅو ټینګ کړې په نړۍ کې عدالت

تا ته مې درکړلو واک او ته مې وساتلې

کومه لوظ زه ستا په وسیله

د نړۍ د ټولو خلکو سره

زه به جوړه کړمه تا نه رڼا

چې د قومونو لارښوونه وکړې

۷ ته به بینا کړې ړندې سترګې

ته به ازاد کړې بندیان

چې په زندان او په تیارو کې دي

۸ زه یم څښتن! دا دی نوم زما

زه به ورنه کړم خپل جلال هېچا ته

زه به هېڅکله شریک نه کړم بتان

خپلې ثنا او صفت کې

۹ ګورئ، څه چې ما کړې پېشګویي وه

عملي شول هغه ټول

اوس نوې پېښې، مخکې له دې نه

چې شي پېښې درکوم تاسو ته خبر

څښتن ته د ثنا او صفت نوې سندره

۱۰ څښتن ته ووایئ نوې سندره

ای ټولې نړۍ، د هغه ثنا او صفت ووایئ

ای په بحیره کې مسافرو، په بحیره کې ټول مخلوقه

ای لېرې هېوادونو او په هغو کې اوسېدونکو خلکو

د هغه ثنا او صفت ووایئ

۱۱ په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت ووایي

دښته او د هغې ښارونه

کلیوال دې د قیدار همداسې وکړي

د سالع ښاریان دې ووایي د خوشحالۍ سندرې

هغوی دې ووهي نارې د غرونو له سرونو څخه

۱۲ چې په لېرې هېوادونو کې اوسیږي کوم خلک

هغوی دې ووایي ثنا او صفت د څښتن

او بیان دې کړي جلال د هغه

۱۳ څښتن جګړې ته ځي د جنګیالي په شان

او په غیرت تیاروي ورته خپل ځان

ورکوي هغه په چیغه د جګړې اعلان

او ښکاره کوي خپل دښمنانو ته

خپل زور او ځواک

خپل قوم ته د څښتن د مرستې وعده

۱۴ څښتن وایي:

له ډېره وخته وم زه غلی

او کنترول مې کړ خپل قهر

خو اوس یم د داسې ښځې په شان

چې کړي زګېروي له ډېره درده

د لنګون په وخت کې او نفس یې سوځي

۱۵ زه به له منځه یوسم غونډۍ او غرونه

زه به وچ کړمه واښه او ونې

وچ به سیندونه کړمه

په کې ښکاره چې جزیرې شي

بیا به هم وچ کړم د اوبو ډنډونه

۱۶ زه به ړندو ته لارښوونه وکړم

په هغو لارو چې هېڅ وخت ورباندې تللي نه وي

زه به بدله په رڼا کړمه تيارې د دوی

او ورته هوارې به کړم کندې او کپرې ځمکې

زه به هغوی ته دا کارونه وکړم

زه به هېڅکله پرېنږدمه یوازې هغوی

۱۷ خو هغه څوک چې باور لري بتانو باندې

او ورته وایي خپل خدایان

هغوی به سپک شي او ډېر به وشرمیږي

کاڼه او ړانده اسراییلیان

۱۸ څښتن وایي: واورئ ای کڼو خلکو

ای ړندو خلکو، خلاصې کړئ سترګې او وګورئ

۱۹ څوک دی ړوند زما د خادم په شان؟

څوک دی کوڼ زما د استازي په شان؟

څوک دی ړوند زما د خادم په شان

۲۰ ډېر شیان ولیدل تاسو

خو ورته ورنه کړ اهمیت تاسو

غوږونه خلاص دي ستاسو

خو څه پرې نه اورئ

۲۱ دا چې څښتن عادل دی، هغه لېوال ؤ

چې قوانین یې پرتمین وګڼل شي

او درناوی یې وشي او جلالي ښکاره شي

۲۲ خو اوس دا خلک لوټ شوي

دي په کندو کې راګېر او اچول شوي زندانو ته

د خلاصون دپاره یې رانغی هېڅوک

دي تالا شوي او چور شوي دا خلک

خو څوک نه ؤ چې ووایي بېرته ولېږئ هغوی

۲۳ ایا څوک شته تاسو کې چې ونیسي غوږ دغو خبرو ته؟

ایا دې ته به پام وکړي څوک راتلونکي وخت کې؟

۲۴ چا اجازه ورکړه چې شي تالا دې یعقوب؟

لوټمارانو ته تسلیم کړ اسراییل چا؟

څښتن خپله داسې وکړل

ځکه چې مونږه ګناه وکړه د هغه په وړاندې

قدم وانخیست اسراییلو د هغه په لاره

ویې نه کړه پیروي د هغه د قوانینو څخه

۲۵ له دې امله څښتن نازل کړ خپل غضب په هغوی

او هغوی ولیده کړاو او تاوان د جګړې

بلېده د هغه قهر اسراییلو کې د اور په شان

خو پوه نه شول هغوی چې څه کیږي

هغوی وانخیست هېڅ عبرت