دَ يعقُوب عام خط

دويم باب

دَ طرفدارئ په خلاف خبردارے

۱اَئے زما ورُوڼو! تاسو چه په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راؤړے دے څوک چه دَ جلال خاوند دے، نو بيا طرفدارى مه کوئ. ۲ولے چه که يو سړى دَ سرو زرو ګوته اَؤ ښائسته جامے آغوستے وى اَؤ ستاسو دَ عبادت ځائے ته راشى اَؤ يو غريب سړى په شليدلو جامو کښے، ۳نو تاسو دَ هغه ښائسته جامو دَ خاوند لحاظ کوئ اَؤ هغه ته ووايئ چه ”راځئ تاسو په دے سم ځائے کښے کښينئ،“ اَؤ غريب سړى ته ووايئ چه ”ته هلته ودريږه، يا زما دَ پښو دَ څوکئ سره کښينه“ ۴نو آيا دا تاسو په خپلو کښے طرفدارى ونۀ کړه؟ اَؤ دَ بدنيتئ مُنصفان نۀ شوئ؟

۵اَئے زما خوږو ورُوڼو! زما واؤرئ، ولے خُدائے دَ دے دُنيا خواران غوره کړى نۀ دى څۀ، يعنے هغه خواران چه دَ ايمان سره دولتمند دى، چه هغوئ دَ هغۀ سره په بادشاهئ کښے شريک شى، چه خُدائے دَ هغوئ سره لوظ کړے دے چه ورسره مينه کوى؟ ۶تاسو خو دَ غريب سړى سپکاوے وکړو. آيا دولتمند په تاسو ظلمُونه نۀ کوى؟ اَؤ آيا هغوئ تاسو عدالتُونو ته نۀ راکاږى؟ ۷آيا هغوئ دَ هغه بزرګ په خوږ نُوم کُفر نۀ غروى دَ چا نُوم چه تاسو ته درکړے شوے دے؟

۸نو بيا هم که تاسو دَ کتابِ مُقدس په مُطابق هغه شاهى شريعت پُوره کوئ چه وائى چه :  ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو ښۀ کوئ. ۹خو که چرے تاسو طرفدارى کوئ نو ګُناه کوئ اَؤ دَ شريعت له مخه مُجرمان يئ. ۱۰ځکه چه چا چه په ټول شريعت عمل وکړو اَؤ صرف په يوه خبره کښے ئے هم خطا وکړه نو هغه په ټولو خبرو کښے ګُناه ګار شو. ۱۱ځکه چه چا چه دا وفرمائيل چه ”زِنا مه کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چه ”خُون مه کوئ“، نو که تاسو زِنا ونۀ کړه ولے خُون مو وکړو، نو شريعت ماتوئ. ۱۲اَؤ تاسو دَ هغه خلقو په شان کلام اَؤ عملُونه هم کوئ دَ چا چه به دَ آزادئ دَ شريعت په مُطابق اِنصاف کيږى. ۱۳ځکه چه چا چه رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم دَ اِنصاف په مُطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب راځى.

ايمان اَؤ عملُونه

۱۴اَئے زما ورُوڼو! که څوک ووائى چه زَۀ ايماندار يم خو عمل نۀ کوى نو فائده ئے څۀ؟ آيا داسے ايمان هغۀ له خلاصُون ورکولے شى څۀ؟ ۱۵چه څوک ورور يا خور دَ جامو اَؤ دَ خوراک حاجتمند وى، ۱۶اَؤ بيا هم تاسو ورته دا وايئ چه ”په خير لاړ شه، تود اَؤ موړ اوسه،“ خو چه کُوم څيزُونه هغۀ ته په کار وى، هغه ورنۀ کړئ نو فائده ئے څۀ؟ ۱۷دغه شان ايمان هم دے، که دَ دے سره عمل نۀ وى نو هغه ايمان مړ دے.

۱۸بلکه څوک دا وئيلے شى چه ”تۀ اِيماندار يئے اَؤ زَۀ عمل کوُونکے.“ ته خپل ايمان بغير دَ عمل نه ما ته څرګند کړه اَؤ زَۀ به خپل ايمان په عمل تا ته څرګند کړم. ۱۹تۀ په دے خبره ايمان لرے چه خُدائے يکى يو دے. خير دا ښۀ کوے! شيطانان هم دا ايمان لرى اَؤ دَ ويرے نه رپيږى. ۲۰خو اَئے بيکاره سړيه! آيا تۀ په دے هم نۀ پوهيږے چه دَ عمل نه بغير ايمان بے کاره دے؟ ۲۱نو هر کله چه زمُونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئے اِسحاق په قُربانګاه دَ قُربانى په طور پيش کړو نو آيا هغه په عمل سره صادِق نۀ شو؟ ۲۲نو بيا تا وکتل چه ايمان دَ هغۀ دَ عمل سره يو ځائے اثر وکړو اَؤ دَ عمل سره ايمان کامل شو. ۲۳اَؤ دَ کِتاب مُقدس هغه کلام پُوره شو چه ”اِبراهيم په خُدائے ايمان راوړو اَؤ دا دَ هغۀ دَ پاره په صداقت حساب شو،“ اَؤ هغه خليل الله وبللے شو. ۲۴نو بيا تاسو وينئ چه اِنسان تش په ايمان نه، بلکه په عمل صادِق کيږى.

۲۵هم دغه شان راحبے کنجرئ هم چه هر کله هغه جاسُوسان په خپل کور کښے ايسار کړل اَؤ په بله لار ئے رُخصت کړل، نو آيا په عمل صادِقه نۀ شوه؟

۲۶غرض دا چه څنګه چه بدن بغير دَ رُوح نه مړ دے هم هغه شان ايمان هم بغير دَ عمل نه مړ دے.