۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يعقُوب عام خط

دريم باب

ژبه

۱اَئے زما ورُوڼو! له تاسو نه دِ ډير اُستاذان جوړ نۀ شى ځکه چه تاسو خبر يئ چه مُونږ چه اُستاذان يُو، زياته سخته سزا به مُومو. ۲ځکه چه مُونږ ټول اکثر غلطئ کوُو، که څوک په خپلو خبرو کښے غلطى نۀ کوى نو هغه کامل دے اَؤ ټول بدن په قابُو کښے ساتلے شى. ۳هر کله چه مُونږ دَ قابُو کولو دَ پاره دَ آسونُو په خُلو کښے قيزے اچوُو نو دَ هغوئ ټول بدن هم ګرځولے شُو. ۴ګورئ، سمندرى جهازُونه اګر که ډير لوئے لوئے وى اؤ په تيزو بادونو چلولے شى خو بيا هم دَ يو ورکوټى سُکان په وجه دَ ماڼګى دَ مرضئ په مُطابق ګرزولے شى. ۵هم دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اَندام دے اَؤ ډيرے غټے خبرے کوى.

ګورئ! په يو ورکوټى بڅرى سره په څومره لوئے ځنګل کښے اور ولګى. ۶اَؤ ژبه هم يو اور دے، دا زمُونږ په اَندامُونو کښے دَ شرارت يوه دُنيا ده، اَؤ په ټول وجُود کښے بدى پيدا کوى اَؤ زمُونږ په ټول ژوندُون کښے اور لګوى، اَؤ په خپله دَ دوزخ دَ اور نه بليږى. ۷ځکه چه هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى مينجى اَؤ دريابى ځناور خو دَ اِنسان په قابُو کښے راتلے شى اَؤ راغلى هم دى، ۸خو هيڅوک ژبه په قابُو کښے نۀ شى راوستلے. هغه يوه بلا ده چه چرے ايساريږى نه، دَ مړ کوُونکى زهر نه ډکه ده. ۹هم په دے مُونږ دَ مالِک اَؤ پلار ثنا کوُو، اَؤ هم په دے بنى آدمو ته چه دَ خُدائے په صُورت پيدا شوى دى، ښيرے کوُو. ۱۰دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار. ۱۱آيا دَ چينے دَ يکى يوے خُلے نه خوږے اَؤ تروے اوبۀ وزى څۀ؟ ۱۲اَئے زما ورُوڼو! آيا دَ اِينځير په ونه کښے ښُون، اَؤ په انګُور کښے اِينځير پيدا کيدے شى څۀ؟ هم دغه شان دَ مالګينے چينے نه خوږے اوبۀ نۀ شى راوتلے.

دَ آسمانُونو حِکمت

۱۳په تاسو کښے څوک هوښيار اَؤ پوهه شته دے؟ هغه دِ په خپلو کارُونو دَ نيک چال چلن په وسيله اَؤ عاجزئ سره دِ دا خبره ثابته کړى، يعنے داسے عاجزى چه دَ حِکمت نه پيدا کيږى. ۱۴خو که تاسو په خپلو زړُونو کښے سخته کينه اَؤ خودغرضى لرئ نو فخر مه کوئ اَؤ مه دَ حق برخلاف دروغ وايئ. ۱۵دا هغه حِکمت نۀ دے کُوم چه له آسمان نه راکُوزيږى بلکه دُنياوى، نفسانى اَؤ شيطانى دے. ۱۶ځکه چه هر چرته چه کينه اَؤ خودغرضى وى، هلته فساد اَؤ هر قِسم بدکار هم کيږى. ۱۷خو چه کُوم حِکمت له آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوُونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوُونکے، رحم کوُونکے اَؤ دَ ښو ميوو نه ډک، ناطرفداره اَؤ بے ريا. ۱۸اَؤ صُلح کوُونکى دَ صُلح سره داسے تُخم کرى چه دَ صداقت ميوے ترے پيدا کيږى.