۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يعقُوب عام خط

څلورم باب

دَ دُنيا سره دوستى کوئ

۱په تاسو کښے جنګ جګړے له کُومه راغلے؟ آيا دَ هغه خواهشاتو نه نۀ دى کُوم چه ستاسو په اَندامُونو کښے فساد کوى؟ ۲تاسو چه دَ کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى، ځکه خُون کوئ اَؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولے نۀ شئ. تاسو نښلئ، جنګيږئ، خو تاسو ته ځکه نۀ ملاويږى چه له خُدائے نه ئے نۀ غواړئ. ۳تاسو ئے غواړئ اَؤ مُومئ ئے نه، دا ځکه چه په بد نيت ئے غواړئ، چه په خپل عيش و عشرت ئے ولګوئ. ۴اَئے بے وفا خلقو! آيا تاسو ته معلُومه نۀ ده چه دَ دُنيا سره دوستى لرل دَ خُدائے سره دُښمنى کول دى؟ نو بيا چه څوک دَ دُنيا دوست جوړيدل غواړى، هغه خپل ځان دَ خُدائے دُښمن کوى. ۵آيا تاسو دا ګڼئ چه مُقدس کِتاب بے فائدے وائى چه خُدائے هغه رُوح چه زمُونږ په زړُونو کښے اچولے دے، هغه دَ حسد خواهش لرى څۀ؟ ۶بلکه زيات فضل ورکوى، نو ځکه دا وايئ چه ”خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى خو عاجزانو ته فضل وربخښى.“

۷نو بيا دَ خُدائے تابع شئ، اَؤ دَ اِبليس مُقابله وکړئ نو هغه به درنه وتښتى. ۸که تاسو خُدائے ته ورنزدے شئ نو هغه به تاسو ته رانزدے کيږى. اَئے ګُناه ګارانو! خپل لاسُونه دَ بدو کارُونو نه صفا کړئ اَؤ اَئے دوه زړيو سړو! خپل زړُونه پاک کړئ. ۹اَفسوس اَؤ وير وکړئ اَؤ ژاړئ، ستاسو خندا دِ په وير بدله شى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ په غم! ۱۰دَ مالِک په وړاندے عاجز شئ اَؤ هغه به تاسو سربلند کړى.

په ورور اِلزام لګول

۱۱اَئے ورُوڼو! په يو بل پسے خبرے مه کوئ. څوک چه په خپل ورور پسے خبرے کوى يا په خپل ورور اِلزام لګوى، هغه دَ شريعت بد وائى اَؤ په شريعت اِلزام لګوى، اَؤ که تۀ په شريعت اِلزام لګوے نو په شريعت عمل کوُونکے نه، بلکه په هغۀ قاضى شوے. ۱۲خو دَ شريعت ورکوُونکے اَؤ قاضى خو يکى يو دے چه دَ بچ کولو اَؤ دَ هلاکولو توان لرى، خو تۀ څوک ئے چه په خپل ګاونډى اِلزام لګوے؟

دَ فخر په خلاف خبردارى

۱۳تاسو چه دا وايئ چه ”مُونږ به نن يا صبا فلانکى ښار ته لاړ شُو اَؤ هلته به يو کال ايساريږُو اَؤ په سوداګرئ کښے به ګټه کوُو،“ ۱۴اَؤ په دے نۀ يئ خبر چه صبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ دَ يو بړاس په شان دے چه دَ لږ ساعت دَ پاره ښکاره شو اَؤ بيا ختم شو. ۱۵دَ داسے وينا په ځائے تاسو ته دا وئيل په کار دى چه ”که مالِک غواړى نو مُونږ به ژوندى پاتے شُو اَؤ دا يا هغه کار به هم وکړُو.“ ۱۶خو اوس تاسو په خپلو ډُوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.

۱۷نو بيا که څوک په ښو کولو پوهيږى اَؤ نۀ ئے کوى، دَ هغۀ دَ پاره دا ګُناه ده.