چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
دولسم فصل
ارمیا د څښتن څخه پوښتنه کوي
۱ ای څښتنه، که زه وړاندې کړمه
ستا حضور ته خپله دعوه
نو ته کوې به انصاف راسره
خو بیاهم باید پوښتنه وکړم ستا نه
د انصاف په هکله
ولې نېکمرغه دي بدکاره خلک؟
ولې کامیاب دي بېایمانه خلک؟
۲ تا هغوی وکرل لکه نیالګیو په شان
او ویې نیولې ریښې
هغه شوې لویې او مېوې نیسي
دوی تل په خپله خوله ستا ښه وایي
خو حقیقت کې ستا پروا نه لري
۳ خو ای څښتنه، ما پېژنې ته
څه چې کومه هغه وینې ته
او ازمایې زما خیالونه او فکرونه ته
لکه پسونه چې وړل کیږي قصابۍ دپاره
داسې راکش کړه هغوی
او هغوی وساته د حلالولو تر وخته پورې
۴ ترڅو به وچ وي وطن زمونږه
او په هر پټي کې به واښه مړاوي وي؟
زمونږ د قوم د بدکارۍ په سبب
هم حیوانات او هم مرغان مړه کیږي
هغه قوم چې وایي څه چې کوو
نو خدای یې نه ویني
ارمیا ته د څښتن ځواب
۵ څښتن وایي:
ای ارمیا، چې ستړی کېږې ته
د خلکو سره د منډې لوبه کې
څنګه به ووهې ته منډې د اسونو سره؟
چې ودرېدلی نه شې ته په هواره ځمکه
نو څه به کوې ته د اردن ځنګل کې؟
۶ حتی خیانت درسره کړی ستا خپلوانو
او ستا د خپلې کورنۍ غړو
دي یوځای شوي سره چې
چیغې ووهي په تا باندې
که څه هم درسره کاندي دوستانه خبرې
خو په هغوی باندې باور مه کوه
د خپل قوم په خاطر د څښتن خفګان
څښتن وایي:
۷ ما خپل قوم اسراییل پریښی
او لاس مې اخیستی له خپل غوره شوي قومه
د هغو خلکو سره چې کړمه مینه د زړه له کومي
ما د هغوی دښمنانو ته په لاس کې ورکړل
۸ راپورته شوی خپل غوره کړی قوم مې
لکه ځنګل کې د زمري په شان
په مقابل کې زما هغوی غړمبیږي په ما
نو ځکه کرکه له هغو نه کوم
۹ هغې مرغۍ په شان دی زما غوره قوم
چې بازان کوي حمله ورباندې له هرې خوا نه
لاړ شئ راټول کړئ ټول ځنګلي ځناور
چې راشي وخوري د هغوی مړي
۱۰ کړل خراب ډېرو پردیو حاکمانو
زما د انګورو باغ
او پایمال یې کړل زما پټي
هغوی بدل کړل زما ښایسته پټي
په شاړه ځمکه باندې
۱۱ له هغه څخه یې جوړ کړ بیابان
هغه پروت دی شاړ او زه یې اورم ژړا ګانې
دی بدل شوی ټول وطن په دښته
او هېڅوک نشته چې پرې پام وکړي
۱۲ ډکې شوې دي تشې غونډۍ د دښتې
په هغو خلکو باندې
چې دي راغلي د تباه کوونکو عسکرو په شان
ما راوست جنګ چې تباه کړي ټول وطن
هېڅوک به نه وي خوندي
۱۳ زما قوم وکرل غنم خو راټول یې کړل اغزي
هغوی سخت کار وکړ خو ګټه یې وانخیسته ترې
په سبب زما د سخت قهر
د فصلونو د کموالي په سبب به
وشرمیږي دوی
د اسراییلو د ګاونډیانو سره د څښتن وعده
۱۴ څښتن داسې وایي: «زه غواړم د اسراییلو د هغو ګاونډیانو په هکله چې هغه وطن یې وران کړی دی چې ما خپل قوم اسراییلو ته د ملکیت په توګه ورکړی دی، یوڅه ووایم. زه به هغه بدکاره خلک د خپلو وطنونو نه داسې وباسم لکه نیالګی چې له بېخه ویستل شوی وي او یهودا به د هغوی نه خلاص کړم. ۱۵ خو چې کله مې دا قومونه وویستل، نو زه به یوځل بیا په هغوی باندې رحم وکړم. زه به هر قوم بېرته خپلې ځمکې او خپل وطن ته راولم. ۱۶ که چېرې دا ټول قومونه د زړه له کومي زما لاره ومني او زما یعنې د ژوندي څښتن په نوم داسې قسم وخوري لکه څنګه چې یو وخت هغوی زما قوم ته ورزده کړي وو چې د بعل د بت په نوم قسم وخوري، نو دوی به هم زما د قوم یوه برخه وي او نېکمرغه به وي. ۱۷ خو که چېرې کوم قوم اطاعت ونه کړي، نو زه به هغوی بیخي وشړم او تباه به یې کړم. ما څښتن داسې ویلي دي.»