چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
دیارلسم فصل
د کتان د لنګ مثال
۱ څښتن ما ته داسې وویل: «لاړ شه، د ځان دپاره یو د کتان لنګ واخله او هغه د ملا نه وتړه، خو هغه په اوبو کې مه ږده.» ۲ نو ما هغه د څښتن د حکم سره سم واخیست او د ملا نه مې وتاړه. ۳ بیا څښتن د دوهم ځل دپاره زما سره خبرې وکړې او ویې ویل: ۴ «د فرات سیند ته لاړ شه او هغه لنګ د ګټانو په یوه سوري کې پټ کړه.» ۵ نو زه د څښتن د حکم سره سم لاړم او هغه مې د فرات سیند ته نژدې پټ کړ.
۶ ډېره موده وروسته څښتن ما ته وویل: «بېرته د فرات سیند ته لاړ شه او هغه لنګ راواخله.» ۷ نو زه بېرته لاړم او کله مې چې هغه ځای پیدا کړ چې لنګ مې په کې پټ کړی ؤ، نو ما ولیدل چې هغه خراب شوی ؤ او له کاره وتلی ؤ.
۸ څښتن یوځل بیا زما سره خبرې وکړې. ۹ هغه داسې وویل: «په همدې ډول به زه د یهودا او اورشلیم د خلکو ډېر غرور له منځه یوسم. ۱۰ دې بدکارو خلکو زما د اطاعت کولو نه انکار کړی دی. هغوی سخت زړونه لري او د نورو خدایانو عبادت او خدمت کوي. نو هغوی به د دې لنګ په شان شي چې نور به هېڅ د کار نه وي. ۱۱ لکه څنګه چې یو سړی د خپلې ملا نه لنګ تړي، همدا شان ما هم غوښتل چې د اسراییلو او یهودا ټول خلک ما پورې وتړل شي. دا کار مې د دې دپاره وکړ چې هغوی زما قوم اوسي او زما د نوم د درنښت او د ثنا او صفت سبب شي، خو هغوی زما اطاعت نه کاوه. ما څښتن داسې ویلي دي.»
د شرابو د منګي مثال
۱۲ د اسراییلو څښتن خدای ما ته داسې وویل: «ای ارمیا، د اسراییلو خلکو ته ووایه چې د هغوی ټول منګي باید د شرابو نه ډک شي. هغوی به درته ځواب درکړي چې دوی خپله پوهیږي چې ټول منګي باید د شرابو نه ډک شي. ۱۳ نو بیا هغوی ته ووایه چې زه څښتن به د دې وطن په ټولو اوسېدونکو باندې چې په هغو کې پاچاهان چې د داود اولاده ده، کاهنان، پیغمبران او هغو ټولو خلکو باندې چې په اورشلیم کې اوسیږي دومره شراب وڅښم، ترڅو هغوی نشه شي. ۱۴ بیا به زه د هغوی میندې، پلرونه او ماشومان داسې ټوټې ټوټې کړم لکه منګي چې د یو بل سره ولګیږي او ټوټې ټوټې شي. زه به په هغوی باندې هېڅ ډول رحم او مهرباني ونه کړم او د هغوی د وژلو په هکله به خپله اراده بدله نه کړم. ما څښتن داسې ویلي دي.»
د غرور په ضد د ارمیا خبرداری
۱۵ ای د اسراییلو خلکو
مه کړئ غرور او ونیسئ غوږ هغه ته
ځکه چې ویلي دي څښتن
۱۶ درناوی وکړئ د خپل څښتن خدای
مخکې له دې چې تیاره راولي تاسو باندې
او تیندک وخورئ په غرونو باندې
مخکې له دې چې هغه رڼا چې تاسو یې هیله لرئ
کړي بدله تورو تیارو باندې
۱۷ که ورته ونه نیسئ غوږ
زه به پټ وژاړم ستاسو غرور په سبب
زه به سخت وژاړم او وبه بهیږي اوښکې زما
ځکه چې قوم د څښتن به اسیران بوتلل شي
۱۸ څښتن ما ته وویل: «پاچا او د هغه مور ته ووایه چې د خپلو تختونو نه راښکته شي، ځکه چې د هغوی ښکلي تاجونه د هغوی د سرونو نه رالوېدلي دي. ۱۹ د یهودا د جنوبي سیمې ښارونه کلابند شوي دي، هېڅوک نه شي کولای چې ورننوځي او یا ورڅخه ووځي. د یهودا ټول خلک به په جلاوطنۍ بوتلل شي.
۲۰ ای اورشلیمه ګوره! ستا دښمنان د شمال له خوا نه راروان دي! هغه خلک چېرته دي چې تا ته د ښکلې رمې په شان سپارل شوي وو چې پام ورباندې وکړې، ستا هغه قوم چې ویاړ دې ورباندې کاوه؟ ۲۱ کله چې هغه خلک چې تا خپل ملګري ګڼل راشي، تا فتح کړي او په تا باندې حکومت وکړي، ته به څه وایې؟ ته به په داسې درد اخته یې لکه یوه ښځه چې د لنګون په وخت کې ورباندې اخته وي. ۲۲ که ته د خپل ځان نه پوښتنه وکړې چې دا هر څه په تا باندې ولې وشول، ستا کالي ولې وویستل شول او ستا سره ولې په زوره زنا وشوه؟ دا په دې خاطر دي چې تا سخته ګناه کړې ده. ۲۳ ایا یو تور پوستی کولای شي چې د خپل پوستکي رنګ بدل کړي، یا یو پړانګ خپل خالونه لېرې کولای شي؟ همدا شان ته نه شې کولای چې ښه کارونه وکړې، ځکه چې په بدو کارونو عادت شوی یې.
۲۴ زه څښتن به تاسو داسې خواره واره کړم، لکه بوس چې د دښتې باد وړي. ۲۵ ما څښتن داسې وویل چې دا به ستاسو قسمت وي. دا هغه څه دي چې ما یې پرېکړه کړې ده چې ستاسو سره یې وکړم، ځکه چې تاسو زه هېر کړی یم او په غلطو خدایانو مو باور کړی دی. ۲۶ زه څښتن به په خپله ستاسو نه کالي وباسم او تاسو به وشرموم. ۲۷ ما لیدلي دي چې تاسو هغه کارونه کوئ چې زه ورڅخه کرکه کوم. ما لیدلي دي چې تاسو د هغو غلطو خدایانو پسې چې په غونډیو باندې او په پټیو کې دي، روان وئ. لکه د یو شهواني سړي په شان چې د خپل ګاونډي د ښځې پسې وي یا لکه د یو نر اس په شان چې د اسپې پسې ګرځي. ای د اورشلیم خلکو، افسوس دې وي ستاسو په حال! ترڅو پورې به تاسو ناپاکه یئ؟»