چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
دوه ویشتم فصل
د یهودا شاهي کورنۍ ته د ارمیا پیغام
۱-۲ څښتن ما ته داسې وویل: «د یهودا پاچا چې د داود اولاده ده، د هغه ماڼۍ ته لاړ شه او هلته پاچا، د هغه درباریانو او د اورشلیم خلکو ته ووایه چې هغه څه چې څښتن وایي، هغو ته غوږ ونیسي: ۳ ‹د عدالت او انصاف له مخې کار کوئ. د چا نه چې غلا کیږي هغه د غل څخه وژغورئ. د پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو سره بد چلند او ظلم مه کوئ او په دې ځای کې بېګناه خلک مه وژنئ. ۴ زه چې تاسو ته کوم حکم درکوم، که چېرې تاسو په رښتیا سره په هغه باندې عمل وکړئ، نو بیا به د داود کورنۍ خپلې پاچاهۍ ته دوام ورکړي. او هغوی به د خپلو درباریانو او خپلو خلکو سره په جنګي ګاډیو او اسونو باندې سپاره د دې ماڼۍ په دروازو باندې تګ او راتګ وکړي. ۵ خو که چېرې تاسو زما په حکمونو باندې عمل ونه کړئ، نو زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې دا ماڼۍ به په کنډوالو باندې بدله شي. ما څښتن داسې ویلي دي.›»
۶ څښتن د یهودا د پاچا د ماڼۍ په هکله داسې وایي: «زما دپاره د یهودا شاهي ماڼۍ د جلعاد د وطن او د لبنان د غرونو په شان ښکلې ده، خو زه به هغه د دښتې او د هغو ښارونو په شان کړم چې هېڅوک به په کې ونه اوسیږي. ۷ زه به د ورانولو دپاره کسان وټاکم چې هغه ماڼۍ ورانه کړي. هغوی به تبرونه راوړي او د هغې د سبر د ونو ښکلي تیران به راوغورځوي او په اور کې به یې وسوځوي.
۸ کله چې د ډېرو قومونو خلک د هغه ځای څخه تېریږي، نو هغوی به یو د بل نه پوښتنه کوي چې څښتن ولې د دې لوی ښار سره داسې کار وکړ؟ ۹ په ځواب کې به داسې ویل کیږي: ‹دا ځکه چې د اورشلیم خلکو د خپل څښتن خدای لوظ مات کړی دی او د نورو خدایانو عبادت او خدمت یې کړی دی.›»
د یهوآحاز په هکله پیغام
۱۰ مه ژاړئ ای د یهودا خلکو
د یوشیا پاچا دپاره
مه کوئ ویر د هغه په مړینه باندې
خو سخت وژاړئ د هغه د زوی دپاره
ځي لېرې هغه ځای ته چې بیا به
رانه شي هېڅکله
بیا به ونه ویني هغه وطن
چې پیدا شوی په کې
۱۱ څښتن د یوشیا د زوی یهوآحاز په هکله چې د خپل پلار نه وروسته د یهودا پاچا شو او هغه د دې ځای نه تلی دی، داسې وایي: «هغه بیا هېڅکله بېرته نه راځي. ۱۲ هغه به په هغه وطن کې چې هغه یې هلته د اسیر په توګه بېولی دی، مړ شي او بېرته به دا وطن ونه ویني.»
د یهویاقیم په هکله د ارمیا پیغام
څښتن وایي:
۱۳ افسوس د هغه چا په حال
چې جوړوي خپل کور بېعدالتۍ باندې
جوړوي بالاخانې بېانصافۍ باندې
چې جوړوي هغه بېګار باندې
نه ورکوي مزدوري خلکو ته
۱۴ افسوس په حال د هغه چا چې وایي:
زه به جوړه کړم ماڼۍ د خپل ځان دپاره
چې وي کوټې په کې پراخه په پاس منزل کې
هغه به جوړې کړي کړکۍ خپل کور کې
په کې به ولګوي تختې د سبر
ورته به ورکړي تک سور رنګ
۱۵ ایا په دې به شې ته ښه پاچا
چې کړې جوړ خپل کور د سبر د لرګیو څخه
او هغه به وي ښایسته نورو کورونو څخه؟
ایا ستا پلار یوشیا برخمن نه ؤ
د ژوندون د نعمتونو څخه؟
هغه عادل او باانصافه ؤ تل
او بریالی ؤ په هر کار کې هغه
۱۶ هغه کړی دی انصاف د غریبانو سره
بریالی ؤ په هر کار کې هغه
دا معنی ده د څښتن د پېژندلو
۱۷ خو ته یوازې یې په فکر د خپلو ناروا ګټو
وژنې ته بېګناه خلک
زورزیاتی کوې د خپلو خلکو سره
داسې ویلي څښتن
۱۸ نو څښتن د یهودا د پاچا د یوشیا زوی یهویاقیم په هکله داسې وایي:
وبه نه کړي څوک ویر د هغه په مرګ
او نه به ووایي
څومره هیبتناکه ده، ای ورونو
څومره هیبتناکه ده، ای خویندو
هېڅوک نشته چې ویر او ژړا وکړي هغه باندې
هېڅوک نشته چې ووایي ای باداره! ای پاچا زما
۱۹ هغه ښخیږي به د یو مړه خره په شان
چې راښکل کیږي او غورځول کیږي هغه
د اورشلیم له دروازو نه بهر
د اورشلیم د سرنوشت په هکله د ارمیا پیغام
۲۰ ای د اورشلیم خلکو، لاړ شئ لبنان ته
او ووهئ چیغې هلته
لاړ شئ باشان ته او وکړئ فریاد هلته
وکړئ اواز د عباریم له غرو نه
په دې خاطر چې تباه شوي ټول ملګري ستاسې
۲۱ په هغه وخت کې چې نېکمرغه وئ
وکړې خبرې ما له تاسو سره
خو تاسو نه نیولو غوږ ما ته
تاسو کولو همدا کار د ځوانۍ له وخته
تاسو هېڅکله نه کولو اطاعت زما
۲۲ لېرې به یوسي زما د غضب توفان
ټول مشران ستاسو
شي به جنګي اسیران ستاسو ملګري
ستاسو ښار به شي رسوا او وبه شرمیږي هغه
په سبب د خپلو بدو کارو
۲۳ ارام پروت یې خپلې ماڼۍ کې د سبر د ونو منځ کې
چې راوړل شوي له لبنان څخه
خو څومره زګېروي به کوې کله چې درد راشي په تا باندې
یو داسې درد چې د لنګون په وخت کې
راځي په ښځې باندې
څښتن به یهویاکین ته سزا ورکړي
۲۴ څښتن د یهودا پاچا یهویاقیم زوی یهویاکین پاچا ته داسې وویل: «زه په خپل ذات باندې قسم خورم که ته زما هغه ګوته هم وای چې ما په لاس کړې ده او زما د شاهانه قدرت نښه ده، نو د خپلې ګوتې څخه به مې ویستلې وای ۲۵ او هغو خلکو ته به مې ورکړې وای چې ورڅخه وېرېږې او هغو خلکو ته چې غواړي تا ووژني. زه به تا د بابل پاچا نبوکدنصر او د هغه عسکرو ته په لاس ورکړم. ۲۶ زه به تا او ستا مور د دې وطن څخه وشړم. تاسو به پردي هېواد ته لاړ شئ چې تاسو یو هم په کې پیدا شوي نه یئ او دواړه به هلته مړه شئ. ۲۷ تاسو به په دې ارمان یئ چې هغه وطن یوځل بیا ووینئ، خو هېڅکله به بېرته ورستانه نه شئ.»
۲۸ ما وویل: «ایا یهویاکین پاچا د هغه مات منګي په شان دی چې لېرې غورځول شوی او هېڅوک یې نه غواړي؟ ولې هغه او د هغه اولادونه هغه هېواد ته شړل شوي دي چې د هغه په هکله ورته هېڅ معلومات نشته؟»
۲۹ ای وطنه، ای وطنه، ای وطنه!
غوږ ونیسه خبرو د څښتن ته
۳۰ څښتن داسې وایي:
وګڼه دا سړی د بېاولاده کس په شان
چې کامیاب به نه شي هېڅکله
وبه نه لري اولادونه هغه
لکه داود د اولادې په شان
چې کښېني د داود په تخت باندې
چې وکړي حکومت په یهودا باندې