چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
درویشتم فصل
بدعمله مشران او عادل پاچا
۱ څښتن داسې وویل: «افسوس د هغو شپنو په حال چې زما رمه تباه کوي او هغه خواره واره کوي.» ۲ نو د اسراییلو څښتن خدای د هغو شپنو په هکله چې اړتیا وه چې د هغه په رمې باندې یې پام کړی وای، داسې وایي: «تاسو زما په رمې باندې پام نه دی کړی، هغه مو خواره واره کړې ده او شړلې مو ده، نو ځکه زه اوس تاسو ته د دې بد کار په سبب چې کړی مو دی، سزا درکوم. ۳ زه به خپله پاتې رمه د هغو هېوادنو څخه چې هلته مې شړلې وه، راټوله کړم او هغه به بېرته خپل وطن ته راولم. هغه قوم به ډېر اولادونه ولري او شمېر به یې زیات شي. ۴ زه به په هغوی باندې داسې شپونکي وټاکم چې پام پرې وکړي. هغوی به نور ونه وېریږي او نه به اندېښنه کوي. د هغوی نه به هېڅ یو ورک نه شي. ما څښتن داسې ویلي دي.»
۵ څښتن داسې وایي: «ګورئ، هغه وخت راتلونکی دی چې زه به د داود د اولادې نه یو عادل پاچا وټاکم. هغه پاچا به په هوښیارۍ سره حکومت وکړي او په ټول وطن کې به د عدالت او انصاف څخه کار واخلي. ۶ کله چې هغه پاچا شي، نو د یهودا خلک به ازاد شي او د اسراییلو خلک به په سوله او ارامۍ کې ژوند تېروي. د هغه نوم به وي ‹څښتن زمونږ عدالت دی›.»
۷ څښتن داسې وایي: «هغه وخت راروان دی چې خلک به نور زما یعنې د هغه ژوندي څښتن په نوم چې د اسراییلو قوم یې له مصر څخه راوویست، قسم ونه خوري. ۸ د دې په ځای به هغوی د هغه ژوندي خدای په نوم قسم وخوري چې د اسراییلو قوم یې په شمال کې د یو وطن نه او هغو نورو هېوادنو نه راوویستل چې هغوی مې هلته شړلي وو. بیا به هغوی په خپل وطن کې واوسیږي.»
د جعلي پیغمبرانو په هکله د ارمیا پیغام
۹ دا پیغام د پیغمبرانو په هکله دی:
ټوټې ټوټې دی زما زړه
او رپيږي ټول بدن مې
د هغه سړي په شان یم چې وي نشه
چې کنترولولی نه شي هغه خپل ځان
د څښتن په خاطر
او د هغو سپېڅلو خبرو په سبب
چې هغه کړې دي
۱۰ وطن دی ډک له هغو خلکو څخه
چې وفادار نه دي څښتن ته هغوی
په بدکارۍ تېروي ژوند هغوی
او د خپل قدرت نه اخلي غلطه ګټه هغوی
د څښتن د لعنت په سبب په ویر اخته ده ځمکه
او څړځایونه وچ شول
۱۱ څښتن داسې وایي:
دي بېایمانه پیغمبران او کاهنان
ما په خپله دي ګېر کړي هغوی
چې کوي بد کارونه زما په کور کې
۱۲ چې دي روان په کومو لارو هغوی
دي ښویېدونکې او تیارې دي هغه
وبه ښویيږي هغوی او وبه لویږي
زه راولم افت په هغوی باندې
دی راروان د سزا وخت د هغوی
داسې ویلي دي ما څښتن
۱۳ ما لیدلی د سامرې د پیغمبرانو ناوړه کار
چې هغوی کړې دي خبرې د بعل په نامه
او بېلارې کړی یې دی زما قوم اسراییل
۱۴ خو ما لیدلي په اورشلیم کې پیغمبران
چې دي ډېر له هغو نه هم د کرکې وړ
هغوی کوي زنا او تل وایي دروغ
تشویقوي دوی خلک بدو کارونو ته
چې لاس وانخلي هېڅوک د بدکارۍ نه
هغوی ټول بد دي دومره زما په نظر کې
لکه څومره چې دي بد د سدوم او عموره خلک
۱۵ نو دا هغه څه دي چې زه مطلق قادر څښتن یې د اورشلیم د پیغمبرانو په هکله وایم:
زه به ورکړمه هغوی ته د خوراک دپاره
ترخه بوټي
او د څښاک دپاره زهرجنې اوبه
ځکه چې دوی په ټول وطن کې
خپره کړې ده بېایماني
۱۶ مطلق قادر څښتن د اورشلیم خلکو ته داسې وایي: «د هغو پیغمبرانو خبرو ته غوږ مه نیسئ چې ستاسو په زړونو کې بېځایه هیلې راپیدا کوي. هغوی تاسو ته خپل خیالونه وایي، نه هغه خبرې چې ما هغوی ته ویلي دي. ۱۷ هغوی هغو خلکو ته چې ما ته په سپکه سترګه ګوري، هر وخت وایي چې هر څه یې سم روان دي. هغوی سرتمبه خلکو ته وایي چې په دوی باندې به هېڅکله بلا رانه شي.»
۱۸ ما وویل: «خو د دې پیغمبرانو نه یو یې هم هېڅکله د څښتن په حضور کې ولاړ نه ؤ. یو یې هم کله د هغه پیغام نه دی اورېدلی او نه یې کله د هغه خبرو ته غوږ نیولی او نه یې ورته پام کړی دی. ۱۹ ګورئ، د څښتن قهر د توفان په شان دی. هغه لکه د یوې هیبتناکې بوربوړکۍ په شان د بدکارانو په سرونو باندې لګیږي ۲۰ او دا قهر به تر هغه وخته پورې سوړ نه شي، ترڅو د هغه مقصد پوره شوی نه وي. په راتلونکي وخت کې به خلک په ښکاره توګه په دې باندې پوه شي.»
۲۱ څښتن داسې وویل: «ما دا پیغمبران نه دي لېږلي، خو هغوی په خپل سر تللي دي. ما هغوی ته هېڅ کوم پیغام نه دی ورکړی، خو بیاهم هغوی زما په نوم خبرې کړې دي. ۲۲ که چېرې هغوی زما په حضور کې ولاړ وای، نو بیا هغوی کولای شول چې زما پیغام یې زما قوم ته رسولی وای او هغوی یې د خپلو بدو لارو او عملونو نه راګرځولي وای.
۲۳ زه هغه خدای یم چې په یو ځای کې نه، بلکې په هرځای کې حاضر یم. ۲۴ هېڅوک نه شي کولای خپل ځان زما نه پټ کړي، ترڅو زه یې ونه وینم. ایا تاسو نه پوهېږئ چې زه په ځمکه او اسمان کې او په هرځای کې حاضر یم؟ ۲۵ زه پوهېږم چې هغه پیغمبران زما په نوم دروغ وایي او دا دعوه کوي چې مونږ خوب ولیده چې په خوب کې ما هغوی ته خپل پیغام ورکړی دی. ۲۶ ترڅو پورې به دا پیغمبران زما خلک په هغو دروغو چې دوی له ځانه جوړ کړي دي، بېلارې کوي؟ ۲۷ هغوی فکر کوي چې کوم خوبونه چې دوی یې یو او بل ته بیانوي، په هغو باندې به زما قوم دې ته مجبور کړي چې ما هېر کړي، لکه څنګه چې د هغوی نیکونو زه هېر کړی وم او د بعل د بت عبادت یې کاوه. ۲۸ کوم پیغمبر چې خوب لیدلی وي، باید ووایي چې دا یوازې یو خوب ؤ، خو کوم پیغمبر ته چې زما له خوا پیغام ورکړل شوی دی، باید هغه زما پیغام په وفادارۍ سره اعلان کړي. د هغوی د خوبونو او زما د حقیقت ترمنځ دومره فرق دی، لکه د بوسو او غنمو ترمنځ. ۲۹ زما کلام لکه د اور په شان دی او د هغه څټک په شان دی چې تیږه ټوټې ټوټې کوي. ۳۰ زه د هغو پیغمبرانو په ضد یم چې د یو بل نه خبرې رااخلي او زما د پیغام په توګه یې اعلانوي. ۳۱ همدارنګه زه څښتن د هغو پیغمبرانو په خلاف یم چې د خپل ځانه خبرې کوي او بیا دا دعوه کوي چې دا خبرې د څښتن له خوا دي. ۳۲ په حقیقت کې زه د هغوی په خلاف یم چې خوبونه یې دروغ دي. هغوی دا خوبونه بیانوي او په خپلو دروغو او لافو باندې زما قوم بېلارې کوي. ما هغوی نه دي لېږلي او نه مې ورته حکم کړی دی، نو د هغوی خبرې خلکو ته ګټه نه شي رسولی. ما څښتن داسې ویلي دي.»
د څښتن دروند پیغام
۳۳ څښتن ما ته وویل: «ای ارمیا، کله چې زما د قوم څخه یو کس، یو پیغمبر او یا یو کاهن ستا نه پوښتنه وکړي چې څښتن کوم پیغام د یو دروند بار په توګه مونږ ته راکړی دی؟ هغوی ته ځواب ورکړه: ‹تاسو د څښتن دپاره یو دروند بار یئ او هغه به تاسو وغورځوي.› ۳۴ که چېرې زما د قوم نه یو کس، یو پیغمبر او یا یو کاهن ووایي: ‹زه د څښتن له خوا یو پیغام لرم› نو زه به هغه ته او د هغه کورنۍ ته سزا ورکړم. ۳۵ نو هغوی هر یو باید د خپلو دوستانو او خپلو خپلوانو څخه پوښتنه وکړي: ‹څښتن څه ځواب ورکړی دی؟› یا ‹څښتن څه ویلي دي؟› ۳۶ خو دا جمله مه کاروئ: ‹د څښتن پیغام› ځکه کوم خلک چې دا جمله کاروي، هغوی خپل ځان ته واک او اختیار ورکوي. که چېرې هغه ټکی وکاروي، نو هغوی د ژوندي خدای، د مطلق قادر څښتن یعنې خپل خدای خبرې غلطې تعبیر کړې دي. ۳۷ ای ارمیا، د پیغمبرانو نه پوښتنه وکړه چې څښتن تاسو ته څه ځواب درکړی دی؟ څښتن څه ویلي دي؟ ۳۸ او که هغوی زما د حکم نه سرغړونه وکړه او بیاهم ‹د څښتن د پیغام› ټکي وکاروي، نو هغوی ته ووایه چې ۳۹ زه به په رښتیا هغه ښار چې تاسو او ستاسو نیکونو ته مې ورکړی دی، واخلم او د خپل حضور نه به مو لېرې وشړم. ۴۰ زه به په هغوی باندې داسې ابدي سپکاوی او رسوایي راولم چې هېڅکله به یې هېره نه شي.»