چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
پنځه ویشتم فصل
د اویا کلونو اسارت په هکله پېشګویي
۱ د یهودا د پاچا یهویاقیم د یوشیا د زوی د پاچاهۍ په څلورم کال ما د څښتن له خوا د یهودا د ټولو خلکو په هکله یو پیغام ترلاسه کړ. دا د بابل د پاچا نبوکدنصر د پاچاهۍ لومړی کال ؤ. ۲ ما ارمیا د اورشلیم اوسېدونکو او د یهودا نورو خلکو ته وویل: ۳ «د عمون د زوی یوشیا د پاچاهۍ د دیارلسم کال نه تر نن ورځې پورې چې درویشت کاله کیږي، څښتن چې ما ته کوم پیغام راکړی دی، هغه مې تاسو ته تل دررسولی دی، خو تاسو ورته غوږ نه دی نیولی. ۴ که څه هم څښتن تاسو ته تل خپل پیغمبران درلېږلي دي، خو تاسو د هغوی خبرو ته نه غوږ نیولی او نه مو ورته پام کړی دی. ۵ هغوی به تاسو ته ویل چې د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ او د بدو کارونو نه لاس واخلئ، ترڅو وکولای شئ په هغه وطن کې چې تاسو او ستاسو نیکونو ته مې د تلپاتې ملکیت په توګه درکړی دی، خپل ژوند ته دوام ورکړئ. ۶ هغوی به تاسو ته ویل چې د نورو خدایانو خدمت او عبادت مه کوئ او تاسو چې کوم بتان په خپلو لاسونو جوړ کړي دي، هغو ته په عبادت کولو سره څښتن مه په قهروئ. که تاسو د څښتن خبره منلې وای، نو هغه به تاسو ته تاوان نه وای رسولی. ۷ خو څښتن داسې وایي چې تاسو د هغه خبرو ته غوږ نه دی نیولی. د هغې په ځای تاسو د خپلو بتانو په سبب چې په خپلو لاسونو مو جوړ کړي دي هغه په قهر کړ، نو په دې خاطر به تاسو ته تاوان ورسیږي.
۸ څرنګه چې تاسو هغه ته غوږ نه دی نیولی، نو مطلق قادر څښتن داسې وایي: ۹ ‹زه به د شمال ټول خلک او خپل خدمتګار د بابل پاچا نبوکدنصر راوغواړم. هغوی به راولم چې د یهودا او د هغه د اوسېدونکو او د هغه د شاوخوا قومونو په وړاندې وجنګیږي. زه هغوی او د هغوی شاوخوا ګاونډیان له منځه وړم او هغه به د تل دپاره په کنډوالو باندې بدل کړم او هرڅوک چې دا وګوري، نو په سپکه سترګه به ورته ګوري او ټکان به وخوري. ما څښتن داسې ویلي دي. ۱۰ زه به د هغوی د خوشحالۍ او خوښۍ اوازونه له منځه یوسم. د زوم او ناوې د خوشحالۍ اوازونه به نور نه اورېدل کیږي. هلته به د میچنې د پل اواز بند کړم او د څراغونو رڼا به مړه کړم.
۱۱ دا ټول وطن به په کنډوالو باندې بدل شي او د لیدونکو دپاره به یوه لړزوونکې ننداره وي. د یهودا قوم او د هغه ګاونډي قومونه به اویا کاله د بابل د پاچا خدمت کوي. ۱۲ له اویا کلونو پای ته رسېدلو نه وروسته به زه بابل او د هغه پاچا ته د هغوی د ګناهونو له امله سزا ورکړم. زه به هغه وطن وران کړم او د تل دپاره به یې په کنډوالو باندې بدل کړم. ما څښتن داسې ویلي دي. ۱۳ زه به بابل ته د هغو ټولو افتونو په وسیله سزا ورکړم چې د هغوی په خلاف مې ویلي دي او په دې کتاب کې لیکل شوي دي. د دې خبرو پېشګویي د ارمیا په وسیله د ټولو قومونو په ضد شوې وه. ۱۴ زه به بابلیانو ته د هغوی د عملونو سزا ورکړم او حتی هغوی به د ډېرو قومونو او لویو پاچاهانو غلامان شي.›»
د څښتن د قهر د پیالې مثال
۱۵ د اسراییلو څښتن خدای ما ته داسې وویل: «دا د شرابو جام دی چې زما د قهر نه ډک دی. دا واخله او هغو ټولو قومونو ته یې یوسه چې زه تا هلته ورلېږم او په هغوی باندې یې وڅښه. ۱۶ کله چې هغوی دا وڅښي، نو هغوی به د لېونیانو په شان کاږه واږه روان وي او د هغې وژنې له امله چې په هغوی باندې یې راولم، هغوی به خپل عقلونه له لاسه ورکړي.»
۱۷ نو ما د څښتن د لاس نه جام واخیست او هغو ټولو قومونو ته مې ورکړ چې څښتن هلته ورلېږلی وم او په هغو باندې مې وڅښل. ۱۸ اورشلیم او د یهودا ټول ښارونه او د هغوی پاچاهان او مشران دې ته مجبور شول چې هغه وڅښي او د هغوی حال د یوې ورانې ویجاړې، لړزوونکې او ټکان ورکوونکې نندارې په شان شي او تر نن ورځې پورې خلک د هغوی د نومونو څخه د لعنت دپاره کار اخلي.
۱۹-۲۰ دا د هغو نورو خلکو لست دی چې د هغې پیالې نه یې څښلي دي:
- د مصر پاچا، د هغه درباریان او مشران،
- ټول مصریان او ټول پردي مختلف خلک چې په مصر کې اوسیږي،
- د عوص د هېواد ټول پاچاهان،
- د فلسطین د ښارونو ټول پاچاهان، په دې ښارونو کې اشقلون، غزه، عقرون او د اشدود پاتې خلک شامل وو.
- ۲۱ د ادوم، موآب او عمون ټول خلک،
- ۲۲ د صور او صیدون ټول پاچاهان،
- د مدیترانې د هېوادنو پاچاهان،
- ۲۳ د ددان، تیما او بوز ښارونه،
- هغه خلک چې خپل ویښتان لنډوي،
- ۲۴ د عربستان ټول پاچاهان،
- د دښتې د مختلفو قبیلو ټول پاچاهان،
- ۲۵ د زمري، عیلام او ماد ټول پاچاهان،
- ۲۶ د شمال ټول پاچاهان، که نژدې دي که لېرې یو په بل پسې.
د ځمکې په مخ ټول قومونه مجبور وو چې د څښتن د قهر پیاله وڅښي. په اخر کې به د بابل پاچا هم هغه پیاله وڅښي.
۲۷ بیا څښتن ما ته وویل: «خلکو ته ووایه چې زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای هغوی ته وایم چې هغوی به تر هغې پورې دا پیاله وڅښي، ترڅو هغوی نشه شي او کانګې وکړي او تر هغې پورې چې په ځمکه باندې داسې راولویږي چې پاڅېدلی نه شي، ځکه چې زه په هغوی باندې جنګ راولم. ۲۸ که چېرې هغوی ستا د لاس پیاله قبوله نه کړي او هغه ونه څښي، نو بیا هغوی ته ووایه چې مطلق قادر څښتن وایي چې هغوی باید هغه وڅښي. ۲۹ ګورئ، زه غواړم په دې ښار کې چې زما په نوم یادیږي، د تباهۍ کار پیل کړم. ایا هغوی فکر کوي چې زه به دوی ته سزا ورنه کړم؟ نه، هغوی ته به سزا ورکړل شي، ځکه چې زه غواړم چې د نړۍ په ټولو خلکو باندې جنګ راولم. ما مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي.»
۳۰ ای ارمیا، څه چې ما وویل، ته باید د هغوی په ضد نبوت وکړې. ته باید دې خلکو ته ووایې:
لکه څنګه چې زمری غوریږي
داسې غوریږي به څښتن پاس له اسمانه څخه
او اواز به یې راشي د اوسېدو له سپېڅلي ځایه
وبه غوریږي په لوړ اواز په خپلو خلکو باندې
هغه به داسې شورماشور جوړ کړي
په خپلو خلکو باندې
داسې شور لکه چې څوک خېژي انګورو باندې
چې ترې شراب جوړ کړي
اواز به واوري د هغه د ځمکې ټول خلک
۳۱ انګازې به یې د اواز ورسي
د دنیا له یوه سر نه تر بل سره پورې
څښتن دعوه لري ټولو قومونو باندې
ټول خلک به راولي محاکمې ته هغه
هغه به ووژني بدکاره خلک
څښتن ویلي داسې
۳۲ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «د یو قوم نه وروسته په بل قوم باندې مصیبت راروان دی او د دنیا په ډېرو لېرې ځایونو کې یو لوی توفان د پیل کېدلو په حال کې دی. ۳۳ په هغه ورځ به د هغو خلکو مړي چې څښتن وژلي دي، د دنیا له یو سر نه تر بله سره پورې پراته وي. په هغوی باندې به هېڅوک هم ویر ونه کړي او څوک به هغوی د ښخولو دپاره یونسي. هغوی به لکه د سرو د ډېرۍ په شان په ځمکه باندې پراته وي.
۳۴ ای مشرانو، ای زما د قوم شپنو، په لوړ اواز وژاړئ او چیغې ووهئ! ویر وکړئ او په خاورو کې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالولو او خواره واره کېدلو وخت رارسېدلی دی او د یو ښکلي لوښي په شان به راولوېږئ. ۳۵ ستاسو دپاره به نه د تېښتې لاره وي او نه د پناه ځای. ۳۶-۳۷ واورئ چې څنګه مشران له خفګانه چیغې وهي او د قوم شپانه له غمه ژړا او انګولا کوي، ځکه چې څښتن په خپل سخت قهر سره ستاسو قوم تباه او ستاسو ارام وطن یې په کنډوالو باندې بدل کړی دی. ۳۸ څښتن خپل خلک داسې پریښي دي، لکه زمری چې خپل غار پرېږدي. د جنګ وېرې او د څښتن سخت قهر دا وطن په دښته بدل کړی دی.»