چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
شپږویشتم فصل
ارمیا د محاکمې دپاره راوستل کیږي
۱ د یوشیا د زوی یهویاقیم د پاچاهۍ په پیل کې، ۲ څښتن ما ته داسې وویل: «زما د کور په حوېلۍ کې ودرېږه او د هر څه په هکله چې ما درته حکم کړی دی، هغه هغو خلکو ته چې د یهودا د ټولو ښارونو نه دلته د عبادت دپاره راځي، اعلان کړه. یوه خبره هم درڅخه پاتې نه شي. ۳ کېدای شي چې خلک ورته غوږ ونیسي او خپلې بدې لارې پرېږدي. که هغوی داسې وکړل، نو زه به خپله اراده چې د هغوی د تباهۍ دپاره مې د هغوی د ټولو بدو کارونو له امله لرله، بدله کړم.»
۴ څښتن ما ته وویل چې خلکو ته ووایه: «که چېرې تاسو په هغه تعلیم باندې چې ما درکړی دی، عمل ونه کړئ ۵ او زما د خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو خبرو ته چې په دوامداره توګه مې تاسو ته درلېږلي دي غوږ ونه نیسئ، ۶ نو بیا به زه د دې عبادتځای سره داسې کار وکړم، لکه څنګه چې مې د شیلوه سره کړی ؤ او د نړۍ ټول قومونه به د دې ښار نوم د لعنت ویلو دپاره وکاروي.»
۷ ارمیا چې د څښتن په کور کې کومې خبرې وکړلې هغه کاهنانو، پیغمبرانو او ټولو خلکو واورېدلې ۸ او څنګه چې ارمیا هغه ټولې خبرې چې څښتن ورته حکم کړی ؤ خلاصې کړلې، هغوی ارمیا ونیوه او چیغې یې کړې: «ته باید د دې خبرو په خاطر ووژل شې! ۹ تا ولې د څښتن په نوم دا پېشګویي وکړه چې دا کور به د شیلوه په شان شي او دا ښار به تباه شي او هېڅوک به په کې نه اوسیږي؟» بیا ټول خلک د څښتن په کور کې د ارمیا نه راتاو شول.
۱۰ کله چې د یهودا مشران د دې پېښې نه خبر شول، هغوی په بیړه د شاهي ماڼۍ نه د څښتن کور ته لاړل او د دې کور په نوې دروازه کې په خپلو ځایونو کې د قضاوت دپاره کښېناستل. ۱۱ بیا کاهنانو او پیغمبرانو، مشرانو او نورو خلکو ته وویل: «د دې سړي سزا مرګ دی، ځکه چې تاسو په خپلو غوږونو واورېدل چې هغه د دې ښار په خلاف پېشګویي کړې ده.»
۱۲ بیا ارمیا ټولو مشرانو او خلکو ته وویل: «زه څښتن راولېږلم چې د دې عبادتځای او د دې ښار په ضد هغه ټولې خبرې وکړم چې تاسو واورېدلې. ۱۳ تاسو باید خپل چلند او عملونه اصلاح کړئ او د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ. که چېرې تاسو داسې وکړئ، نو هغه به خپله پرېکړه چې ستاسو د تباهۍ په هکله یې کړې وه، بدله کړي. ۱۴ خو زه ستاسو په اختیار کې یم! څه چې درته مناسب او ښه ښکاري زما سره یې وکړئ. ۱۵ خو که تاسو زه ووژلم، نو د یو بېګناه سړي د وژلو مسوولیت به ستاسو او د دې ښار د اوسېدونکو په غاړه وي، ځکه چې څښتن په رښتیا زه راولېږلم چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته ورسوم.»
د ارمیا ژغورنه
۱۶ بیا مشرانو او نورو خلکو، کاهنانو او پیغمبرانو ته وویل: «دا سړی باید په مرګ محکوم نه شي، ځکه هغه مونږ ته زمونږ د څښتن خدای په نوم خبرې کړې دي.»
۱۷ له هغې وروسته د قوم یو څو سپینږیري راپاڅېدل او هغو خلکو ته یې چې په هغه ځای کې راټول شوي وو، وویل: ۱۸ «کله چې حزقیا د یهودا پاچا ؤ، نو د مورشیت پیغمبر میکاه د یهودا ټولو خلکو ته وویل چې مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي:
د پټي په شان قلبه به شي صهیون
شي بدل به اورشلیم په کنډوالو باندې
او په ځنګل باندې بدلې به شي
د عبادتځای غونډۍ
۱۹ سپینږیرو زیاته کړه: ‹حزقیا پاچا او د یهودا خلکو میکاه ونه واژه، بلکې حزقیا د څښتن درناوی کاوه او کوښښ یې کاوه چې د هغه مهرباني لاسته راوړي. نو څښتن هم خپله اراده بدله کړه او د هغه مصیبت نه تېر شو چې غوښتل یې په هغوی باندې یې راولي. اوس مونږ په خپل لاس لوی مصیبت په خپلو ځانونو باندې راولو.›»
۲۰ د اوریا په نوم یو بل سړی چې د شمعي زوی ؤ او د قریتیعاریم څخه ؤ، هغه هم د ارمیا په شان د څښتن په نوم د دې ښار او قوم په خلاف پېشګویي کوله. ۲۱ کله چې یهویاقیم پاچا او د هغه جنګیالي او درباریان خبر شول چې اوریا څه ویلي دي، پاچا کوښښ وکړ چې هغه ووژني. خو اوریا د دې نه خبر شو او له وېرې مصر ته وتښتېده. ۲۲ نو یهویاقیم پاچا د عکبور زوی الناتان د څو نورو کسانو سره مصر ته ولېږل چې اوریا ونیسي. ۲۳ نو هغوی اوریا بېرته یهویاقیم پاچا ته راوست. پاچا هغه په توره باندې وواژه او د هغه مړی یې په عمومي هدیره کې وغورځاوه.
۲۴ خو په دې خاطر چې د شافان زوی اخیقام د ارمیا څخه ملاتړ کاوه، نو هغه خلکو ته ونه سپارل شو چې ووژل شي.