چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
څلوېښتم فصل
ارمیا نبي د جدلیا په کور کې
۱ اسیران د اورشلیم او یهودا څخه بابل ته بېول کېدل او زه ارمیا هم د هغوی په منځ کې وم. کله چې مونږ رامې ته ورسېدو، د بابل د پاچا د ساتونکو قوماندان نبوزرادان زما نه زنځیرونه خلاص او زه یې ازاد کړم.
۲ قوماندان زه یو ګوښه ځای ته بوتلم او راته ویې ویل: «ستا څښتن خدای ستا خلکو ته اعلان کړی دی چې په دې وطن باندې به تباهي راولي ۳ او هغه چې څه ویلي وو، هغه یې اوس سرته ورسول. دا هر څه ځکه وشول چې ستا خلکو د هغه په وړاندې ګناه او نافرماني وکړه. ۴ خو اوس ستا د لاسونو نه زنځیرونه لېرې کوم او تا ازادوم. که ته غواړې چې زما سره بابل ته لاړ شې، نو کولای شې چې لاړ شې او زه به درباندې ډېر پام کوم. خو که چېرې نه غواړې چې لاړ شې، نو مه ځه. دا ټول وطن ستا په مخکې پروت دی او هرچېرته چې دې زړه غواړې، هلته تللی شې.»
۵ خو مخکې له دې چې زه لاړ شم، نو نبوزرادان وویل: «بېرته د شافان لمسي او د اخیقام زوی جدلیا ته چې د بابل پاچا هغه د یهودا د ښارونو والي ټاکلی دی، لاړ شه. ته کولای شې د هغه سره پاتې شې او هلته د خپلو خلکو سره واوسېږې یا هرچېرته چې غواړې، هلته لاړ شه.» بیا هغه ما ته یو څه خواړه او یو سوغات راکړ چې د ځان سره یې واخلم او زه یې پرېښودم چې لاړ شم. ۶ زه مصفې ته لاړم او د جدلیا او د هغو خلکو سره مې اوسېدل غوره کړل چې په دې وطن کې پاتې شوي وو.
د یهودا والي جدلیا
۷ د یهودا ځینې قومندانان او عسکر نه وو تسلیم شوي. هغوی خبر شول چې د بابل پاچا جدلیا د دې وطن والي او د هغو ټولو سړیو، ښځو او ماشومانو مسوول ټاکلی دی چې بابل ته نه وو بېول شوي او ډېر غریب خلک وو. ۸ نو د نتنیا زوی اسماعیل، د قاریح زامن یوحانان او یوناتان، د تنحومت زوی سرایا، د عیفای زامن چې د نطوفې څخه وو او د معکاتي زوی یزنیا د خپلو عسکرو سره جدلیا ته چې په مصفه کې ؤ، ورغلل. ۹ جدلیا هغوی ته وویل: «زه قسم خورم او تاسو ته ډاډ درکوم چې باید بابلیانو ته د تسلیمېدلو څخه ونه وېرېږئ. په دې وطن کې واوسېږئ او د بابل د پاچا خدمت وکړئ، نو ستاسو هر کار به سم روان وي. ۱۰ زه به په خپله په مصفه کې واوسېږم او کله چې بابلیان دلته راشي، نو زه به ستاسو استازیتوب وکړم. تاسو کولای شئ چې شراب، مېوې او د زیتونو تېل راټول او هغه ذخیره کړئ او په هغو ښارګوټو کې چې تاسو نیولي دي، واوسېږئ.» ۱۱ په همدې وخت کې ټول یهودیان چې په موآب، عمون، ادوم او نورو وطنونو کې اوسېدل، خبر شول چې د بابل پاچا ځینو خلکو ته اجازه ورکړې ده چې په یهودا کې پاتې شي او جدلیا یې د هغوی والي ټاکلی دی. ۱۲ نو هغوی د هغو ځایونو نه چې په کې خواره واره شوي وو، یهودا ته راستانه شول چې په کې واوسیږي. هغوی په مصفه کې جدلیا ته راغلل او هلته یې په زیاته اندازه شراب او مېوې راټولې کړې.
د جدلیا د قتل په هکله خبرداری
(دوهم پاچاهان ۲۵:۲۵-۲۶)
۱۳ د هغې نه وروسته یوحانان د قاریح زوی او د هغو عسکرو قوماندانان چې تسلیم شوي نه وو، په مصفه کې جدلیا ته راغلل ۱۴ او هغه ته یې وویل: «ایا ته خبر یې چې د عمون پاچا بعلیس، اسماعیل د نتنیا زوی رالېږلی دی چې تا ووژني؟» خو جدلیا په دې خبره باندې باور ونه کړ. ۱۵ نو یوحانان هغه ته پټ وویل: «ما پرېږده چې لاړ شم او اسماعیل ووژنم او هېڅوک به پوه نه شي چې دا کار چا وکړ. هغه تا ولې ووژني؟ دا کار به د دې سبب شي چې هغه ټول یهودیان چې ستا په شاوخوا راټول شوي دي، خواره واره شي او په هغو ټولو خلکو باندې به چې په یهودا کې پاتې دي، تباهي راشي.»
۱۶ خو جدلیا ورته په ځواب کې وویل: «داسې کار مه کوه! د اسماعیل په هکله چې ته څه وایې، هغه رښتیا نه دي!»