د ارمیا نبي کتاب

یوڅلوېښتم فصل

د جدلیا قتل

۱ د هماغه کال په اوومه میاشت اسماعیل د نتنیا زوی او د الیشمع لمسی چې د شاهي کورنۍ غړی او د صدقیا پاچا د لوړ‌رتبه منصبدارانو څخه ؤ، د لسو کسانو سره مصفې ته لاړ چې د اخیقام د زوی جدلیا سره وویني. په هغه وخت کې هغوی یوځای سره ډوډۍ خوړله، ۲ اسماعیل او د هغه لسو کسانو خپلې تورې راوویستلې او جدلیا یې چې د بابل پاچا هغه د یهودا د والي په توګه ټاکلی ؤ، وواژه. ۳ همدارنګه اسماعیل هغه ټول یهودیان چې په مصفه کې د جدلیا سره وو، هم ووژل او هغه بابلي عسکر چې هلته وو، هغوی یې هم ووژل.

۴ بله ورځ مخکې له دې چې څوک د جدلیا د قتل نه خبر شي، ۵ د شکیم، شیلوه او سامرې نه اتیا کسان راورسېدل. هغوی خپلې ږیرې خرییلې وې، خپل کالي یې شکولي وو او خپل ځانونه یې غوڅ کړي وو. هغوی د غلو دانو نذرانې او خوشبویي راوړلې چې د څښتن په کور کې یې وړاندې کړي. ۶ نو اسماعیل په ژړا سره د مصفې نه د هغوی د لیدلو دپاره روان شو. کله چې هغوی ته راورسېده، هغه وویل: «راشئ او جدلیا وګورئ.» ۷ څنګه چې هغوی ښار ته ورننوتل، نو اسماعیل او د هغه کسانو هغوی ووژل او د هغوی مړي یې په یوې کندې کې وغورځول. ۸ خو په هغې ډلې کې لس کسان وو او اسماعیل ته یې وویل: «مهرباني وکړه، مونږ مه وژنه! ځکه چې مونږ په پټیو کې غنم، اوربشې، د زیتونو تېل او شات پټ کړي دي. که مونږ ونه وژنې، نو هغه ټول به تا ته راوړو.» نو هغوی یې ژوندي پرېښودل.

۹ اسماعیل چې کوم خلک وژلي وو او د هغوی مړي یې په یوې لویې کندې کې اچولي وو، هغه کنده د آسا پاچا له خوا په هغه وخت کې کیندل شوې وه چې د اسراییلو پاچا بعشا په آسا باندې حمله کړې وه. اسماعیل هغه کنده د وژل شویو خلکو د مړو نه ډکه کړه. ۱۰ بیا اسماعیل د پاچا لورګانې او په مصفه کې هغه ټول پاتې خلک چې نبوزرادان د ساتونکو قوماندان جدلیا ته سپارلي وو چې ساتنه یې وکړي، بندیان کړل او د عمون د سیمې په لور روان شو.

۱۱ یوحانان د قاریح زوی او د لښکرو ټول قوماندانان چې د هغه سره وو، کله چې هغوی د اسماعیل د جنایتونو نه خبر شول، ۱۲ نو هغوی د خپلو ټولو کسانو سره په هغه پسې روان شول او د جبعون ډنډ ته نژدې هغه ته ورورسېدل. ۱۳‏-۱۴ کله چې د اسماعیل بندیانو یوحانان او د هغه د لښکرو قوماندانان چې د هغه سره وو ولیدل، نو هغوی خوشحاله شول او په منډه د هغوی خواته لاړل. ۱۵ خو اسماعیل د خپلو اتو کسانو سره وکولای شول چې خپل ځانونه د یوحانان نه خلاص کړي او د عمون وطن ته وتښتېدل. ۱۶ بیا یوحانان او د هغه د لښکرو قوماندانانو چې د هغه سره وو، د هغو خلکو مسوولیت په غاړه واخیست چې هغوی یې په جبعون کې ژغورلي وو یعنې عسکر، ښځې، ماشومان او درباریان چې اسماعیل د جدلیا د قتل نه وروسته د بندیانو په توګه بېولي وو. ۱۷‏-۱۸ هغوی د بابلیانو نه وېرېدل، ځکه چې اسماعیل جدلیا چې د بابل د پاچا له خوا د هغه وطن والي ټاکل شوی ؤ، په قتل رسولی ؤ. نو هغوی مصر ته روان شول چې د بابلیانو نه ځانونه خلاص کړي. هغوی په لاره کې بیت‌لحم ته نژدې په جیروت‌کمهام کې پاتې شول.