چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
دري څلوېښتم فصل
د یهودا مشران ارمیا مصر ته بیایي
۱ ما ټولو خلکو ته هغه ټولې خبرې وکړې چې څښتن خدای د هغې د ویلو دپاره زه رالېږلی وم. ۲ نو د هوشعیا زوی عزریا، د قاریح زوی یوحانان او نورو ټولو مغرورو خلکو ما ته وویل: «ته دروغ وایې. زمونږ څښتن خدای ته نه یې رالېږلی چې مونږ ته ووایې چې مصر ته مه ځئ او هلته مه اوسېږئ. ۳ د نیریا زوی باروک ته زمونږ په ضد لمسولی یې چې مونږ بابلیانو ته په لاس ورکړې چې هغوی مونږ ووژني او یا مو بابل ته د اسیرانو په توګه بوځي.» ۴ نو نه یوحانان او نه د لښکرو کوم قوماندان او نه خلکو د څښتن دا حکم ومانه چې هغوی دې په یهودا کې پاتې شي. ۵ نو یوحانان او ټول عسکري قوماندانان، هغه ټول خلک چې په یهودا کې پاتې شوي وو، د هغو خلکو سره چې نورو وطنونو ته شړل شوي وو او بېرته یهودا ته راغلي وو چې په هغو کې ۶ نارینه، ښځې، ماشومان او د پاچا لورګانې شاملې وې، له ځان سره مصر ته بوتلل. هغوی هغه خلک هم بوتلل چې نبوزرادان قوماندان جدلیا د اخیقام زوی او د شافان لمسې ته سپارلي وو چې ویې ساتي. زه او باروک یې هم له ځان سره بوتلو. ۷ هغوی د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه، مصر ته لاړل او د تحفنحیس ښار ته ورسېدل.
۸ په تحفنحیس کې څښتن ما ته وویل: ۹ «غټې تیږې راواخله او هغه په ښار کې د فرعون ماڼۍ ته د ننوتلو دروازې ته مخامخ د خښتو د فرش لاندې ښخې کړه او دا کار د ځینو یهودیانو په مخکې وکړه چې ویې ګوري. ۱۰ هغوی ته ووایه چې زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای به خپل خدمتګار د بابل پاچا نبوکدنصر دې ځای ته راولم او هغه به خپل تخت په دې تیږو باندې چې ما په تا باندې پټې کړې دي، کېږدي او خپله شاهانه خېمه به ورباندې خپره کړي. ۱۱ نبوکدنصر به راشي او په مصر باندې به حمله وکړي. د چا په قسمت کې که دا وي چې د ناروغۍ له لاسه دې مړه شي، نو هغوی به د ناروغۍ له لاسه مړه شي، د چا په قسمت کې چې اسیرتوب وي، هغوی به د اسیرانو په توګه بوتلل شي او د چا په قسمت کې چې مرګ یې په جنګ کې وي، نو هغوی به په جنګ کې ووژل شي. ۱۲ زه به د مصر د خدایانو عبادتځایونو ته اور واچوم او د بابل پاچا به د هغوی ځینې خدایان وسوځوي او نور به د غنیمت په توګه یوسي. لکه څنګه چې شپانه خپل کالي د سپږو نه پاکوي، نو همداسې به د بابل پاچا د مصر وطن پاک کړي او په خپله به روغ رمټ له هغه ځایه لاړ شي. ۱۳ هغه به د مصر د بیتشمس د ښار د مذهبي تیږې ماتې کړي او د مصر د خدایانو عبادتځایونه به وسوځوي.»