چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
څلورڅلوېښتم فصل
په مصر کې یهودیانو ته د څښتن پیغام
۱ څښتن د هغو ټولو یهودیانو په هکله چې د مجدل، تحفنحیس، ممفیس او د مصر په جنوبي سیمې فتروس کې اوسېدل، زما سره خبرې وکړې. ۲ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې وویل: «تاسو هغه تباهي په خپله ولیدله چې ما په اورشلیم او د یهودا په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. دا ټول تراوسه پورې وران او ویجاړ پراته دي او هېڅوک په کې نه اوسیږي، ۳ ځکه چې خلکو یې بد بد کارونه کړي وو او زه یې په قهر کړم. هغوی نورو خدایانو ته خوشبويۍ سوځولې او د هغو خدایانو خدمت یې کاوه چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو کله د هغو عبادت کړی دی. ۴ ما په دوامداره توګه خپل خدمتګاران یعنې پیغمبران درلېږل او هغوی به تاسو ته ویل چې داسې ناوړه کارونه مه کوئ چې زه ورڅخه کرکه لرم. ۵ خو تاسو ورته نه غوږ نیوه او نه مو ورته پام کاوه. تاسو د خپلو بدو کارونو څخه لاس وانخیست او نورو خدایانو ته مو خوشبویي سوځولې. ۶ نو ما خپل قهر او غضب د یهودا په ښارګوټو او د اورشلیم په کوڅو باندې د اور په شان نازل کړ. هغه ټول په کنډوالو باندې بدل شول او تر ننه پورې وران او ویجاړ پراته دي.
۷ نو زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای اوس ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو ولې د خپلو ځانونو سره داسې بد کوئ. ایا تاسو غواړئ چې ستاسو په سړیو، ښځو، اولادونو او تي رودونکو ماشومانو باندې دې داسې یو لوی مصیبت راشي چې ستاسو یهودیانو نه هېڅوک هم پاتې نه شي؟ ۸ تاسو ولې دلته په مصر کې چې غواړئ په کې واوسېږئ، نورو خدایانو ته په عبادت کولو او د خوشبویۍ په سوځولو سره ما په قهر کوئ؟ ایا تاسو دا کارونه د دې دپاره کوئ چې خپل ځانونه تباه کړئ، ترڅو د دنیا ټول قومونه په تاسو باندې ملنډې ووهي او ستاسو نوم په چا باندې د لعنت دپاره وکاروي؟ ۹ ایا تاسو هغه ټول بد کارونه چې ستاسو نیکونو، د یهودا پاچاهانو او د هغوی ښځو او تاسو او ستاسو ښځو د یهودا په سیمه او د اورشلیم په کوڅو کې کړي وو، هغه هېر کړل؟ ۱۰ خو تر نن ورځې پورې تاسو خپل ځانونه خاکساره نه کړل. تاسو زما عزت ونه کړ او نه مو د هغو قوانینو سره سم ژوند وکړ، کوم چې ما تاسو او ستاسو نیکونو ته درکړي وو.
۱۱ نو ما مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای دا پرېکړه وکړه چې په تاسو باندې مصیبت راولم او ټول یهودا له منځه یوسم. ۱۲ د یهودا کوم خلک چې پاتې دي او هغوی دا پرېکړه کړې ده چې مصر ته لاړ شي او هلته واوسیږي، زه به هغوی ټول تباه کړم. که واړه وي او که لویان، ټول به په مصر کې په جنګ کې او یا د لوږې مړه شي. خلک چې هغوی وویني، نو سخت به ووېریږي. خلک به ورباندې ملنډې ووهي او د هغوی نوم به په کوم چا باندې د لعنت دپاره وکاروي. ۱۳ زه به هغو خلکو ته چې په مصر کې اوسیږي داسې سزا ورکړم، لکه څنګه چې مې د اورشلیم خلکو ته د جنګ، لوږې او وبا په وسیله ورکړې وه. ۱۴ د یهودا هغه پاتې شوي خلک چې د اوسېدلو دپاره مصر ته راغلي دي، یو به هم ونه شي کولای چې وتښتي او یا ژوندی پاتې شي. د هغوی څخه به هېڅوک هم بېرته یهودا ته د اوسېدلو دپاره ستانه نه شي، کوم چې د هغوی ډېر ارمان دی. د هغوی نه به یوازې ډېر لږ خلک وکولای شي چې وتښتي او بېرته هلته لاړ شي.»
۱۵ په هغه ځای کې د خلکو یوې لویې ډلې ما ته ځواب راکړ چې په هغو کې ځینې کسان په دې پوهېدل چې د دوی ښځو نورو خدایانو ته خوشبويۍ سوځولې او هغه ښځې چې هلته ولاړې وې، همدارنګه هغه ټول اسراییلیان چې د مصر په جنوبي سیمې فتروس کې اوسېدل. ۱۶ «تا چې مونږ ته د څښتن په نوم کومې خبرې وکړې، مونږ ورته غوږ نه نیسو. ۱۷ مونږ چې کومه وعده کړې ده، هغه به پوره کړو. مونږ به خپلې اسماني ملکې ته خوشبويۍ وسوځوو او هغې ته به د څښلو نذرانې راوړو چې د هغې په مخکې یې تویې کړو. مونږ هماغه کار کوو چې زمونږ نیکونو، زمونږ پاچاهانو او زمونږ مشرانو به د یهودا په ښارګوټو او د اورشلیم په کوڅو کې کول. ځکه چې په هغه وخت کې مونږ پرېمانه خواړه لرل، مونږ نېکمرغه وو او هېڅ مصیبت مو نه درلود. ۱۸ خو د کوم وخت نه چې مونږ د اسمان ملکې ته د خوشبويۍ سوځول او د څښلو د نذرانو راوړل او تویول بس کړل، نو مونږ بیا هېڅ هم نه لرل او زمونږ خلک په جنګ کې وژل کېدل او یا د لوږې له لاسه مړه کېدل.»
۱۹ هغو ښځو زیاته کړه: «کله به چې مونږ د اسمان د ملکې د څېرې په شان ډوډۍ پخولې، هغې ته به مو خوشبويۍ سوځولې او د څښلو نذرانې به مو ورته راوړلې او تویولې، نو زمونږ د مېړونو په دې کار کې خوښه وه.»
۲۰ بیا ما هغو ټولو سړیو او ښځو ته چې ما ته یې داسې ځواب راکړ، وویل: ۲۱ «ایا تاسو فکر کوئ چې څښتن په دې نه پوهیږي او یا یې هېر کړي دي چې تاسو، ستاسو نیکونو، پاچاهانو، مشرانو او د هېواد خلکو به د یهودا په ښارګوټو او د اورشلیم په کوڅو کې خپلو بتانو ته خوشبويۍ سوځولې؟ ۲۲ په دې خاطر چې څښتن نور ستاسو بد او د کرکې وړ کارونه نه شول زغملی، نو هغه ستاسو وطن په کنډوالو باندې بدل کړ او تر نن ورځې پورې هېڅوک په کې نه اوسیږي، هغه د خلکو دپاره یوه وېروونکې ننداره شوه او خلک د دې وطن نوم د لعنت دپاره کاروي. ۲۳ دا اوسنی مصیبت ځکه په تاسو باندې راغلی دی چې تاسو نورو خدایانو ته خوشبويۍ سوځوئ او د څښتن د قوانینو او حکمونو څخه په سرغړونې سره مو د څښتن په وړاندې ګناه کړې ده.» ۲۴-۲۵ هر څه چې مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای غوښتل په مصر کې اوسېدونکو یهودیانو ته ووایي، ما هغه ټولو خلکو ته وویل: «تاسو او ستاسو ښځو د اسمان د ملکې سره کلکې وعدې کړې وې. تاسو هغې ته نذرونه ورکړي دي یعنې خوشبويۍ مو ورته سوځولې دي او د څښلو نذرانې مو راوړې دي او ورته مو توی کړې دي. تاسو خپلې وعدې پوره کړې دي. ډېر ښه، خپلې وعدې پوره کړئ! خپل نذرونه ورکړئ! نو نتیجه به یې ووینئ. ۲۶ خو اوس هغه قسم واورئ چې ما څښتن په خپل زورور نامه باندې تاسو اسراییلیانو ته چې په مصر کې اوسېږئ، خوړلی دی چې زه به بیا هېڅکله تاسو یو ته هم دا اجازه ورنه کړم چې زما په نوم قسم وخوري او ووایي: ‹زه د ژوندي څښتن تعالی په نوم قسم خورم!› ۲۷ زه به په تاسو باندې خپل نظر ساتم چې تاسو به نېکمرغه نه، بلکې تباه شئ. تاسو ټول به په جنګ کې ووژل شئ او یا به د لوږې د لاسه مړه شئ، ترڅو ستاسو یو کس هم ژوندی پاتې نه شي. ۲۸ خو ستاسو نه به لږ خلک د مرګ نه خلاص شي او د مصر نه به یهودا ته ورستانه شي. نو بیا به هغه کسان چې ژوندي پاتې شوي دي په دې پوه شي چې د چا خبره رښتیا شوه، زما او که د هغوی. ۲۹ زه څښتن به تاسو ته دا ثابته کړم چې زه به تاسو ته په دې ځای کې سزا درکړم او ما چې ستاسو سره کومه وعده کړې وه چې په تاسو باندې به تباهي راولم، هغه به رښتیا شي. ۳۰ څښتن داسې وایي چې زه به فرعون حفرع د مصر پاچا د هغه خپلو دښمنانو ته چې د هغه وژل غواړي تسلیم کړم، لکه څنګه چې مې د یهودا پاچا صدقیا د بابل پاچا نبوکدنصر ته چې د هغه دښمن ؤ او د هغه وژل یې غوښتل، ورتسلیم کړ.»