چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
نهه څلوېښتم فصل
د عمون خلکو ته د څښتن پیغام
۱ څښتن د عمونیانو په هکله داسې وویل: «د اسراییلو خلک چېرته دي؟ ایا داسې څوک نشته چې د هغوی د وطن نه دفاع وکړي؟ هغوی ولې هغه خلک چې د مولک عبادت کوي، پریښي دي چې د جاد د قبیلې سیمه ونیسي او د هغې په ښارونو کې واوسیږي؟ ۲ خو هغه وخت راروان دی چې زه به د پایتخت یعنې د ربه د ښار په خلکو باندې د جنګیالیو اواز واوروم او هغه ښار به په کنډوالو باندې بدل شي او کلي به یې وسوځیږي. بیا به د اسراییلو خلک خپل وطن بېرته د هغو خلکو نه ونیسي چې د دوی څخه یې نیولی ؤ. ۳ ای د حشبون خلکو، وژاړئ! ځکه چې د عای ښار وران شوی دی! ای د ربه ښځو، خپل د ویر کالي واغوندئ او ویر وکړئ. د وارخطایۍ نه اخوا دې خوا منډې وهئ. ستاسو خدای مولک به د خپلو کاهنانو او خادمانو سره د اسیرانو په توګه بوتلل شي. ۴ ای بېایمانه خلکو، تاسو ولې لافې وهئ؟ ستاسو قوت له منځه تللی. تاسو ولې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کوئ او وایئ چې هېڅوک جرات نه شي کولای چې په تاسو باندې حمله وکړي؟» ۵ مطلق قادر څښتن وایي: «زه به په تاسو باندې د هرې خوا نه وېره راولم او تاسو ټول به وشړل شئ. هر یو به د خپل ځان له وېرې منډې وهي او هېڅوک به نه وي چې ستاسو لښکرې بېرته سره راټولې کړي. ۶ خو وروسته به زه یوځل بیا عمونیانو ته نېکمرغي راولم. ما څښتن داسې ویلي دي.»
د ادوم په هکله د قضاوت پیغام
۷ مطلق قادر څښتن د ادوم په هکله داسې وویل: «ایا د ادوم خلکو خپل عقل له لاسه ورکړی؟ ایا د هغوی مشاوران نور نه شي کولای هغوی ته ووایي چې باید څه وکړي؟ ایا د هغوی ټول حکمت له منځه تللی دی؟ ۸ ای د ددان خلکو، راوګرځئ، وتښتئ او پټ شئ! زه د عیسو اولاده له منځه وړم، ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې هغوی ته سزا ورکړم. ۹ کله چې خلک انګور راټولوي، نو هغوی لږ څه په تاکونو کې پرېږدي او کله چې د شپې غله راشي، نو کوم شی یې چې په کار وي، هغه وړي. ۱۰ خو زه به د عیسو د اولادې نه هر څه واخلم او د هغوی د پټېدلو ځایونه به ښکاره کړم، ترڅو هغوی ونه شي کولای خپل ځانونه پټ کړي. زه به د ادوم ټول خلک یعنې د هغوی اولادونه، خپلوان او ګاونډیان له منځه یوسم. ۱۱ خو خپل یتیمان ما سره پرېږدئ، زه به په هغوی باندې پام کوم. ستاسو کونډې کولای شي چې په ما باندې تکیه وکړي.
۱۲ حتی هغه خلک چې د سزا ورکولو وړ نه دي، مجبور دي چې د سزا د پیالې نه وڅښي. ایا تاسو فکر کوئ چې تاسو به بېسزا پاتې شئ؟ نه، تاسو به خامخا د دې پیالې څخه وڅښئ! ۱۳ ما خپله دا قسم خوړلی چې د بصرې د ښار نه به دښته او یوه وېروونکې ننداره جوړه شي، خلک به ورباندې ملنډې وهي او د هغه نوم به د لعنت دپاره کاروي. ټول کلي به د تل دپاره کنډواله پراته وي. ما څښتن داسې ویلي دي.»
۱۴ ما وویل: «ای ادومه، ما د څښتن له خوا یو پیغام ترلاسه کړ. هغه یو استازی رالېږلی چې ټولو قومونو ته ووایي: ‹خپلې لښکرې راټولې کړئ او په ادوم باندې د حملې دپاره تیار اوسئ. ۱۵ څښتن غواړي چې تا د قومونو په منځ کې کمزوری کړي او هېڅوک به ستا درناوی نه کوي. ۱۶ ته خپل غرور غولولی یې. هېڅوک به ستا څخه دومره نه وېریږي لکه څومره چې ته فکر کوې. ته په کمرونو او د لوړو غرونو په سر باندې اوسېږې، خو که ته د عقاب په شان په لوړ ځای کې هم اوسېږې، نو څښتن به دې لاندې راوغورځوي. څښتن داسې ویلي دي.›»
۱۷ څښتن وویل: «په ادوم باندې به چې کومه بلا راځي هغه به دومره وېروونکې وي چې هرڅوک له هغه ځای څخه تېریږي، نو هغه به ولړزیږي او حیران به پاتې شي. ۱۸ لکه څنګه مې چې د سدوم او عموره او د هغو شاوخوا ښارونه له منځه یووړل، نو د ادوم سره به هم همداسې کار وکړم. هېڅوک به نور هلته نه اوسیږي. ما څښتن داسې ویلي دي. ۱۹ لکه یو زمری چې د اردن د یو ګڼ ځنګل نه کوم شین څړځای ته راوځي، زه څښتن به هم همداسې راشم او بابلیان به دې ته مجبور کړم چې ناڅاپه د خپل ښار نه وتښتي. بیا به یو مشر وټاکم چې په هغه قوم باندې حکومت وکړي. څوک زما په شان کېدای شي؟ څوک خپل ځان ما سره برابرولی شي؟ کوم حکمران زما سره مخالفت کولای شي؟ ۲۰ نو بیا هغه پلان ته پام وکړئ چې ما د موآب په ضد جوړ کړی دی چې د تیمان د ښار د خلکو سره به څه وشي. حتی د هغوی ماشومان به د پسونو په شان په راښکلو راښکلو بوتلل شي او هر یو به ووېریږي. ۲۱ کله چې ادوم سقوط وکړي، نو هلته به داسې شورماشور وي چې ټوله نړۍ به ولړزیږي او د هغوی د ژړا اوازونه به تر سرې بحیرې پورې واورېدل شي. ۲۲ ګورئ، یو قوم به لکه د عقاب په شان د خپلو خلاصو وزرونو سره په بصرې باندې غوټه راووهي. په هغه ورځ به د ادوم عسکر داسې وېریږي لکه یوه ښځه چې د لنګون په وخت کې وېریږي.»
د دمشق په هکله د قضاوت پیغام
۲۳ څښتن د دمشق په هکله داسې وایي: «د حمات او ارفاد د ښارونو خلک پرېشانه او ناارامه دي، ځکه چې هغوی بد خبرونه اورېدلي دي. په هغوی باندې اندېښنې لکه د بحیرې د څپو په شان اوړي او رااوړي او هغوی نه شي کولای چې ارام وکړي. ۲۴ د دمشق خلک کمزوري شوي او له وېرې نه تښتېدلي دي. هغوی په داسې درد او کړاو باندې اخته دي لکه یوه ښځه چې د لنګون په وخت کې ورباندې اخته وي. ۲۵ هغه مشهور ښار یعنې د خوشحالیو ښار اوس وران او ویجاړ پروت دی. ۲۶ په هغه ورځ به د هغه ځوانان د ښار په کوڅو کې ووژل شي او ټول عسکر به یې له منځه لاړ شي. ۲۷ د دمشق دېوالونو ته به اور واچوم او د بنهدد پاچا ماڼۍګانې به وسوځوم. ما مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي.»
د قیدار د قبیلې او حاصور د ښار په هکله د قضاوت پیغام
۲۸ دا هغه څه دي چې څښتن د قیدار د قبیلې او هغو سیمو په هکله ویلي دي چې د حاصور تر کنترول لاندې دي او د بابل د پاچا نبوکدنصر له خوا فتح شوې وې: «د قیدار په خلکو باندې حمله وکړئ او ختیځ خواته پرته قبیله له منځه یوسئ! ۲۹ د هغوی خېمې او رمې، د هغوی د خېمو پردې او هر څه چې د هغوی په خېمو کې دي، ونیسئ. د هغوی اوښان بوځئ او خلکو ته ووایئ: ‹له هرې خوا نه په تاسو باندې وېره راخپره شوې ده!›
۳۰ ای د حاصور خلکو، زه څښتن تاسو ته خبرداری درکوم چې لېرې وتښتئ او پټ شئ. د بابل پاچا ستاسو په ضد دسیسه جوړه کړې ده. ۳۱ ما څښتن پخپله بابلیانو ته دا حکم ورکړی دی: ‹په دې خلکو باندې چې خپل ځانونه خوندي او ډاډه ګڼي، حمله وکړئ! د هغوی ښار نه دروازې لري او نه قلفونه او نه ورسره په خوا کې کوم ملاتړ کوونکي شته. ما څښتن داسې ویلي دي.›
۳۲ د هغوی اوښان او ټول څاروي د غنیمت په توګه بوځئ! زه به هغه خلک چې خپل ویښتان یې لنډ کړي دي، هرې خواته خواره واره کړم او په هغوی باندې به له هرې خوا نه مصیبت راولم. ۳۳ حاصور به د تل دپاره په یوې داسې دښتې باندې بدل شي چې یوازې سورلنډیان به په کې اوسیږي. هلته به نور هېڅوک نه اوسیږي. ما څښتن دا هر څه ویلي دي.»
د عیلام په هکله د قضاوت پیغام
۳۴ کله چې صدقیا د یهودا پاچا شو، نو د هغه د پاچاهۍ لا ډېره موده نه وه تېره شوې چې څښتن د ارمیا سره د عیلام د وطن په هکله خبرې وکړې. ۳۵ مطلق قادر څښتن داسې وویل: «زه به هغه غشي ویشتونکي چې عیلام یې دومره قوي کړی دی، ووژنم. ۳۶ زه به له هرې خوا نه په عیلام باندې دښمنان راولم او د هغوی خلک به په هرځای کې خواره واره کړم، ترڅو داسې وطن نه وي چې د هغه خلک ورته مهاجر شوي نه وي. ۳۷ زه به د عیلام د خلکو په زړونو کې وېره واچوم، ترڅو د خپلو دښمنانو نه ووېریږي چې غواړي دوی ووژني. زه به په خپل سخت قهر سره د عیلام خلک تباه کړم او تر هغې پورې به د هغوی په وړاندې لښکرې لېږم، ترڅو هغوی له منځه لاړ شي. ۳۸ زه به د هغوی پاچا او مشران له منځه یوسم او خپل تخت به هلته کېږدم. ۳۹ خو په راتلونکي کې به زه د عیلام خلک یوځل بیا نېکمرغه کړم. ما څښتن داسې ویلي دي.»