د ارمیا نبي کتاب

اته څلوېښتم فصل

د موآب نابودي

۱ مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای د موآب په هکله داسې وایي:

وي دې افسوس د نبو د خلکو په حال

ځکه وران شوی دی د هغوی ښار

قیریتایم دی نیول شوی

رالوېدلې یې ده قوي کلا

او خلک یې مخ شوي رسوایۍ سره

۲ شان او شوکت دی د موآب تللی

جوړه یې کړله دسیسه حشبون کې

د موآب په ضد چې برباد کړي د هغوی قوم

چوپ او چوپتیا به شي د مدمین په ښار کې هم

او جنګ به راشي په هغه باندې

۳ وهي به چیغې د حورونایم خلک

د ورانۍ او لویې تباهۍ چیغې

۴ دی وران شوی موآب

کړي ژړا ګانې ماشومان

۵ هغوی سلګۍ وهي

په ټوله لاره چې پورته لوحیت ته تللې

اورېدل کیږي د غمونو ژړا لاندې د حورونایم په لاره

۶ زر شئ وتښتئ د خپل ژوند د بچ کېدو په خاطر

شئ په دښته کې د ځنګلي بوټو په شان

۷ ای موآبه، تا توکل کاوه

په خپل کار او شتمنۍ باندې

خو اوس به اسیر شې ته هم

ستا خدای کموش به بوتلل شي په اسارت باندې

د خپلو کاهنانو او مامورینو سره

۸ خلاص به نه شي هېڅ یو ښار د نابودۍ نه

هم هوار ځای هم به دره شي ورانه

داسې ویلي دي ما څښتن

۹ وشیندئ مالګه په موآب باندې

ترڅو نه شي په کې شین هېڅ شی

شي به بدل د هغه ښارونه په کنډوالو باندې

نور به نه اوسیږي هېڅوک هلته

۱۰ لعنت دې وي په هغو خلکو باندې چې د زړه د اخلاصه د څښتن کارونه نه کوي او خپله توره په وینو نه رنګوي.

څښتن به د موآب ښارونه وران کړي

۱۱ څښتن وویل: «موآب تل په امن او امان کې ؤ او هېڅکله جلاوطن شوی نه دی. موآب د هغو شرابو په شان دی چې چا ورته لاس نه وي وروړی او په خپل ځای پاتې وي او هېڅکله د یو منګي څخه بل منګي ته نه وي اچول شوي. د هغو خوند خراب شوی نه وي او مزه یې تل ښه وي.

۱۲ نو اوس هغه وخت راروان دی چې زه به خلک ورولېږم چې موآب د شرابو په شان توی کړي. هغوی به یې د شرابو منګي خالي کړي او هغه به ټوټې ټوټې کړي. ۱۳ بیا به موآبیان د خپل خدای کموش نه داسې نا‌امیده شي، لکه څنګه چې اسراییلیان د خپل خدای بیت‌ییل نه چې هغوی ورباندې باور کاوه، نا‌امیده شول.

۱۴ ای د موآب خلکو، تاسو څنګه وایئ

چې مونږه یو اتلان او زړور جنګیالي؟

۱۵ دی وران شوی موآب

دي ښارونه یې نیول شوي

او دي قتل شوي یې ډېر ښکلي ځوانان

یمه پاچا او یمه مطلق قادر څښتن

او داسې ویلي دي ما

۱۶ رانژدې شوی د موآب د نابودۍ وخت

او زر به یې راورسیږي د تباهۍ وخت

۱۷ ای هغو خلکو چې اوسېږئ د مواب سره نژدې

وکړئ ماتم د هغه قوم دپاره

ای هغو خلکو چې شهرت نه یې خبر یئ تاسو

ووایئ له منځه تللی قوي حکومت د هغه

نشته دی نور د هغه جلال او قدرت

۱۸ ای اوسېدونکو د دیبون شئ راښکته

د خپل شان او شوکت له ځایه

خاورو کې کښېنئ په ځمکه باندې

تباه کوونکي برید کړی هغه په موآب باندې

چې په کنډرو یې بدل کړي کلاګانې ورته

۱۹ ای هغو خلکو چې اوسېږئ عروعیر کې تاسو

ودرېږئ تاسو د سرک په غاړه او انتظار وکړئ

د هغو خلکو نه چې تېښته کوي پوښتنه وکړئ تاسو

معلومات واخلئ د هغوی نه چې شوي دي څه

۲۰ هغوی به درکړي ځواب چې ماتې خوړلې موآب

وژاړئ هغه دپاره چې سپکاوی یې شوی

کړئ دا اعلان د ارنون د سیند په غاړه

چې دی وران شوی موآب

۲۱ په هغو ښارونو باندې چې په لوړو ځایونو کې پراته دي یعنې د حولون، یهصه، میفاعت، ۲۲ دیبون، نبو، بیت‌دبلاتایم، ۲۳ قریتایم، بیت‌جامول، بیت‌معون، ۲۴ قریوت، بصره او د موآب د نورو ټولو ښارونو په هکله د فیصلې کولو وخت رارسېدلی دی. ۲۵ د موآب زور مات شوی او قدرت یې له منځه تللی دی. زه څښتن داسې وایم.»

د موآب خوارېدل

۲۶ څښتن وویل: «موآب نشه کړئ، ځکه چې هغه ځان ما نه پورته ګڼلی دی. موآب به په خپلو کانګو باندې رغړیږي او خلک به ورباندې ملنډې وهي. ۲۷ ای موآبه، ایا ستا په یاد دي چې د اسراییلو په خلکو باندې دې ملنډې وهلې؟ تا د هغوی سره داسې چلند کاوه چې ګوندې هغوی د داړه مارانو د ډلې سره نیول شوي دي.

۲۸ ای د موآب اوسېدونکو، د خپلو ښارونو نه لاړ شئ! لاړ شئ او د تیږو په کمرو کې اوسېږئ! د هغې کوترې په شان شئ چې خپله ځاله د یوې تنګې درې په څنګ کې جوړوي. ۲۹ موآب ډېر مغرور دی! مونږ اورېدلي دي چې دا څومره مغرور، کبرجن او ځان ښودونکي خلک دي او خپل ځانونه د نورو نه لوړ ګڼي. ۳۰ زه څښتن د هغوی د غرور نه خبر یم. هغوی هسې لافې وهي او کوم کارونه چې هغوی کوي، هغه به دوام ونه مومي. ۳۱ نو زه به د ټولو موآبیانو دپاره وژاړم او د قیرحارس د خلکو دپاره به ویر وکړم. ۳۲ زه به د یعزیر د خلکو نه د سبمه په خلکو باندې ډېر وژاړم. ای د سبمې ښاره، ته د انګورو د هغه تاک په شان یې چې څانګې یې د مړې بحیرې تر بلې غاړې او تر یعزیر پورې رسیږي. خو دښمنانو ستاسو د انګورو او نورې مېوې له منځه وړې دي. ۳۳ د موآب د حاصلخېزه وطن نه خوشحالي او خوښي تللې ده. ما د شرابو جوړول بند کړي دي او د چاټیو نه نور شراب نه راوځي. خلک به چیغې وهي، خو د خوشحالۍ چیغې نه.

۳۴ د حشبون نه تر العاله پورې خلک دومره په لوړ اواز ژاړي چې د هغوی د ژړا اوازونه تر یاهص، صوغر، حورونایم او عجلت‌شلیشیا پورې اورېدل کیږي. حتی د نمریم ویاله هم وچه شوې ده. ۳۵ زه به د موآب خلک خپلو عبادتځایونو ته د سوځېدونکو قربانیو او خپلو خدایانو ته د خوشبویۍ د سوځولو څخه منع کړم. ما څښتن داسې ویلي دي.

۳۶ زما زړه د موآب او قیرحارس د خلکو په خاطر داسې فریاد کوي لکه څوک چې په شپیلۍ باندې د غم سندره وایي، ځکه چې هغوی چې هر څه درلودل، هغه له منځه تللي دي. ۳۷ هغوی ټولو د غم نه خپل سرونه او خپلې ږیرې خریلې دي. هغوی ټولو خپل لاسونه غوڅ کړي او د ویر کالي یې اغوستي دي. ۳۸ د موآب د ټولو کورونو په بامونو او په ټولو چوکونو کې د ویر نه پرته بل څه نشته، ځکه چې ما موآب د منګي په شان داسې ټوټې ټوټې کړی دی چې هېڅوک ورڅخه کار نه اخلي. ۳۹ ګورئ، موآب څنګه ټوټې ټوټې شوی دی! د خلکو ژړا یې واورئ! موآب څنګه د رسوایۍ سره مخ شوی دی. هغه په کنډوالو باندې بدل شوی دی او شاوخوا ټول قومونه ورباندې ملنډې وهي. ما څښتن داسې ویلي دي.»

د موآب په هکله د څښتن قضاوت

۴۰ څښتن داسې وایي: «یو قوم به لکه د عقاب په شان د خپلو خلاصو وزرونو سره په موآب باندې غوټه راووهي ۴۱ او د هغه ښارونه او کلاګانې به ونیسي. په هغه ورځ به د مواب عسکر داسې وېریږي لکه یوه ښځه چې د لنګون په وخت کې وېریږي. ۴۲ موآب به تباه شي او هغه به نور د یو قوم په توګه پاتې نه شي، ځکه چې زما نه یې خپل ځان پورته ګڼلی دی. ۴۳ وېره، کندې او دامونه د موآب خلکو ته سترګې په لاره دي. څښتن داسې ویلي دي. ۴۴ هرڅوک چې له وېرې د تښتېدلو کوښښ وکړي، نو هغه به کندې ته وغورځیږي او هرڅوک چې د کندې نه راووځي، هغه به په دام کې راګېر شي، ځکه چې څښتن د موآب دپاره د سزا ورکولو وخت ټاکلی دی. ۴۵ بې‌وسه فراري خلک کوښښ کوي چې د حشبون ښار ته چې یو وخت سیحون پاچا ورباندې حکومت کاوه پناه یوسي، خو هغه ښار د اور په لمبو کې سوځي. اور د موآب د جنګ خوښوونکو خلکو غرنۍ لوړې سیمې او سرحدونه وسوځول. ۴۶ افسوس د موآب د خلکو په حال! کومو خلکو چې د کموش بت ته عبادت کاوه، هغوی له منځه تللي او د هغوی زامن او لورګانې د اسیرانو په توګه بېول شوي دي.

۴۷ خو په راتلونکي کې به څښتن یوځل بیا موآب ته نېکمرغي راولي.» څښتن د موآب د سزا په هکله داسې ویلي دي.