چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
اووه څلوېښتم فصل
د فلسطین په هکله د څښتن پیغام
۱ مخکې له دې چې مصر په غزه باندې حمله وکړي، څښتن زما سره د فلسطین په هکله خبرې وکړې. ۲ هغه داسې وویل:
ګوره! په شمال کې راټولیږي دښمنان
لکه سیند چې شي راپورته
د زورور سېلاب په شان
هغه به پټ کړي د فلسطین وطن
او څه چې په کې وي هلته
هغه به پټ کاندي ښارونه
او کوم خلک چې اوسیږي په کې
وهي به چیغې د کومک دپاره
ټول خلک د ځمکې په مخ به کوي سخته ژړا
۳ هغوی به اوري د اسونو د سومانو اوازونه
د ګاډیو کړپهار او شورماشور د ارابو
شاته به نه ګوري میندې او پلرونه خپلو بچیو پسې
له ډېرې وېرې به بېوسه وي دوی
۴ رارسېدلې ده د فلسطین د بربادۍ ورځ
رارسېدلی هغه وخت چې شي بند کومک
په صور او په صیدون باندې
زه څښتن به کړم نابود فلسطین
هغه خلک چې راغلي دي
د کریت د بحیرې له غاړو
۵ دی راغلی یو لوی غم د غزې په خلکو
او دي خاموش د اشقلون خلک
پاتې خلک د فلسطین به کوي ویر تر کومه؟
۶ تاسو چیغې وهئ، ای د څښتن تورې
ته ګوزارونه به ترڅو کوې؟
لاړه شه بېرته ته خپل پوښ ته
او هلته ارامه اوسه
۷ خو ته به څنګه شې ارامه؟
درکړې دنده ده څښتن تا ته چې سرته یې ورسوې
هغه حکم درته کړی چې حمله وکړې په اشقلون باندې
او هغو خلکو باندې کوم چې اوسیږي د بحیرې په غاړه