د ارمیا نبي کتاب

اووه څلوېښتم فصل

د فلسطین په هکله د څښتن پیغام

۱ مخکې له دې چې مصر په غزه باندې حمله وکړي، څښتن زما سره د فلسطین په هکله خبرې وکړې. ۲ هغه داسې وویل:

ګوره! په شمال کې راټولیږي دښمنان

لکه سیند چې شي راپورته

د زورور سېلاب په شان

هغه به پټ کړي د فلسطین وطن

او څه چې په کې وي هلته

هغه به پټ کاندي ښارونه

او کوم خلک چې اوسیږي په کې

وهي به چیغې د کومک دپاره

ټول خلک د ځمکې په مخ به کوي سخته ژړا

۳ هغوی به اوري د اسونو د سومانو اوازونه

د ګاډیو کړپهار او شورماشور د ارابو

شاته به نه ګوري میندې او پلرونه خپلو بچیو پسې

له ډېرې وېرې به بې‌وسه وي دوی

۴ رارسېدلې ده د فلسطین د بربادۍ ورځ

رارسېدلی هغه وخت چې شي بند کومک

په صور او په صیدون باندې

زه څښتن به کړم نابود فلسطین

هغه خلک چې راغلي دي

د کریت د بحیرې له غاړو

۵ دی راغلی یو لوی غم د غزې په خلکو

او دي خاموش د اشقلون خلک

پاتې خلک د فلسطین به کوي ویر تر کومه؟

۶ تاسو چیغې وهئ، ای د څښتن تورې

ته ګوزارونه به ترڅو کوې؟

لاړه شه بېرته ته خپل پوښ ته

او هلته ارامه اوسه

۷ خو ته به څنګه شې ارامه؟

درکړې دنده ده څښتن تا ته چې سرته یې ورسوې

هغه حکم درته کړی چې حمله وکړې په اشقلون باندې

او هغو خلکو باندې کوم چې اوسیږي د بحیرې په غاړه