کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
شپږڅلوېښتم فصل
په کرکمیش کې د مصریانو ماتې
۱ څښتن د دنیا د نورو قومونو په هکله زما سره خبرې وکړې، ۲ دا پیغام د مصر په هکله دی. دا هغه څه دي چې هغه د مصر د پاچا نیکو د لښکرو په هکله چې د بابل د پاچا نبوکدنصر په وړاندې یې په کرکمیش کې د فرات سیند ته نژدې ماتې وخوړله، ویلي دي. دا د یهودا د پاچا یهویاقیم چې د یوشیا زوی ؤ، د پاچاهۍ څلورم کال ؤ.
۳ وهي چیغې د مصریانو منصبداران
تیار کړئ خپل سپرونه
او لاړ شئ د جنګ میدان ته
۴ قیضې واچوئ خپلو اسونو ته او شئ سپاره ورباندې
خپلې د اوسپنې خولۍ په سر کړئ
او ودرېږئ خپل قطار کې
تېرې کړئ خپلی نېزې
لباس واغوندئ د زغرو
۵ څښتن پوښتنه وکړه، خو دا زه څه وینمه؟
هغوی له وېرې نه په شا شول بېرته
وخوړه ماتې د دوی عسکرو
له هرې خوا وېره راغلې په هغوی باندې
په منډه منډه تښتي او نه ګوري شاته هغوی
ما څښتن داسې ویلي دي
۶ هغه کسان چې وهي تېزې منډې
ځغستلی نه شي هغوی، تښتېدلی نه شي عسکر
په شمال کې د فرات د سیند په غاړه
خوري تیندکونه او رالویږي هغوی
۷ هغه څوک دی چې راجګیږي د نیل د سیند په شان
د هغه سیند په شان چې یې اوبه اوړي له غاړو څخه؟
۸ دا دی مصر چې راجګیږي د نیل د سیند په شان
د هغه سیند په شان چې یې اوبه اوړي له غاړو څخه
د مصر خلک وایي، مونږ به راپورته شو
او مونږ به راونیسو دنیا ټوله
مونږ به ښارونه وران کړو
او څوک چې اوسیږي په کې
مونږ به یې له منځه یوسو
۹ امر وکړئ اس سوارانو ته چې لاړ شي
او جنګي ګاډیو ته چې حرکت وکړي تېز
عسکر ولېږئ د ایتوپیا او د لیبیا سړي
چې وړي سپرونه
او تکړه غشي ویشتونکي د لود
۱۰ دا د مطلق قادر څښتن تعالی ورځ ده
دا هغه ورځ ده چې اخلي بدل هغه
دا هغه ورځ ده چې ورکوي به
خپلو دښمنانو ته سزا
د هغه توره به خوري هغوی
تر هغه وخته چې مړه شي هغوی
او وینې به څښي د هغوی
ترڅو چې تنده یې ماته شوې نه وي
ځکه په شمال کې د فرات د سیند په غاړه باندې
مطلق قادر څښتن ته به شي وړاندې هغوی
د قربانۍ په توګه
۱۱ ای د مصر بېچاره خلکو، لاړ شئ جلعاد ته
او ملهم راواخلئ!
وکارولې تاسو دواګانې ډېرې
خو فایده یې هېڅ ونه کړه
تاسو په هېڅ شي رغېدلی نه شئ
۱۲ له رسوایۍ مو خبر شوي نور قومونه
ستاسو ژړا ده اورېدلې هرچا
خوري ټکرې یو عسکر بل سره
او راغورځیږي دواړه ځمکه باندې
د نبوکدنصر راتلل
۱۳ څښتن زما سره خبرې وکړې چې د بابل پاچا غواړي چې په مصر باندې حمله وکړي. هغه وویل:
۱۴ اعلان وکړه ته د مصر په ښارونو کې
یعنې مجدل او په ممفیس او په تحفنیس کې
شئ تیار خپلې دفاع دپاره
چې څوک دي ستاسو شاوخوا کې
هغوی ټول به شي تباه په جنګ کې
۱۵ زورور خدای اپیس ولې رالوېدلی ستاسو؟
راغورځولی دی هغه څښتن
۱۶ ستاسو عسکر دي ښویېدلي او رالوېدلي هغوی
هر یو یې بل ته وایي
زر شئ! راځئ چې ځو خپل وطن
او خپلو خلکو لره
او تېښته وکړو د ظالم له تورې
۱۷ نوی نوم کېږدئ په پاچا د مصر
غالمغالي لافو چې یې ورکړی خپل فرصت له لاسه
۱۸ زه مطلق قادر څښتن یم پاچا
زه ژوندی خدای یمه
لکه چې څنګه دی اوچت د تابور غر
د نورو غرونو څخه
او غر د کرمل اوچت ولاړ دی د بحیرې په غاړه
نو څوک چې حمله کوي په تاسو باندې
وي به قوي همداسې
۱۹ ای د مصر خلکو!
خپل کالي او خپل سامان راټول کړئ
دې ته تیار شئ چې اسیران مو یوسي
شي به بدل ممفیس په دښته باندې
او په داسې کنډواله باندې
چې هېڅوک به په کې نه اوسیږي
۲۰ مصر دی د ښکلې خوسۍ په شان
خو د شمال نه به مچۍ راشي
او حمله به وکړي په هغې باندې
۲۱ حتی عسکر دي تنخوا خواره د دوی
لکه چاغ شويو خوسیانو په شان
هغوی ټینګ نه شول، نه یې جنګ وکړلو
ټول بېرته لاړل او وتښتېدل
ځکه چې وخت د تباهۍ او د سزا
دی رارسېدلی د دوی
۲۲ مصریان تښتي او اواز کړي لکه مار په شان
چې له زور سره رانژدې کیږي دښمن
دوی په تبرونو کړي حمله په هغې
لکه څوک چې وهي ونې
۲۳ مصر دی د ګڼ ځنګل په شان
دي بېشماره سړي د هغوی
خو بابلیان به یې تباه کړي
ځکه زیات دي د ملخانو نه هم عسکر د هغوی
۲۴ شي به رسوا د مصر خلک
شي به تسلیم هغوی د شمال خلکو ته
داسې ویلي دي ما څښتن
۲۵ مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای وایي: «زه به د تیبس خدای آمون ته او د مصر او د هغه خدایانو او پاچاهانو ته سزا ورکړم. زه به د مصر پاچا فرعون ته او هغو ټولو خلکو ته چې په هغه باندې اعتبار کوي، سزا ورکړم. ۲۶ هغوی به بوځم او هغو خلکو ته به یې په لاس ورکړم چې د دوی وژل غواړي، یعنې د بابل پاچا او د هغه منصبدارانو ته. خو وروسته به خلک یوځل بیا په مصر کې واوسیږي، لکه څنګه چې پخوا اوسېدل. ما څښتن داسې ویلي دي.»
څښتن خپل قوم ژغوري
۲۷ مه وېرېږئ ای زما قومه
ونه وېرېږئ ای د اسراییلو خلکو
تاسو به خلاص کړمه زه له هغه لېرې وطن نه
د هغه وطن نه چې اسیران یئ په کې
تاسو به راشئ خپل وطن ته بېرته
او ارام ژوند به کوئ
تاسو به اوسئ خوندي او څوک به مو نه وېروي
۲۸ ای زما بنده یعقوبه یعنې د اسراییلو قومه
مه وېرېږه ځکه چې زه یمه د ستاسو سره
زه به تباه کړم هغه ټول قومونه
چې خواره کړي مې یئ د هغو منځ کې
خو زه به نه کړمه تاسو تباه
تاسې به نه پرېږدمه چې لاړ شئ بېسزا
خو چې کله تاسو ته سزا درکوم
وي هغه به د انصاف له مخې
ما څښتن داسې ویلي دي