کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
پنځه څلوېښتم فصل
د باروک سره د خدای وعده
۱-۲ د یهودا د پاچا د یوشیا د زوی یهویاقیم د پاچاهۍ په څلورم کال هر څه چې ارمیا باروک ته ویلي وو، هغه یې په یو طومار کې ولیکل. بیا مې باروک ته وویل چې د اسراییلو څښتن خدای داسې ویلي دي: «ای باروکه، ۳ ته وایې چې زه تباه شوی یم! څښتن زما تکلیفونه او غمونه زیات کړي دي. زه په زګېرویو باندې ستړی شوی یم او هېڅ ارام نه مومم!
۴ خو ما څښتن چې څه ودان کړي دي، هغه ورانوم او څه چې مې کرلي دي هغه له بېخه را باسم. زه به د ټولې نړۍ سره همداسې کار وکړم. ۵ ایا ته په دې فکر کې یې چې تا ته ځانګړې پاملرنه وشي؟ داسې فکر مه کوه. زه به په ټولو انسانانو باندې یو لوی مصیبت راولم، خو ته چې هرچېرته ځې، زه به تا د مرګ نه وساتم. ما څښتن داسې ویلي دي.»