چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
شپږم فصل
اورشلیم د دښمنانو له خوا کلابند کیږي
۱ ای د بنیامین خلکو، وتښتئ! د اورشلیم نه ووځئ او یو خوندي ځای ته لاړ شئ! د تقوع په ښار کې سرنی ووهئ او په بیتهکاریم کې د نښې په توګه اور بل کړئ. ځکه چې د شمال له خوا یو لوی مصیبت او لویه تباهي راروانه ده. ۲ د اورشلیم ښار ښکلی دی، خو هغه به وران شي. ۳ لکه څنګه چې شپانه د خپلو رمو سره وي، همداسې به پاچاهان د خپلو لښکرو سره راشي. هغوی به د ښار شاوخوا ته خېمې ودروي. هغوی هر یو به په هرځای کې چې غواړي، ورانی وکړي. ۴ هغوی به وایي: «په اورشلیم باندې د حملې دپاره تیار شئ! مونږ به د غرمې په وخت کې حمله وکړو! خو وروسته به وایي، اوس ډېر ناوخته دی، ورځ تېره شوې ده او د ماښام تیاره راخپریږي. ۵ مونږ به د شپې له خوا حمله وکړو او د ښار کلاګانې به ورانې کړو.»
۶ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «ونې ووهئ او د اورشلیم د دېوال ترڅنګ یوه لویه د خاورو ډېرۍ جوړه کړئ، ترڅو وکولای شئ هلته ورسېږئ او اورشلیم کلابند کړئ. دې ښار ته باید سزا ورکړل شي، ځکه چې په هغه کې ظلم ډېر زیات شوی دی. ۷ لکه څنګه چې یوه څاه خپلې اوبه تازه ساتي، نو همداسې اورشلیم خپله بدي تازه ساتي. زه د ښار په منځ کې د ظلم او تباهۍ اوازونه اورم. زه تل ناروغۍ او زخمونه وینم. ۸ ای د اورشلیم خلکو، پرېږدئ چې دغه تکلیفونه ستاسو دپاره یو خبرداری وي. که نه، نو زه به تاسو نه مخ واړوم او ستاسو ښار به په دښته باندې بدل کړم، په داسې یو ځای چې هېڅوک به په کې نه اوسیږي.»
سرکښه اسراییل
۹ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «اسراییل به داسې لوڅ او لغړ شي لکه څنګه چې د انګورو د باغ نه انګور راټول شوي وي. نو د اسراییلو نه چې څوک پاتې شوي دي، ته هڅه وکړه چې هغوی وژغورې.» ۱۰ ما ځواب ورکړ: «که چېرې د هغوی سره خبرې وکړم او هغوی ته خبرداری ورکړم، نو څوک به زما خبرو ته غوږ ونیسي؟ دا سرتمبه خلک دي او ستا پیغام ته غوږ نه نیسي. هغوی ته چې ستا خبرې وکړم، نو د هغوی نه خوښیږي او ستا په کلام باندې ملنډې وهي. ۱۱ ای څښتنه، لکه څنګه چې ته په هغوی باندې په قهر یې، داسې زه هم ورباندې په قهر یم او نور صبر نه شم کولای.»
بیا څښتن داسې وویل: «زما قهر په کوڅو کې ماشومانو او هغو ځوانانو ته چې سره راټول شوي دي، وښایه. ښځې او مېړونه به هم په دې کې شامل وي او حتی ډېر زاړه خلک به هم پاتې نه شي. ۱۲ د هغوی کورونه به نورو خلکو ته ورکړل شي او همدارنګه د هغوی ځمکې او ښځې به هم نورو ته ورکړل شي. زه غواړم چې د دې وطن اوسېدونکو ته سزا ورکړم. ۱۳ هر یو، که هغه لوی دی او که وړوکی، ټول کوښښ کوي چې په بېایمانۍ سره پیسې وګټي. حتی پیغمبران او کاهنان هم خلک غولوي. ۱۴ هغوی زما د قوم د زخمونو علاج په جدي توګه نه کوي. هغوی وایي: ‹سوله، سوله،› په داسې حال کې چې هېڅ سوله او ارامي نشته. ۱۵ ایا هغوی په دې د کرکې وړ کارونو باندې شرمېدل؟ نه، هغوی بیخي نه شرمېدل. هغوی حتی په دې هم نه پوهیږي چې شرم څه شی دی. نو دوی به له منځه لاړ شي لکه څنګه چې نور له منځه لاړل. کله چې هغوی ته سزا ورکړم، نو دا به د هغوی پای وي. دا ما څښتن ویلي دي.»
اسراییل د خدای لاره نه مني
۱۶ څښتن خپل قوم ته داسې وایي: «په څلور لارو کې ودرېږئ، وګورئ او د پخوانیو لارو پوښتنه وکړئ چې ښه لاره کومه یوه ده او په هماغې لارې باندې لاړ شئ، نو تاسو به په ارامۍ کې ژوند تېروئ. خو هغوی وویل: ‹نه، مونږ به په دې لاره لاړ نه شو!› ۱۷ بیا څښتن پهرهداران وټاکل چې د سرني د خبردارۍ اواز ته غوږ ونیسي. خو هغوی وویل: ‹مونږ به ورته غوږ ونه نیسو.›»
۱۸ نو څښتن وویل: «ای قومونو، غوږ ونیسئ او شاهدان اوسئ، د دې نه ځان خبر کړئ چې زما په قوم باندې به څه کیږي. ۱۹ ای ځمکې واوره، زه به په دې خلکو باندې مصیبت راولم، ځکه چې دا د هغوی د خپلو ټولو دسیسو سزا ده. ځکه چې هغوی زما تعلیم نه دی منلی او زما خبرو ته یې غوږ نه دی نیولی. ۲۰ زه د هغې قیمتي خوشبویۍ چې د شیبا له سیمې څخه یې ما ته راوړي او د هغو عطرونو چې د لېرې وطن څخه یې راوړي، څه پروا لرم؟ زه به د هغوی سوځېدونکې قربانۍ قبولې نه کړم او نه به د هغوی په قربانیو باندې خوشحاله شم.» ۲۱ نو څښتن داسې وایي: «زه به دې خلکو ته په لاره کې تیږې کېږدم چې د هغوی پښې ورسره ولګیږي او راوغورځیږي. میندې او پلرونه، ماشومان، ملګري او ګاونډیان به ټول سره مړه شي.»
د شمال له خوا حمله
۲۲ څښتن داسې وایي: «وګورئ، خلک په شمال کې د یو هېواد نه راروان دي، د یو لېرې هېواد نه یو قوي قوم د جنګ دپاره تیاری نیسي. ۲۳ هغوی خپلې لیندې او تورې راخیستې دي، هغوی ظالمان او بېرحمه خلک دي. هغوی چې په خپلو اسونو باندې راروان وي، نو د هغې بحیرې په شان به وي چې غړمبیږي. ای د اورشلیم ښاره، هغوی ستا په وړاندې په یووالي سره د جنګ دپاره تیار دي.»
۲۴ د اورشلیم خلک وایي: «مونږ خبر شوي یو او د وېرې نه مو لاسونه سست شول، په مونږ باندې داسې درد راغی لکه په ښځه باندې چې د لنګون په وخت کې راځي. ۲۵ مونږ دا جرات نه شو کولای چې د ښار نه دباندې ووځو یا په لارو کې وګرځو، ځکه چې زمونږ دښمنان په تورو باندې سمبال دي او له هرې خوا نه په مونږ باندې وېره راغلې ده.»
۲۶ څښتن خپل قوم ته وویل: «د ویر کالي واغوندئ او په ایرو کې ورغړېږئ. ویر وکړئ او اوښکې توی کړئ لکه څنګه چې څوک یې په خپل یوازېني زوی باندې کوي، ځکه څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره راځي، هغه به ناڅاپه حمله کوي.
۲۷ ای ارمیا، زما قوم داسې وازمایه لکه څوک چې فلز ازمایې او دا معلومه کړه چې د هغوی چلند او عمل څنګه دی. ۲۸ هغوی ټول سرتمبه او سرکښه خلک دي او زړونه یې د برنجو او اوسپنې په شان کلک دي. هغوی ټول فاسد دي، هرې خواته ګرځي راګرځي او بدې اوازې خپروي. ۲۹ زما قوم د ناپاکه فلز په شان دی او که څه هم داش په اور باندې زیات سور کیږي، خو که تاسو کوښښ وکړئ چې هغه تصفیه کړئ، نو بېکاره فلز نه پاکیږي او پاکول یې بېګټې دي. زما قوم هم همداسې دی او بد خلک د هغوی له منځ څخه نه لېرې کیږي. ۳۰ هغوی د رد شوي سپینو زرو په نوم یادیږي، ځکه چې ما څښتن هغوی رد کړي دي.»