د ارمیا نبي کتاب

اووم فصل

ارمیا د څښتن په کور کې وعظ کوي

۱ څښتن ارمیا ته وویل: ۲ «زما د کور په دروازه کې ودرېږه او زما پیغام خلکو ته اعلان کړه: ‹ای د یهودا خلکو، ای هغه خلکو چې د څښتن کورته د عبادت دپاره دننه کېږئ، ۳ د مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو د خدای کلام ته غوږ ونیسئ چې داسې وایي چې خپل چلند او عملونه اصلاح کړئ، نو بیا به زه تاسو پرېږدم چې په دې وطن کې واوسېږئ. ۴ په دې غولوونکو خبرو باندې باور مه کوئ او مه وایئ چې مونږ په امن کې یو! دا د څښتن کور دی، دا د څښتن کور دی، دا د څښتن کور دی!

۵ خپل چلند او عملونه اصلاح کړئ. یو د بله سره د انصاف له مخې چال چلند وکړئ. ۶ په پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو باندې ظلم مه کوئ. په دې وطن کې د بې‌ګناه خلکو وژل بس کړئ. د نورو خدایانو عبادت کول پرېږدئ، ځکه چې دا کار به تاسو ته تاوان ورسوي. ۷ که چېرې تاسو په رښتیا سره دا بد کارونه بس کړئ، نو زه به تاسو پرېږدم چې دلته په دې وطن کې چې ستاسو نیکونو ته مې د تلپاتې ملکیت په توګه ورکړی دی، واوسېږئ.

۸ خو ګورئ، تاسو په غولوونکو خبرو باندې یقین کوئ. ۹ تاسو غلا کوئ، قتل کوئ، زنا کوئ، په دروغو قسم خورئ، بعل ته قربانۍ وړاندې کوئ او د هغو خدایانو عبادت کوئ چې مخکې مو نه پېژندل. ۱۰ تاسو داسې کارونه کوئ چې زه ورڅخه کرکه کوم او بیا راځئ او زما په خپل کور کې زما په حضور کې ودرېږئ او وایئ چې مونږ په امن کې یو! ۱۱ ایا تاسو فکر کوئ چې زما کور د غلو د پټېدلو ځای دی؟ تاسو چې څه کوئ، هغه ما لیدلي دي.

۱۲ د شیلوه ښار ته لاړ شئ، هغه لومړي ځای ته چې ما غوره کړی ؤ چې زما عبادت به په کیږي او وګورئ چې ما د خپل قوم اسراییلو د ګناهونو له امله د هغه سره څه وکړل. ۱۳ زه څښتن داسې وایم چې تاسو دا ټول ګناهونه کړي دي او سره له دې چې څو څو ځلې مې درسره خبرې وکړلې، خو تاسو ورته غوږ نه نیوه. کله به چې ما درباندې غږ کاوه، نو تاسو به ځواب نه راکاوه. ۱۴ نو ما چې کوم کار د شیلوه د ښار سره کړی ؤ، هماغه کار به زه د خپل کور یعنې عبادتځای سره چې ستاسو نیکونو او تاسو ته مې درکړی دی او تاسو ورباندې باور لرئ، هم وکړم. ۱۵ زه به تاسو د خپل حضور نه داسې وشړم لکه څنګه چې مې ستاسو اسراییلي ورونه شړلي وو.›»

د قوم نافرماني

۱۶ څښتن وویل: «ای ارمیا، د دې خلکو دپاره دعا مه کوه. د هغوی په خاطر ژړا او دعا مه کوه، ما ته زارۍ مه کوه، ځکه چې زه درته غوږ نه نیسم. ۱۷ ایا ته نه وینې چې هغوی د یهودا په ښارونو او د اورشلیم په کوڅو کې څه کوي؟ ۱۸ ماشومان لرګي راټولوي، پلرونه یې اور بلوي او ښځې اوړه اغږي چې د اسماني ملکې دپاره ډوډۍ پخې کړي. همدارنګه هغوی نورو خدایانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوي، د دې دپاره چې زما قهر راوپاروي. ۱۹ څښتن داسې وایي چې ایا هغوی په رښتیا سره ما ته زیان رارسوي؟ نه، هغوی خپلو ځانونو ته زیان رسوي او خپل ځانونه شرموي. ۲۰ نو زه څښتن تعالی داسې وایم چې زه به خپل قهر او غضب په دې کور باندې نازل کړم. زه به خپل قهر په خلکو او حیواناتو او حتی په ونو او فصلونو باندې هم نازل کړم. زما قهر به د هغه اور په شان وي چې هېڅوک یې نه شي مړ کولای.

۲۱ مطلق قادر څښتن، د اسراییلو خدای داسې وایي: ‹ای زما خلکو، تاسو ځینې قربانۍ په مکمله توګه د قربانۍ په ځای باندې سوځوئ او د ځینو څخه یو‌څه خورئ. خو هغه څه چې زه څښتن یې وایم، هغه دا دي چې کولای شئ چې هغه ټوله وخورئ، ځکه چې دا قربانۍ نور زما دپاره د منلو وړ نه دي. ۲۲ کله چې ما ستاسو نیکونه د مصر څخه راوویستل، نو هغوی ته مې د سوځېدونکو قربانیو او یا نورو قربانیو په هکله هېڅ حکم نه ؤ ورکړی. ۲۳ خو هغوی ته مې دا حکم کړی ؤ چې زما اطاعت وکړئ، ترڅو زه ستاسو خدای اوسم او تاسو زما قوم اوسئ. لکه څنګه چې مې درته حکم کړی دی هماغه شان ژوند تېروئ، ترڅو ستاسو هر کار سم روان وي. ۲۴ خو هغوی زما اطاعت ونه کړ او نه یې زما خبرو ته غوږ نیوه. د هغې په ځای، هغوی هغه کار کاوه چې د هغوی سرسخته او خرابو زړونو ورته ویل او د دې په ځای چې هغوی ښه شي، نور هم بد شول. ۲۵ له هغې ورځې نه چې ستاسو نیکونه د مصر نه راووتل بیا تر نن ورځې پورې زه په دوامداره توګه تاسو ته خپل خدمتګاران یعنې پیغمبران درلېږم. ۲۶ خو بیاهم تاسو ما ته نه غوږ ونیوه او نه مو راته پام وکړ. د هغې په ځای، تاسو د خپلو نیکونو نه هم زیات سرکښه شولئ او بد کارونه مو وکړل.

۲۷ نو ای ارمیا، ته به دا ټولې خبرې زما قوم ته وکړې، خو هغوی به تا ته غوږ ونه نیسي، ته به هغوی ته غږ کوې، خو هغوی به ځواب نه درکوي. ۲۸ ته به هغوی ته وایې چې د هغوی قوم زما یعنې د خپل څښتن خدای اطاعت نه کوي او د خپلې سزا نه عبرت نه اخلي. وفاداري له منځه تللې او نور څوک د هغې په هکله خبرې هم نه کوي.›»

۲۹ ای د اورشلیم خلکو

وخریئ خپل ویښتان او لېرې یې وغورځوئ

ترڅو دا وښایئ چې ویر کوئ

وایئ د غم سندرې د غونډیو په سرونو باندې

ځکه په قهر یمه زه څښتن

او ما پریښی خپل قوم

د هنوم په دره کې د ګناه نه ډک کارونه

۳۰ څښتن داسې وایي: «د یهودا خلکو زما په وړاندې بد کارونه کړي دي. هغوی خپل بتان چې زه ورڅخه کرکه کوم، زما په کور کې ایښي دي او هغه ځای یې ناپاکه کړی دی. ۳۱ هغوی د بن‌هنوم په دره کې د قربانۍ ځایونه جوړ کړي دي چې د توفت په نوم یادیږي، ترڅو هغوی وکولای شي چې هلته خپل زامن او لورګانې په اور کې قرباني کړي. ما هغوی ته داسې حکم نه دی کړی چې دا کار وکړي، حتی داسې د کرکې وړ عمل زما په ذهن کې هم نه دی ګرځېدلی. ۳۲ نو یو داسې وخت راروان دی چې نور به هغه ځای د توفت یا د بن‌هنوم د درې په نوم نه یادیږي، بلکې د قتل او قتال د درې په نوم به یادیږي. هغوی به خپل خلک هلته ښخوي، ځکه چې بل داسې ځای به نه وي چې هغوی په کې ښخ کړي. ۳۳ د هغوی مړي به د مرغانو او ځنګلي حیواناتو خوراک شي او هلته به هېڅوک نه وي چې هغه مرغان او حیوانات وشړي. ۳۴ د یهودا په ښارونو او د اورشلیم په کوڅو کې به نور د خوښۍ او خوشحالۍ اوازونه او د واده په مېلو کې د ناوې او زوم د خوشحالۍ اوازونه نه وي. ځکه چې زه به دا هر څه ختم کړم او د دې وطن نه به دښته جوړه شي.»