د ارمیا نبي کتاب

اتم فصل

۱ څښتن داسې وایي: «په هغه وخت کې به دښمنان د پاچاهانو او د یهودا د منصبدارانو هډوکي او همدارنګه د کاهنانو، پیغمبرانو او نورو خلکو هډوکي چې په اورشلیم کې اوسېدل، د قبرونو نه راوباسي. ۲ د هغوی هډوکي به د راټولولو او ښخولو په ځای په ځمکه باندې د خوشایو په شان پراته وي. هغوی به لمر، سپوږمۍ او ستورو ته چې مینه یې ورسره کوله، خدمت یې کاوه، مشورې یې ورڅخه اخیستلې او عبادت یې کاوه، پراته وي. ۳ د دې بدعمله قوم نه چې کوم خلک ژوندي پاتې شي، هغوی به په هغو ځایونو کې چې خواره واره کړي مې دي، اوسیږي. هغوی به د ژوند نه په مرګ خوشحاله وي.» ما مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي.

ګناه او سزا

۴ څښتن ما ته وویل چې هغوی ته داسې ووایم: «کله چې څوک راوغورځیږي، نو هغه بېرته نه راپاڅیږي؟ که څوک لاره غلطه کړي، نو هغه بېرته نه راګرځي؟ ۵ ای زما قومه، نو بیا ولې زما نه مخ اړوئ او هېڅکله بېرته نه راګرځئ؟ تاسو خپلو بتانو پورې نښتي یئ او ما ته نه راګرځئ. ۶ ما په غور سره غوږ ونیوه، خو تاسو رښتیا ونه ویل. ستاسو نه یو تن هم د خپلو بدو نه پښېمانه نه شو. ستاسو نه هېچا هم د خپل ځان څخه دا پوښتنه ونه کړله چې ما کومه غلطي کړې ده؟ لکه څنګه چې اس د جنګ میدان ته منډې وهي، داسې هر یو په خپله لاره روان دی. ۷ حتی لګ لګان هم په دې پوهیږي چې کله بېرته راستانه شي. کوترې، توتکۍ او زاڼې هم پوهیږي چې کله بل ځای ته لاړ شي. خو ای زما قومه، تاسو زما د قوانینو څخه خبر نه یئ.

۸ تاسو څنګه کولای شئ ووایئ چې هوښیار یئ او زما په قوانینو باندې پوهېږئ؟ ګورئ، د شریعت بې‌ایمانه عالمانو دا قوانین غلط تعبیر کړي دي. ۹ ستاسو هوښیار خلک به د شرم سره مخ شي، هغوی به وارخطا شي او ګېر به شي. هغوی زما کلام قبول نه کړ، نو د هغوی هوښیاري چېرته ده؟ ۱۰ نو زه به د هغوی ځمکې نویو خاوندانو ته ورکړم او د هغوی ښځې به نورو خلکو ته ورکړم. هر یو که هغه لوی دی او که وړوکی، ټول کوښښ کوي چې په بې‌ایمانۍ سره پیسې وګټي. حتی پیغمبران او کاهنان هم خلک غولوي. ۱۱ هغوی زما د قوم د زخمونو علاج په جدي توګه نه کوي. هغوی وایي: ‹هر څه ښه دي،› په داسې حال کې چې هېڅ ښه نه دي. ۱۲ ایا هغوی په دې د کرکې وړ کارونو باندې شرمېدل؟ نه، هغوی بیخي نه شرمېدل. دوی حتی په دې هم نه پوهیږي چې شرم څه شی دی. نو دوی به له منځه لاړ شي لکه څنګه چې نور له منځه لاړل. کله چې هغوی ته سزا ورکړم، نو دا به د هغوی پای وي.» دا ما څښتن ویلي دي.

۱۳ څښتن دا هم وایي: «زه به د هغوی ټول حاصلات داسې له منځه یوسم چې نور به نه په تاکونو کې انګور او نه به په ونو کې انځر ولیدل شي. حتی د ونو پاڼې به هم وچې شي او هر هغه څه چې ما ورکړي دي، هغه به بېرته ورڅخه واخلم.»

۱۴ د خدای قوم پوښتنه کوي: «مونږ ولې غلي ناست یو؟ راځئ چې د قوي دېوال لرونکو ښارونو ته وتښتو او هلته مړه شو. زمونږ څښتن خدای مونږ په مرګ باندې محکوم کړي یو، نو هغه مونږ ته زهرجنې اوبه راکړې دي چې ویې څښو، ځکه چې د هغه په وړاندې مو ګناه کړې ده. ۱۵ مونږ د ارامۍ او رغېدلو په تمه وو، خو هېڅ ونه شول. د هغې په ځای راباندې سخته وېره راغله. ۱۶ زمونږ دښمنان همدا اوس په شمال کې د دان په ښار کې دي، مونږ د هغوی د اسونو خرهار واورېد. کله چې د هغوی اسونه شڼیږي، نو ټول وطن لړزیږي. زمونږ دښمنان راغلي دي چې زمونږ وطن او هر څه چې په کې دي، اورشلیم او د هغه خلک له منځه یوسي.»

۱۷ څښتن داسې وایي: «زه به تاسو پسې ماران درولېږم، داسې زهرجن ماران چې جادو ورباندې اغیزه نه کوي او تاسو به وچیچي.»

د خپل قوم دپاره د ارمیا خفګان

۱۸ نشته علاج زما د خفګان

زه په زړه یمه ناروغه

۱۹ واورئ! په ټول وطن کې

زه دا فریاد اورم د خپلو ګرانو خلکو

ایا څښتن نور په صهیون کې نشته؟

ایا هلته پاچا د صهیون نشته؟

څښتن یعنې پاچا د هغوی په ځواب کې وایي:

ولې په قهر مو کړمه خپلو بتانو ته په عبادت کولو؟

او پردي خدایانو ته په سجده کولو

چې بې‌ارزښته دي هغه بتان

۲۰ خلکو ووهلې چیغې

اوړی تېر شو، وخت د لو خلاص شو

خو مونږ ونه ژغورل شو

۲۱ زړه مې ټوټې ټوټې شو

ځکه چې قوم مې شو ټوټې ټوټې

زه ویر کومه او کمزوری شوی یمه

۲۲ ایا نه پیدا کیږي په جلعاد کې ملهم؟

ډاکتران نشته هلته؟

نو بیا ولې نه رغیږي زما ګران خلک؟