چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
دیارلسم فصل
د خدای سره د ایوب دعوه
۱ دا ټول لیدلي ما په خپلو سترګو
اورېدلي زما غوږونو او پوه شوی یم ورباندې
۲ په دې ټولو زه پوهېږم تاسو څومره چې پوهېږئ
له تاسو کم نه یمه
۳ زما شخړه نه ده تاسو سره بلکې د قادر مطلق سره ده
غواړمه بحث وکړم د خدای سره د خپلې دعوې
۴ خپل جهالت پټوئ تاسو په دروغو باندې
تاسو یئ لکه د هغو ډاکترانو په شان
چې دوی علاج د چا کولای نه شي
۵ کاشکې خاموش اوسېدلی تاسو په پوره توګه
نو ښکاره به شي چې عقلمن یئ تاسو
۶ تاسو واورئ زما دلیل
او غوږ ونیسئ زما دعوې ته
۷ تاسو ولې وایئ دروغ چې دفاع وکړئ د خدای؟
فکر کوئ چې ستاسو دروغ به وکړي ګټه خدای ته؟
۸ تاسو کوښښ کوئ چې وکړئ طرفداري د هغه؟
تاسو به وکړئ محکمه کې بحث د هغه په دعوې؟
۹ که خدای وګوري په ځیر تاسو ته
کوم ښهوالی به په تاسو کې پیدا کړي هغه؟
لکه چې څنګه تاسو نور غولوئ
فکر کوئ چې تاسو خدای هم غولولی شئ؟
۱۰ سره له دې چې تعصب پټ دی ستاسو
تاسو به ورټي خدای
۱۱ ایا وبه نه وېروي د هغه لویي تاسو
او په تاسو به رانه شي هیبتناکه وېره؟
۱۲ دي د ایرو په شان بېکاره متلونه ستاسو
ستاسو بحثونه دي کمزوري لکه خټو د دېوال په شان
۱۳ غلي شئ راکړئ موقع ما ته چې زه خبرې وکړم
هر څه چې کیږي هغه دې وشي په ما
۱۴ دې ته تیار یم زه
چې په خطر کې مې خپل ژوند واچوم
۱۵ حتی که هغه ووژني ما خو زه امید لرم هغه ته
زه به بیان کړمه هغه ته مې دعوه خپله
۱۶ دا به سبب شي زما د خلاصون
ځکه چې هېڅ بې دینه سړی نه شي کولای جرات
چې مخامخ شي دی له خدای سره
۱۷ اوس مې خبرو ته په غور سره غوږ ونیسئ
او زما وینا واورئ خپلو غوږونو باندې
۱۸ دې ته تیار یم چې دعوه خپله بیان کړمه زه
ځکه چې زه حق په جانب یمه
۱۹ څوک دی چې په ما لګوي تور
که داسې وي نو زه تیار یمه
چې خاموش اوسم او مړ شمه زه
۲۰ ای خدایه، له تا نه غواړم دوه شیان هغه ومنه ته
بیا به له تا څخه کوښښ د پټېدو ونه کړم
۲۱ نور ته بس کړه سزا مه راکوه ما ته
ته مې مه وېروه په خپلې هیبتناکې وېرې
۲۲ ته خبرې وکړه خدایه او زه به درکړم ځواب
یا ما پرېږده چې خبرې وکړم او ته یې راکړه ځواب
۲۳ څه غلطي مې کړې زما ګناه څه ده؟
لګېدلی د کوم جرم تور په ما؟
۲۴ اړوې زما نه ولې ته خپل مخ؟
ولې چلند راسره کړې ته د دښمن په شان؟
۲۵ ته وېروې ما د هغې پاڼې په شان چې وړي یې باد؟
ته حمله کوې په ما لکه د بوسو په یو ډکي باندې؟
۲۶ لګوې ولې په ما باندې
تورونه د جرمونو سختو
راڅخه غواړې ته د هغو ګناهونو حساب
چې مې کړي دي ځوانۍ کې؟
۲۷ ته مې اچوې په پښو کې زنځیرونه
ته مې څارې هر قدم
او ګورې زما د پښو چاپونه هم
۲۸ زه خرابېږم خوسا لرګي په شان
هغې کورتۍ په شان چې وي خوړلې چینجو