چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
څوارلسم فصل
د ایوب ژوند تریخ او لنډ دی
۱ مونږ راغلي یو دنیا ته ټول کمزوري او بېوسه
او ژوند تېروو ټول یوشان لنډ او له تکلیف څخه ډک
۲ مونږ زر شنه کېږو د ګلانو په شان
او مړاوي کېږو زر
پناه کېږو مونږ د سیوري په شان
۳ نو خدایه ته ولې نظر ساتې داسې موجود باندې
یا به مې کړې محاکمه او وبه کړې ته قضاوت راسره؟
۴ څوک کولای شي راوباسي یو پاک شی
د یو ناپاک شي څخه؟
هېڅوک کولای نه شي داسې
۵ دی له مخکې ټاکل شوی اوږدوالی زمونږ د ژوند
دی له مخکې ټاکل شوی زمونږ د عمر شمېر د میاشتو
تا دي ټاکلي هغه او نه بدلیږي
۶ سترګې واړوه له مونږه او مونږ یوازې پرېږده
مونږ یو د مزدورانو په شان
پرېږده چې خلاص کړو خپل کار په ارامۍ سره
۷ هیله شته د داسې ونې که هغه ووهل شي
نو راشنه کیږي بېرته او غوړیږي څانګې یې
۸ که څه هم د هغې ریښې زړیږي
او وچیږي سټه یې په ځمکه کې
۹ بیاهم نیسي غوټۍ لږو اوبو باندې
او شنه کیږي د ځوان بوټي په شان
۱۰ خو مونږ انسانان مړه کېږو او ختمېږو
مونږ ساه ورکوو او چېرته به یو؟
۱۱ لکه څنګه چې وچیږي بحیرې
او ودریږي سیندونه په وچکالۍ کې
۱۲ خلک مړه کیږي او نه راپاڅیږي بیا
ترڅو اسمان نور نه وي نه راویښیږي هغوی
هېڅوک به نه کاندي راویښ هغوی
۱۳ کاشکې مې پټ کړې ته د مړو دنیا کې
پټ مې پرېږدې ترڅو شي سوړ ستا قهر
او بیا وټاکې وخت چې را په یاد مې کړې ته
۱۴ که چېرې مړ شي یو څوک
ژوندی کېدای شي بېرته؟
خو زه به کوم انتظار د ښو وختونو
چې پای ته ورسیږي دا د تکلیف وخت
۱۵ بیا به ته وکړې غږ او زه به درکړم ځواب
او ته به خوشحاله شې له ما یعنې د خپل مخلوق څخه
۱۶ بیا به ګورې ته زما هر قدم
خو حساب به نه کوې ته د ګناهونو زما
۱۷ ګناهونه به ته لېرې کړې زما
او کړې به پټې زما ټولې خطاګانې
۱۸ رابه شي داسې وخت چې به راپرېوځي غرونه
او وبه خوځیږي له خپل ځایه ګټان
۱۹ لکه څنګه چې اوبه خرابوي تیږې
او خاوره به یوسي سخت باران
نو داسې ته له منځه وړې هیله زمونږ
۲۰ مغلوبوې ته مونږه
او د مرګ په وخت کې مو څېره بدلوې
بیا شړې مونږه د تل دپاره
۲۱ عزت مومي اولادونه زمونږ
هېڅ نه خبرېږو ترې مونږ
چې رسوا کیږي هغوی
هېڅ نه خبرېږو ترې مونږ
۲۲ احساسوو مونږه یوازې درد د بدنونو خپلو
او احساسوو مونږه غم د ذهنونو خپلو