چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
اته ویشتم فصل
د حکمت دپاره هڅه
۱ بې له شکه داسې معدنونه شته
چې راویستل کیږي سپین زر ورڅخه
داسې ځایونه شته چې چاڼ کیږي سره زر په کې
۲ راویستل کیږي اوسپنه له ځمکې څخه
او راویستل کیږي مس له تیږو څخه
۳ په تیارو کې معدنچیان راولي رڼا
لټوي هغوی د ځمکې د ټولو نه ژور ځایونه
او توره تیاره کې کیندي ګټونه
۴ هغو ځایو نه لېرې چې څوک اوسیږي په کې
یا ایښودل کیږي پښه د انسان هلته
هغوی وباسي سوري په معدنونو کې
هلته یوازې کړي هغوی کارونه
ځوړندیږي په رسیو باندې هغوی په معدن کې
۵ ترلاسه کیږي خواړه له ځمکې
خو هماغه ځمکه وي د هغو لاندې
ټوټې ټوټې شي ټول او ځي له منځه
۶ دي لاجورد د ځمکې تیږو کې
او دي سره زر د هغې خاوره کې
۷ هېڅ باز نه ویني هغه لارې
چې دي تللې معدنونو ته
او ټپوس نه الوزي د هغو دپاسه
۸ هېڅ زمری یا بل خونخوار ځناور
نه ځي په هغو لارو باندې
۹ معدنچیان کیندي کلک کلک ګټونه
له بېخه وباسي هغوی غرونه
۱۰ سوري کوي چې هغوی کله ګټونه
کشفوي قیمتي تیږې
۱۱ هغوی کیندي د سیندونو سرچینې
او څه چې پټ وي ښکاره کوي هغه
۱۲ خو موندل کیږي حکمت چېرته
او زده کیږي پوهه چېرته؟
۱۳ نه موندل کیږي حکمت د انسانانو منځ کې
نه پوهیږي هېڅوک د هغه په رښتیني ارزښت
۱۴ ژور ژور بحرونه او دریابونه وایي
چې موندل کیږي نه حکمت هلته
۱۵ نه راوړل کیږي لاسته هغه په سرو زرو
یا اخیستل کیږي نه په سپینو زرو باندې
۱۶ برابریږي نه د هغه سره قیمتي سره زر
یا تر ټولو ښه عقیق او لاجورد
۱۷ د سرو زرو نه هم زیات دی د حکمت ارزښت
هم دی زیات د سرو زرو له ګلدان او قیمتي تیږو نه
۱۸ د مرجان یا د بلور یا د یاقوت نه هم
زیات دی قیمت د حکمت
۱۹ تر ټولو ښه زیړ یاقوت او بهترین سوچه سره زر
پرتله کیږي نه د حکمت له قیمته سره
۲۰ نو چېرته ده بیا د حکمت سرچینه؟
زده کولای شو مونږ پوهه چېرته؟
۲۱ هېڅ مخلوق هغه لیدلی نه شي
د هوا مرغه یې هم لیدلی نه شي
۲۲ تباهي او مرګ وایي چې
اورېدلي مونږ یوازې ګونګوسې
چې حکمت چېرته دی
۲۳ یوازې خدای ته ده معلومه د حکمت لاره
هغه پوهیږي چې موندل کیږي حکمت چېرته
۲۴ ځکه چې ویني هغه ټوله دنیا
هغه ویني هر څه چې دي د ځمکې په مخ
۲۵ کله چې خدای ورکړ قوت باد ته
او ویې ټاکله اندازه د باران په ورېځو کې
۲۶ کله چې خدای وکړله پرېکړه
چې باران به اوري چېرته
او ویې ټاکله د برېښنا د حرکت لاره
۲۷ بیا ولیده حکمت هغه
ویې ازمایه ارزښت د هغه
او تصدیق یې کړ دا
۲۸ وویل خدای مونږ انسانانو ته
د دې دپاره چې تاسو اوسئ عقلمن
باید ووېرېږئ له څښتنه څخه
د دې دپاره چې شئ پوه تاسو
باید له بدو نه وساتئ ځان