چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
نهه ویشتم فصل
د ایوب وروستنۍ وینا
(۲۹:۱ - ۳۱:۴۰)
د ایوب پخواني برکتونه
۱ ایوب بیا خبرې وکړلې او ویې ویل:
۲ کاشکې بیا شي زما ژوند لکه پخوا په شان
کله چې خدای کاوه نظر راباندې
۳ هغه وخت رڼا کوله زما لاره خدای
چې په تیاره کې وم روان ورباندې
۴ په هغو ورځو کې نېکمرغه وم زه
راسره مل ؤ خدای او کړله ساتنه یې زما د کور
۵ ما سره مل ؤ هغه وخت قادر مطلق
او رانه چاپېره وو ټول اولادونه زما
۶ زما غواګانو او وزو به ورکولې پرېمانه شیدې
او د ګټانو نه به رابهېدل د زیتونو تېل
۷ چې سره کښېناستل به کله سپینږیري د ښار
زه کښېناستم به د هغوی په منځ کې
۸ چې لیدلم به ځوانانو یو خوا کېدل به هغوی
زما درناوي دپاره به ودرېدل سپینږیري
۹-۱۰ کله چې ما کولې خبرې نو شول به غلي مشران
حتی تر دې چې غلي کېدل به هم لوی لوی کسان
۱۱ هرچا چې زه لیدلم یا اورېدل به یې زما په هکله
صفتونه به یې کول د کړو وړو زما
۱۲ چې غریبانو به کولو فریادونه کله ورسره ما کوله مرسته
او ما کوله مرسته هغو یتیمانو سره چې څوک یې نه لرل
۱۳ هغه خلک چې وو د مرګ په حال کې ما ته یې دعا کوله
او زما د مرستې سره به کوله خوشحالي کونډو
۱۴ عدالت مې واغوست لکه کالیو په شان
او انصاف مې لکه چپنې او لونګۍ په شان
۱۵ ومه ړندو ته زه د سترګو په شان
ومه ګوډانو ته د پښو په شان
۱۶ زه غریبانو ته وم لکه د پلار په شان
ما کوله دفاع د پردیو د حقونو څخه
۱۷ ما کړلې ماتې د ظالمانو ژامې
او مظلومان مې وژغورل د هغوی د غاښونو نه
۱۸ ما همېشه لرله تمه چې اوږد ژوند به تېر کړم
او په تسلۍ سره به مړ شم په خپل کور کې
۱۹ زه وم د هغې ونې په شان
چې تل رسیږي یې ریښې اوبو ته
او لمدیږي څانګې یې په پرخه باندې
۲۰ هرچا کوله تل ستاینه زما
او هېڅ کمېدلو نه قوت زما
۲۱ کله چې ما کاوه نصیحت نو خلک به شول غلي
او زما خبرو ته به یې غوږ نیوه په غور سره
۲۲ کله چې پای ته رسېدلې به خبرې زما
هغوی به نه ویل څه
زما خبرې لګېدلې په هغوی باندې
باران د څاڅکو په شان
۲۳ هرچا کاوه به هرکلی زما د خبرو
لکه چې څنګه بزګران کړي پسرلي کې د باران هرکلی
۲۴ کله چې تور وو د هغوی زړونه ما موسکا کړه ورته
هغوی خوشحاله وو زما په ورین تندي باندې
۲۵ ما مسوولیت واخیست په غاړه او ومې کړې پرېکړې
لکه څنکه چې پاچا کوي مشري د عسکرو خپلو
ما کوله د هغوی مشري
او کله چې وو هغوی په غم کې
ما ورکوله تسلي ورته