چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
دېرشم فصل
د ایوب اوسني کړاوونه
د ایوب د خبرو دوام
۱ خو اوس ما نه کشران وهي ملنډې په ما
نه وو لایق د دوی پلرونه چې وکړي مرسته
د پسونو په ساتلو کې زما د سپیانو سره
۲ وه بېکاره د هغو سړیو ډله
وو کمزوري او کولای یې نه شو کار زما دپاره
۳ هغوی وو دومره غریبان او وږي
چې خوړلې به یې وچې ریښې په شپه کې
په وحشتناکه او خوشې ځایونو کې
۴ هغوی راویستل د دښتې بوټي او خوړل به یې
حتی خوړلې یې بېخونده ریښې د جارو د بوټي
۵ هرچا شړل هغوی او وهلې یې چیغې په هغوی باندې
لکه څنګه چې هغوی وهي چیغې په غلو باندې
۶ هغوی مجبوره وو چې واوسي په خوړونو کې
او سوریو کې د ګړنګونو په څنګونو کې
۷ هغوی کوله انګولا بیدیا کې د حیواناتو په شان
او یو ځای یې اخیستله پناه د اغزیو د بوټو لاندې
۸ د بېکاره او بېنومه خلکو په شان
او وو شړل شوي له وطنه هغوی
۹ راپورې خاندي اوس ماشومان د هغوی
او سپکاوی مې کوي په سندرو کې
۱۰ هغوی کوي له ما نه کرکه
او لېرې ساتي خپل ځانونه له ما
پرته له دې چې راشي او تو کړي لیاړې زما په مخ
۱۱ اوس چې کمزوری او بیچاره کړی یم خدای
ډېر په قهر دي هغوی او بېادبي کوي زما
۱۲ کوي حمله د بدکارانو ډله ما باندې
ما ځغلوي هغوی
تیاری نیسي هغوی چې ما له منځه یوسي
۱۳ هغوی مخه نیسي زما د تېښتې
او هڅه کوي چې تباه کړي ما
نشته هېڅوک چې ونیسي مخه د دوی
۱۴ هغوی حمله کوي ناڅاپه په ما باندې
کله چې وویني چې پروت یمه په ځمکه باندې
راپرېوځي هغوی ما باندې
۱۵ سخته وېره ده راغلې په ما باندې
باد مې یووړلو عزت
او نېکمرغي مې شوله تېره لکه د ورېځې په شان
۱۶ اوس نژدې شوی یمه مرګ ته زه
او په ما راغلې د تکلیف ورځې دي
۱۷ ټول هډوکي مې خوږیږي د شپې
هېڅکله نه ورکیږي درد زما
۱۸ خرابوي زما پوستکی خدای
او زندۍ کوي مې چې شم مړ
۱۹ غورځولی یم په خټو کې هغه
او زه شوی یمه لکه د خاورو او ایرو په شان
۲۰ تا ته غږ کوم ای خدایه خو ځواب نه راکوې ته
کله چې کړمه دعا ته راته نه کوې پام
۲۱ ته کړې ظلم په ما باندې
ته ځوروې مې په خپل ټول قدرت
۲۲ ته پرېږدې چې باد مې یوسي لېرې
په سخت توفان کې رغړوې مې ته
۲۳ زه پوهېږم چې ما به بوځې د مړو دنیا ته
هغه ځای چې ټاکل شوی دی ټولو دپاره
۲۴ ولې ته د مرستې نه انکار کوې د محتاج کس
چې کله کړي هغه فریاد د مصیبت په وخت کې؟
۲۵ ایا ونه ژړل ما د هغو خلکو په خاطر چې وو تکلیف کې؟
ایا ومې نه سوځېده زړه په هغو خلکو باندې چې وو محتاج؟
۲۶ زه په ارمان وم د خوشحالۍ او رڼا
خو په ځای یې راغلل تکلیفونه او تیاره
۲۷ زما زړه دی ناارامه او پرېشانه
هره ورځ مې ده له ستونزو ډکه
۲۸ ګرځم تیارې کې رڼا نشته د لمر
ودرېږم زه د خلکو منځ کې او کوم زارۍ مرستې دپاره
۲۹ زه یم په شان لکه ورور د سورلنډیانو
او ملګری یم د شترمرغانو
۳۰ زما پوستکی دی تور شوی او غورځیږي
سوځي له تبې مې هډوکي د بدن
۳۱ بدل شوی دی په غم زما د رباب ساز
او له ژړا نه ډک دی زما د شپېلۍ اواز