بل څپرکۍ

درېم فصل

خدای به د خپل قوم دښمنانو ته سزا ورکړي

۱ څښتن وایي:

په هغه وخت کې به زه بېرته کړم نېکمرغه

یهودا او اورشلیم

۲ زه به راټول کړم ټول قومونه

او هغوی به راولم یهوشافاط یعنې د قضاوت درې ته

هغوی چې کړي دي څه زما د قوم سره

زه به کوم پرېکړه د هغوی په هکله

دوی خواره کړي اسراییلیان نورو ملکونو کې

او تقسیم کړی یې دی زما وطن

۳ هغوی ده پچه اچولې زما قوم باندې

چې بندیان خرڅ شي په غلامې باندې

هغوی خرڅ کړل هلکان د فاحشو دپاره

او نجونې د شرابو اخیستو دپاره چې شي نشه

۴ څښتن وایي: «ای صور او صیدون او د فلسطین ټولو سیمو، تاسو څه غواړئ چې ما سره یې وکړئ؟ تاسو زما څخه د څه شي بدل اخلئ؟ که چېرې داسې وي، نو زه به تاسو ته ډېر زر بدله درکړم! ۵ تاسو زما سپین زر او سره زر واخیستل او زما ډکې خزانې مو خپلو کفري عبادتځایونو ته یووړلې. ۶ تاسو د یهودا او اورشلیم خلک په یونانیانو باندې خرڅ کړل، ترڅو هغوی د خپل وطن څخه لېرې بوځي. ۷ زه به اوس هغوی د هغو ځایونو نه چې تاسو په کې خرڅ کړي دي، بېرته راولم. تاسو چې د هغوی سره کوم کار کړی دی، نو زه به درسره هماغسې کار کوم. ۸ زه به ستاسو زامن او لورګانې د یهودا په خلکو باندې خرڅ کړم او هغوی به دوی په سباییانو باندې چې په لېرې لېرې ځایونو کې اوسیږي خرڅ کړي، ځکه ما څښتن داسې ویلي دي.»

۹ دا اعلان وکړئ نورو قومونو ته

جنګ ته تیار شئ

راوغواړئ خپل جنګیالیان

خپل ټول عسکر راټول کړئ او شئ روان

۱۰ خپل د قلبې پالونو نه کړئ جوړې تورې

او خپل لورونو نه چې څانګې پرې کوئ ورباندې

نېزې جوړې کړئ

کمزوری دې ووایي چې زه یم جنګیالی

۱۱ بېړه وکړئ او دلته راشئ

ای شاوخوا ټول قومونو

او په دره کې شئ راټول

ای څښتنه، خپل لښکر ولېږه چې وکړي حمله

په هغوی باندې

۱۲ شي دې تیار قومونه

او هغوی دې راشي یهوشافاط درې ته

هلته به ناست یم چې قضاوت وکړم

په هکله د شاوخوا قومونو

۱۳ په لاس کې واخلئ خپل لورونه

ځکه فصلونه پاخه شوي او تیار دي لو ته

داسې یې وټکوئ لکه انګور چې ټکول کیږي

په چاټیو کې چې ترې شراب روان شي

ځکه چې زیاته ده بدکاري د هغوی

۱۴ دي په زرګونو زرګونو خلک د قضاوت دره کې

ځکه چې ورځ ده د څښتن رانژدې شوې هلته

۱۵ شي به تیاره لمر او سپوږمۍ

او نور به نه ځلیږي ستوري

۱۶ څښتن غوریږي د صهیون د غره نه

لکه زمري په شان

اورېدل کیږي یې لوړ اواز د اورشلیم نه

لکه د تندر په شان

ځمکه او اسمان لړزیږي

خو هغه به کاندي دفاع د خپلو خلکو څخه

خدای به خپل قوم ته برکت ورکړي

څښتن وایي:

۱۷ نو ای اسراییلو، تاسو به پوه شئ چې

څښتن خدای یم ستاسو

زه اوسېږم په صهیون کې خپل سپېڅلي غر باندې

اورشلیم به وي سپېڅلی ښار

او بیا به نه شي بریالي پردي خلک په هغه باندې

۱۸ په هغه وخت کې به د غرونو نه څڅیږي خواږه شراب

هرې غونډۍ نه به شېدې بهیږي

وي به پرېمانه اوبه د یهودا ټولو ویالو کې

څښتن له کوره به وي اوبه روانې

او اوبه کیږي د شطیم وادي په دې ویالو باندې

۱۹ دښته به جوړه شي د مصر څخه

او ادوم به شي وران او ویجاړ

ځکه چې دوی کړې حمله په یهودا باندې

او بې‌ګناه خلک یې وژلي د دې

۲۰‏-۲۱ خو زه به واخلمه بدل د هغو خلکو

چې وژل شوي دي

زه به پرېنږدم ګناهکار خلک

خو یهودا او اورشلیم به همېشه اباد وي

او زه څښتن به اوسم د صهیون غره باندې

بل څپرکۍ